کور / تازه خبرونه / خوست: د ۲ قومونو شل کلنه شخړه هواره سوه

خوست: د ۲ قومونو شل کلنه شخړه هواره سوه

دداخيو دکلي اوګډې ورې خانانو ترمنځ ديوې شاړې صحرايي اوزراعتي ځمکې پرسر د٢٠کالو روانه شخړه اومنازعه دولايتي ادارې ترجدي نظارت لاندې دڅلورو مصلحينو مخورو کسانو په هراړخيزه تلاښ ،مرکو مذکراتو او تلاشونو سره ددواړخيزه توافق اوعادلانه پريکړې په کولوسره په سوله ييزه توګه هواره شوه ،په هغه غونډه کې چې ددغه شخړې دوروستۍ فيصلې داعلان په موخه جوړه شوې وه ،دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ ،دولايتي شورا وکيلانو ،ديني علماوو دشخړې دهواري مصلحينو هريو دافغانستان دقومونو دپيوستون شورا رئيس الحاج غازي نواز تڼي ،قومي مشر عبدالمنان ځدراڼ ،معين صاحب ميرزاعلي ځدراڼ اوحاجي قادرګل منګل ګډون کړى وو،ددې ترڅنګ دتڼيو دقوم دداخيو او دځدراڼو دقوم دخانانو دخيلونو مشرانو اومخورو کسان هم حضور درلود.

جوړه شوې غونډه دپاک قران دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې دمصلحينو په اسازيتوب دافغانستان دقومونودپيوستون شورا رئيس الحاج غازي نواز تڼي خبرې وکړې ،نوموړي وويل چې دداخيو او خانانو دقوم ترمنځ يادې پخوانۍ شخړې ٢٠کاله دوام کړى چې په دې ترڅ کې دواړو اړخونوته په ځينو وختونو کې ژور زيانونه رسيدلي دي ،دده په خبره چې په تيروختونو کې نه دولتي چارواکي او نه ځايي مشران په دې توانيدلي چې دغه شخړه په سوله ييزه توګه هواره کړې ، ده زياتوله چې په دې وروستيو کې دمرکو اوجرګو درانه دودته په کتو او درناوي سره خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي له دوى څخه وغوښتل چې دتڼيو اوځدرانو دقومونو ددغه دوه خيلونو ترمنځ دشخړې په هواري کې هڅې وکړي ،غازي نواز تڼي زياته کړه چې اوس يې ترزياتو هڅو وروسته ددواړو قومونو په توافق په عدالت ولاړه يوه فيصله کړې چې ددواړواړخونو ترمنځ دخوښۍ لامل ګرځيدلې ده ،همداشان ده ددې يادونه هم وکړه چې له دې وروسته به ياد قومونه په سوله ييزه توګه اوداسلامي ورورولۍ په فضاء کې ژوند تيروي اودخپل ولايت په پرمختګ کې به بشپړه برخه اخلي له حکومت يې غوښتنه وکړه چې شوې فيصله دقانون په رڼا کې خوندي وساتي.

محمدګل ببرکزي دخانانو په استازيتوب خبرې وکړې ،نوموړي له خوست والي مننه وکړه چې ددوى او داخيو قوم ترمنځ يې دشخړې هواري ته جدي توجه وکړه ترڅيړنې اوپلټنې وروسته يې ديادې شخړې دهواري لپاره ديوې سوله ييزې تګ لارې څخه کارواخيستلو اودڅلورو مخورو مشرانو په هڅو يې دغه شخړه هواره کړه ،نوموړي دخانانوپه استازيتوب ډاډ ورکړ چې ددغه شخړې دهوارې دفيصلې ټولو موادو اوشرايطو ته به درناوى کوي له خلکويې غوښتنه وکړه چې خپل منځې شخړې ددوى په شان په سوله ييزه توګه هوارې کړي .

جان محمدخان دداخيو قوم په استازيتوب خبرې وکړي نوموړي په خپلو څرګندونو کې شوې فيصله په دغه ولايت کې دنورو شخړو دهواري لپاره يوه ښه پيلامه وبلله ده وويل چې دداخيو قوم په بشپړ مسووليت سره ددغه ګټورې فيصلې ملاتړ کوي اوله دې وروسته به دخانانو دقوم سره په سوله ييزه توګه او داسلامي ورورلۍ په فضاء کې دخپلې سيمې په ابادۍ اوترقۍ کې برخه اخلي.

خوست والي په خپلوخبرو کې وويل چې نن دمحرم لسمه نېټه ده دغه ورځ داسلام دمقدس دين په تاريخ کې هغه ورځ ده چې ولسونوته ديوه عبرتناک اوټولنيز درس ورکوي او خلکوته دعدالت يو څرګند پيغام رسوي ،ده وويل دخوښۍ ځاى دى چې په دغه ورځ باندې دوه قومونه چې شل کاله يې په خپل منځ کې دځمکې پرسره شخړې اولانجې کړې په سوله ييزه توګه دهواري وروستۍ فيصله کوي ،خوست والي زياتوله دداخيو اوخانونو دقومونو سره دپرلپسې ليدنو اوکتنو وروسته يې ددغه شخړې دهواري لاره پيدا کړه چې په نتيجه کې ياده شخړه دڅلورو مصلحينو په عادلانه تلاشونو سره هواره اوفيصله شوه ،ښاغلي نعيمي داهم وويل چې په دغه ولايت کې دهرې قومي ستونزې اوشخړې هوارۍ ددغه ولايت دبنسټيز پرمختګ ،ولسي نيکمرغۍ ،عدالت دتامين اوقانون دحاکميت سره مرسته کوي.

خوست والي دداخيو اوخانانو دقوم دشخړې دهواري په توافق خوښي څرګنده کړه اودغه توافق يې دنورو شخړو دهواري لپاره يوه غوره لاره وبلله ،له دوى يې وغوښتل چې له دې وروسته دخپلو اولادونو روزنې ،دولايت پرمختګ ،سولې امن اوثبات دتامين لپاره کاروکړي ترڅو په دغه ولايت کې پرمختګونه رامنځته اوشته بدمرغۍ پاى ته ورسيږي.

همداشان خوست والي په خپله خبروکې ددې يادونه هم وکړه چې ولايتي ادارې په وروستيو دوه کالونو کې په دغه ولايت کې دزياتو قومي شخړو اومنازعاتومخه نيولې اوپه سوله ييزه توګه يې ورته دهوارې لارې پيدا کړې دي نوموړي په قومونو غږ وکړ چې په قومي شخړو ،منازعاتو اولانجو دې ددغه ولايت دپرمختګ ،بيارغونې اوابادۍ په وړاندې خنډونه نه پيدا کوي ځکه دغه کار دراتلونکو نسلونو سره لوى ظلم دى.

دولايتي ادارې مشرتابه دتڼيو او نادرشاه کوټ ولسواليو ولسوالانو ته لارښوونه وکړه ترڅو دشوې فيصلې اوتوافق څخه هميشه جدي څارنه وکړي ،له ديني علماوو اوقومي مشرانو سره دښو روابطو په اساس روانې ټولې ټولنيزې ستونزې هوارې کړي.

وروسته ددواړو اړخونو په توافق سره شوې فيصله برخوالوته اعلان شوه اوپه همدې موخه جوړه شوې غونډه دسولې ،امن اوثبات په تامين سره پاى ته ورسيده.