کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ:دطالبانو قومندان نيول سوی ۶ نور وژل سويدي

ميدان وردګ:دطالبانو قومندان نيول سوی ۶ نور وژل سويدي

دمیدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې دافغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې دطالب وسلوالو یو تن ځایي قوماندان نیول شوي او (۶) نور وسلوال مخالفین وژل شوي دي. دا خبره د ميدان وردګ مطبوعاتي دفتر رسنيو ته کړيده .

په دې اړه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دګډو ځواکونو دهمغږۍ مرکز دمعلوماتو له مخې دنوید په نوم دغه عملیات چې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پیل شوي د لیندۍ په ۴ نیټه دسیداباد ولسوالۍ د باغک او ډنډو کې په سیمه کې دغه عملیات پیل چې ترشپې پاي ته ورسیدل چې له امله یې دځايي طالبانو یو قوماندان سیدولي یې ژوندی نیول شوی او دنوموړي (۶) مسلح کسانو دتیښتې هڅه کړې چې د ایساف په هوايي برید کې دغه ټول ۶ تنه مسلح طالبان چې په موټر سایکلونو سپآره ول وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې ګډو ځواکونو ته کوم تلفات ندي اوښتي.
طالبانو ددولت دغه ادعا نده تائيد کړې .