د وتلي او منلي استاد، ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد، د اتم تلين په ياد
د وتلي او منلي استاد، ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد، د اتم تلين په ياد
زه به څه وکښم تعريف د آ جناب
چي ځای نسي په دفتر يا په کتاب
ما يې نه وموند ثاني په لروبر کي
خزانه د عِلم و فن، پر قام کباب
په گفتار يې د افغان اقليم گټلی
په کردار هم ننگيالی ؤ، لاجواب
که چا درس د فضيلت او وطن غوښتئ
دی يې کور ؤ، دی يې لاره، دی يې باب
پر هر لور يې د رحمت جلوې خپرې وې
شنه اسمان کي گسترده لکه افتاب
که هر څو باطن، باطن، ظاهر، ظاهر دئ
ده کي نه ؤ د باطن، ظاهر حِجاب
يکرنگي يې د باطن، ظاهر جوهر ؤ
آيينه غوندي راستگويه، بې سَراب
هی افسوس چي د ژوندون بوستان فاني دئ
تر بهار يې خزان ډېر کاندي شتاب
که هر څو يې په رحلت زړونه ماتيږي
ولي نسته بې رفتنه د چا تاب
ځيني ولاړه، ځيني ځي، ځيني به ولاړ سي
د هر چا دئ و خپل اصل ته مآب
تل تر تله به ژوندی يي په سينوکي
څه يې باک چي يې مخ پټ سو په نقاب
په هر څه کښي د يوې هستۍ جلوې دي
گرده يو دي يخ، اوبه، ځگ وحُباب
چي حساب يې مخکي وسپاره مالک ته
بيا يې نسته څه پوښتنه يا حساب
دا دي وخت دئ، چي ځان و سپاري هارونه!
گوندي ته هم له دې څاڅکي سې درياب
محمدهارون خپل شعشعي