کور / تازه خبرونه / له تور ليست څخه د ٢٤ طالب مشرانو نومونه ليري کېږي

له تور ليست څخه د ٢٤ طالب مشرانو نومونه ليري کېږي

افغانستان، امريکا او پاکستان په ګډه يو داسي ليست چمتو کړى چي له مخي به يې د ٢٤ طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه ليري سي.
دغه ليست په داسي حال کي چمتو کېږي، چي تېره اونۍ پاکستان د افغانستان د سولي د عالي شورا په غوښتنه ١٣ طالب مشران خوشي کړل.

يوه افغان حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي دغه ٢٤ تنو طالبانو ته به د دوى پر زړونو برابر ځاى کي د هستوګني او خارجي سفرونو اسانتياوي برابري سي، چي د سولي دپاره هلي ځلي وکړي.
نوموړي ويلي چي د طالب مشرانو نومونه هم د امنيتي ستونزو د مخنيوي په خاطر پټ ساتي او نه يې خپروي.

د ملګرو ملتونو په تور ليست کي د ٢٠٠١ کال د سپټمبر تر پېښي وروسته د تر ١٠٠ زياتو افغان طالبانو نومونه د امريکا په غوښتنه شامل سول، چي په تيرو څو کلونو کي د شاوخوا ٢٥ کسانو نومونه د افغان حکومت په غوښتنه ځني ايستل سوي دي.
په دې ليست کي د طالبانو د ځينو داسي مشرانو نومونه هم شامل دي، چي د مړينو يې کلونه وخت کېږي.

له تورليست څخه د طالب مشرانو د نومونو ايستل او له ګوانتانامو او بګرام زندان څخه د طالب قومندانانو ازادول د طالبانو اصلي شرطونه بلل کېږي چي له امريکا او افغان حکومت سره د خبرو دپاره يې ايښي دي.