کور / تازه خبرونه / خوست ته نوی امنيې قومندان ور وپيژندل سو

خوست ته نوی امنيې قومندان ور وپيژندل سو

دقوس دمياشتې په ٥نېټه دخوست دامنيه قوماندانۍ لپاره نوى ټاکل شوى قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى دپوليسو د٥٠٥ سپين غر زون دقوماندانۍ دتحقيقاتو درئيس اومرستيال مل پاسوال محمدابراهيم بري لخوا دخوست ولايتي ادارې مشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي ته وروپيژندل شو.

په هغه ليدنه کې چې دپوليسو د٥٠٥ سپين غرزون دتحقيقاتو رئيس اومعاون په ولايت مقام کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره درلوده ،دنوي ټاکل شوي قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى ترڅنګ په کې دپکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال الحاج زلمي اورياخيل ،دخوست دامنيه قوماندان دامنيت امر سمونوال محمديعقوب مندوزي ،دولايتي شورا په استازيتوب وکيل الحاج مرادخان منګل حضور درلود.

په پيل کې د٥٠٥ سپين غرزون دتحقيقاتو رئيس اومعاون مل پاسوال محمدابراهيم بري خبرې وکړې نوموړي دخوست ولايت لپاره دنوي ټاکل شوي قوماندان په اړه وويل چې مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى يو باتجربه په وطن مين نظامي افسر دى چې په ډيره ميړانه يې تل دخپل ولس خدمت کړى دى اوپه هرځاى کې يې وسپارل شوې دنده په بشپړه ايماندارۍ سرته رسولې ده نوموړي زياتوله چې ښاغلي باقي زوى تروړاندې دميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان اوله هغې وړاندې په خوست ولايت کې دامنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده دا چې نوموړى په خوست کې دشرايطو او امنيتي حالاتو څخه ژور درک اوکاري تجربه لري نوموړى به وکولى شي چې دښې همغږۍ په پايله کې دپخوا په پرتله دامنيت دټينګښت په ډګرکې ښې لاسته راوړنې ولري.

خوست والي په خپلو څرګندونو دخوست نوي امنيه قوماندان ته دښه راغلاست ترڅنګ وويل چې دا مهال په خوست کې امنيتي حالت ډاډمن اودپوليسو دچټکو اوبامسووليته فعاليتونوپه نتيجه کې ولسي همکاري له امنيتي ځواکونو اونظام سره زياته شوې ده دنوموړي په خبره چې په دغه ولايت کې دامنيتي حالت دټينګښت ،ولسي همکارۍ دترلاسه کولو اوعامه نظم دساتنې په برخه کې دخوست پخوانيو امنيه قوماندانانو اوپه ځانګړې توګه مل پاسوال سردارمحمدځاځي په ډيره اتلولۍ ،شجاعت او وطن سره خدمت کړى دى چې خوست مېشتي ولسونه ددوى دکړنو بشپړه قدراني کوي.

ښاغلي نعيمي وويل چې په ادارو کې ادلون اوبدلون دنظام له تګ لارو شميرل کيږي ،نوپه دې خاطريې دخوست دنوي امنيه قوماندان باقي زوى څخه مننه وکړه چې په ميدان وردګو ولايت کې يې دخپلو ولسونو خدمت کړى اوس دنظام دتګ لارو په اساس دخوست ولايت دپوليسو دقوماندان په حيث ټاکل شوى ،نودخوست مېشتو ولسونو هيله داده چې په دغه ولايت کې امنيتي حالت نورهم ډاډمن او دعامه نظم ساتنه وشي ،دمافيايي کړيو ،ورانکاره فعاليتونو ،غلو ،اختطاف کوونکو اونورو قانون ماتونکو ډلو مخه ونيول شي .

خوست والي ددغه ولايت نوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى ته لارښوونه وکړه چې دنظام دتګ لارو اوکړنلارو په چوکاټ کې خپله ورسپارل شوې دنده په ميړانه اومسووليت سره سرته ورسوي اوپه هيڅ صورت کې دقانون ماتوونکو ډلو ،مافيايي کړيو او دشخصي ناروا ګټوپالونکو کسانو ترتاثيرلاندې رانشي ځکه يادې ټولې په دغه ولايت دډاډمن امنيت ،ولسي نيکمرغۍ اودپرمختګ زغم نه لري.

له هغې وروسته مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى او ورسره راغلى لوړ رتبه پلاوى امنيه قوماندانۍ ته تشريف يو وړ چې دامنيه قوماندانۍ دزړورو پوليسو لخوا نوموړي ته داحترام په موخه دتشريفاتو قطعه وړاندې شوه .

ورپسې دخوست ولايت مقام مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان ،د٥٠٥سپين غرزون دتحقيقاتو درئيس مل پاسوال محمدابراهيم بري له لوري نوى ټاکل شوى قوماندان دامنيه قوماندانۍ پوليسو ته ور ورپيژندل شو.

دوى په خپلو خبروکې دهغه لاسته راوړنو او تجربو يادونه وکړه چې ښاغلي باقي زوى ولس ته دخدمت په ډګراو دامنيت په ټينګښت کې ترلاسه کړې وې.

ښاغلي باقي زوى دامنيه قوماندانۍ پوليسوته په خپلو خبروکې وويل چې جدي تلاش به وکړي ترڅو په دغه ولايت کې دمنظمو تګ لارو اوپلانونوپه اساس دولسونود سراومال څخه ساتنه وکړي اودټولو ادارو سره دښې همغږۍ په فضاء کې خپله دنده ترسره کړي.

دامنيه قوماندانۍ دپوليسو اومنسوبينو لخوا نوموړي ته ډاډ ورکړل شو چې په هروخت کې به دخپلې دندې په چوکاټ کې دنوموړي سره بشپړه همکاري کوي اوټولنې ته به دخدمت مصدرګرځي.