کور / تازه خبرونه / له کوټې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې لړۍ پيل سوه.

له کوټې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې لړۍ پيل سوه.

                د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ په  مرسته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې لړۍ پيل سوه. او تېره ورځ  د کوټې ښار ته څېرمه له بليلي سيمې شل افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې سوې.
په کوټه کې  دکډوالو د عالي کمشنرۍ يا يواېن اېچ سي ار مشر چارلس لنچ  رسنيو ته وويل،  چې په ايالت کې مېشتو درې لکه اووه زره شپږ سوه افغانانو ته کارټونه ورکړل سوي چې له مخې يې تر اوسه درې زره درې سوه کورنۍ بېرته  افغانستان ته ستنې سوې دي. نوموړي زياته کړه، چې افغان کډوالوته  د ورکړل سويو کارټونه موده  د روان مېلادي تر پايه پوري ده، خو د نوي کال د کارتونو لپاره يواېن اېچ سي ار د پاکستان له مرکزي حکومت سره په تماس کې دى.




چارلس  زياته کړه، چې افغانستان ته روان له افغان کډوالو سره عالي کمشنرۍ د نغدو پيسو مرسته کوي. او افغان دولت هم د دوى د ځاى پر ځاى کولو لپاره بشپړه تيارى نيولى دى. د يواېن اېچ سي ار دغه مرستې به يوازي د دسامبر مياشتي تر پايه پوري دوام وکړي، هغه بېوزلي افغانان چې د بېوزلى له امله نه سي کولاى خپل هيواد ته ستانه  سي، بايد د يواېن اېچ سي ار مرکزونو ته مراجعه وکړي او په وړيا توګه د کمشنرۍ په مرسته افغانستان ته ستانه سي.




د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ يواېن ايچ سي ار وايي، چې د روان مېلادي کال له پيل راهيسې تر شپاړس زره دوه سوه پوري افغان کډوال په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي. او په روان مېلادي کال کې د نورو کلونو په پرتله  د ستنېدونکيو افغانانو په شمېر کې پنځه دېرش فيصده زياتوالى راغلى دى.
د چارواکيو په وينا په تېرو لسو کلونو کې پنځه نيم مليونه افغانان له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه سوي دي.


http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail