کور / تازه خبرونه / دحماس او اسرا ئیلو ترمنځ د اوربند هڅي رواني دي

دحماس او اسرا ئیلو ترمنځ د اوربند هڅي رواني دي

دروسي اواروپایې خبری آژانس له مخي دملګروملتونودعمومي منشي بانکی مون، دامریکا دبهرنیوچارو وزیری هیلاری کلینتن، دمصرجمهوررئیس محمد مرسي اودروسي دبهرنیو چار وزارت داستازو په مرسته او هڅوداسرائیلواو دفلسطین دغزی دحماس دجنګیالیوترمنځ دیوي اوونۍ جګړي وروسته داسرائیلو دصدراعظم بنیامین نتنیاهواود فلسطین دحما س غورځنګ د لوړ پوړي استازی په ګډون پریکړه وشوه ،چي دجګړی داوربند تړون به سره لاس لیک کړی . ویل کیږی چي دغه اور بند به نن شپه دمصر په پلازمینه قاهره کي لاس لیک شی. او دری ساعته وروسته به دغه اور بند خپل عملی پړاوپیل کړي.
په غزې تړانګه کې دحماس چارواکي وايي، چې دنوامبر د ۱۴ نیټی راهیسې دشپږ ورځني تاوتريخوالي په اوږدوکې یی دوژل شويوکسانوشمیر ۱۱۰ کسانوته رسیږي چي په هغوي کي ۲۸ ماشومان، ۱۱ ښځې او ۱۳ نفره زاړه کسان شامل دي، د ټپيانو شمېر یی له ۹۰۰ کسانو څخه اوښتي دئ.
دحماس جنګیالو په دغه اووني کي په سلګونوتوغندی داسرائیلو پرخاوره باندی وروتوغولي اواسرائیلو بیا هغه توغندي ځیني په هوایی کي له منځه یووړی اوځني توغندیو داسرائیلو پر ښارونو،کورونواود ښوونځیو پرودانیوولګیدي چي ددریواسرائیلو دوژلواودلسوڅخه زیاتواسرائیلي ټپیانودمرګ ژوبلي سبب شوی.
اسرائیلودفلسطیني تو غندیو په ځواب کي په غزه کي دحماس غورځنګ دصدارت ماڼی، دتلویزیون مرکز او د حماس دغورځنک دفتر په بمباردونو وویشتي چه په میلیونونه ډالروزیان یی دفلسېطین خلکوته اړولې دی.
داسي ویل کیږي چه په راتلونکوڅوورځوکې به د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهواودفلسطيني مشر محمود عباس هم په خپلوکی سره وګوري.