کور / تازه خبرونه / په کوټه کي ازمایشي کانکور واخستل شو

په کوټه کي ازمایشي کانکور واخستل شو

دکندهار پوهنتون د دوو تنو محصلینو، هریو بشیراحمد ریان او استادبازمحمد له لوري دکوټي دافغاني لیسو له زده کوونکو څخه دکانکور ازمایشی امتحان واخستل شو.

کوټه کي په زیات شمیر افغان مهاجرو پوري اړوندي لیسې شته چي پکي په سلګونو مهاجر زده کوونکي زده کړه کوي، دا زده کوونکي چي تر دې دمه دافغان دولت له زیاتي پاملرني بې برخي دي، په میاشتنی فیس ښوونځۍ وايی، له نوي نصاب څخه بي برخي او دکانکور په اړه يې معلومات په نشت حساب دي. ددې ليسو زده کوونکي دتېرو څو کالو راهیسي دکانکور په ازموینه کي د ښه استعداد او ښې زده کړي باوجود ډيري کمزوري پايلي لري، چی ار لامل یې په نابلده محیط کي امتحان ورکول، دامتحان له ‌طریقو څخه نابلدي او ورسره دمسؤولینو ناسم چلند دی.

په مرکزي کوټه کي دا ازمایشي کانکور، د کانکور دورکړي له طریقي سره دمحصلینو دبلدولو لپاره لومړنۍ تجربه وه.

امتحان دکوټي په یوې مشهوري لیسې (امین عالي لیسه) کي پرون د جمعې په ورځ د نوامبر پر ۲۳ دسهار په ۹:۰۰ بجو پیل شو.

دپیل نیم ساعت کي دبیلا – بیلو لیسو مدیرانو او دکانکور اخستوونکو دازمایشي کانکور دارزښت او هدف په اړه خبري وکړې، ورپسې په پښتو او دری ژبه دکانکور دحل او انتخاب په اړه لارښووني وشوې.