کور / شعر / شرر ساپی ته!

شرر ساپی ته!

څو ورځې مخکې خبره شوم چې شرر ساپی په اورسوځیدلی.دشرر ساپی له شاعري او لیکوالي سره بلده نه یم.خو دهغه یو شعر چې سندرغاړی زمزمه کړی مااوریدلی دی.یوازې نوم یی راته آشنا دی.

فکر می نه کاوه چې هغه دې دومره سوځیدلی وي خو چې کله پوهه شوم روغتیایی حالت یی ښه نده نو ډیر تاثیر یی راباندې وکړ.دعا می وکړه او په همدی ترڅ کی می دا نظم ولیکلو.

شرره!اورم چې په اور سوی یی

شرره!اورم فریادونه کاندې

دپیښور په روغتونو شرره!

په پرهرونو مرهمونه کاندې

دنورو ټولو افغانانو غوندې

ستا دی وړې ورېرې هم

دی خپل لاسونه په دعا نیولی

دابراهیم (ع)غوندې داسرې سکروټې

درته دګل دسرو غونچوغوندې شه

شرره!تل شرر ،شرر پاتې شی

ژوند دی دشرنګ او دپاولو غوندې شه

ځوانیمرګ مه شی غنمرنګ شرره!

دچنارونو په شان دنګ شرره!

واړه ماشوم ته دی دادا ،دادا شی

وړکې خور ته دی لالا،لالا شی

بیرته دخوند دشېبې غېږ ته ورشی

دمهربانې ادې غېږ ته ورشی

دخپلې مینې انتظار ووژنه

دمرګی ستوری په مدار ووژنه

ورېرې دی لاس دی په دعا نیولی

ته یی دعاوو ته آمین ووایه

چې دستا سوی اوجود

دګلابونو په شان وغوړیږی

پاړجنې شونډې دی بیا وخندیږی

1390/08/30

شفیقه خپلواک د میرمن کلتوري بهیر غړې