کور / خبرتیا او پيغامونه / د علامه رشاد بابا اتم تلين لمانځل کيږي

د علامه رشاد بابا اتم تلين لمانځل کيږي

د کندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځي، د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه غواړي، چي د علامه رشاد بابا (رح) د اتمي تلنيې په مناست، د ليندۍ د مياشتۍ پر ١١ مه نېټه (د شنبې ورځ) چي د ډيسمبر دمياشتي د لومړۍ نېټې سره سمون لري، يو ورځنى سيمينار ونيسي. نو د ټولو فرهنگپالو، ليکوالو او ادبي ټولنو څخه هيله کېږي چي خپلي ليکني، پيغامونه، خاطرې د ليندۍ د مياشتي تر ٥ نېټې پوري پر لاندي پته راولېږي . همدا راز د ماپښين له خوا د علامه رشاد بابا په مقبره (د مشاهيرو هديره) کي آزاده مشاعره هم په نظر کي نيول سوې ده .

برېښناليک : khalilsarwari2005@yahoo.com

د تليفون شمېرې : ٠٧٠٠٤٦١٦٤٥ – ٠٧٠٣٢٣٢٣٩٨