کور / سياسي / د ورکو شوو روسي سرتېرو په لټه کې

د ورکو شوو روسي سرتېرو په لټه کې

لیکوال: وحید مژده
ژباړن: عابد علمي


روسي چارواکو د افغانستان له خلکو غوښتي چې د هغو څه باندې ۲۰۰ روسي سرتېرو د سرنوشت په اړه معلومات ورکړي چې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې لادرکه شوي دي. دا سرتېري په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په لس کلنه جګړه کې ورک شوي، روسي چارواکي په دې تمه کې دي چې ممکن ځینې یې لا تراوسه هم ژوندي وي.



کوم کسان چې پدې جګړه کې وژل شوي او روسانو و نه شو کړای چې مړي یې له ځان سره یوسي؛ نور ددې امکان نشته چې دوی ته به یې جسدونه په لاس ورشي، خو د دوي له دغې غوښتنې معلومېږي چې د هغو سرتېرو په لټه کې دي کوم چې ښایي اوس هم ژوندي وي، روسان امید لري چې دغه سرتېري به په افغانستان او یا هم پاکستان کې ژوندي ومومي.


ددې ماجرا مهم ټکی دا دي چې پر افغانستان د شورويانو د یرغل په دوران کې د دغه هېواد نظامي چارواکي خپلو سرتېرو ته په یوه سویه قایل نه وو، د بېلګې په ډول د دریو سرتېرو په بدل کې چې په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي د یو قوماندان ډاکتر اسماعیل په لاس اسیر شول؛ روسان حاضر شول څو زیات شمېر زنداني مجاهدین خوشې کړي، حتي یوه اندازه وسلې یې هم مجاهدینو ته په بدل کې ورکړي، ویل کېدل چې په دغو دریو سرتېرو کې یو د شوروي د کمونست ګوند د مهم غړي زوی ؤ، خو د ځینو نورو په تبادله کې به یې له دومره سخاوته کار نه اخیست.


ددغې جنګ په جریان کې د سرو لښکرو ځینې سرتېري مجاهدینو ته تسلیم شول، او یو شمېر یې د مجاهدینو په لاس اسیر او د اسلام په مبارک دین مشرف شول، حتي د ځینو راپورنو په اساس له سره پوځ په وړاندې په جهاد کې شهیدان هم شول.


د روسي چارواکو په دغه غوښتنه کې چې د ورکو شوو روسي سرتېرو په اړه يې له افغانانو کړې؛ معلومه نه ده چې دا سرتېري د اوسنۍ روسیې دي، که د پخواني شوروي اتحاد تر ولکې لاندې ټولو سیمو؟ هغه چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستې وه. په هغه وخت کې اوکرایني سرتېرو د جګړې کمه تلوسه درلوده، له دوی څخه په سمت شمال کې څلور کسه مجاهدینو ته تسلیم هم شول، چې وروسته بیا مسلمان شول. مجاهدینو پر دوی د نېک محمد، تاج محمد او نور محمد نومونه کېښودل. هغوی دلته ودونه وکړل چې همدا اوس هم ممکن د هېواد په شمال کې وي، دوی د ځایي خلکو ژبه په اسانۍ سره زده کړه، او کله چې تنظیمي جګړې پیل شوې دوی خپل اصلي هویت پټاوه.


له سرو لښکرو نه یو قزاقستاني سرتېری هم له مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د افغانستان په شمال کې یې ژوند کاوه، ده هم واده وکړ، وروسته له طالبانو سره یو ځای شو، او د راپورونو په اساس څو کاله وړاندې د افغانستان د دولت لخوا ونیول شو.


له سرو لښکرو نه به چې کوم سرتېری له مجاهدینو سره یو ځای کېده، د مجاهدینو د اعتماد وړ به ګرځېد او یو ځای به ورسره اوسېده. نصرت الله چې په بغلان کې د حزب اسلامي له جبهې سره چې مشري یې د شهید انجنیر سلیم پر غاړه وه یو ځای شو یو له هغو و. هغه به په جګړه کې تل د جبهې له مشر سره و، یو ځلې چې انجنیر سلیم ټپي شو؛ همدغې روسي سرتېري په خپلو اوږو تر جبهې ورساوه.


د مجاهدینو یوه قوماندان کیسه کوله چې په بغلان کې د ژمي په سخته سړه هوا کې له یوې ډلې مجاهدینو سره له ډېر پلې مزل وروسته د انجنیر سلیم مرکز ته چې په لرخواب کې و ورسېدو. د بخارۍ له دودکشه دود پورته کېده، معلومېده چې بخارۍ لګېدلې ده. د مېلمستون مخې ته یو تسلیم شوی روسي سرتېری چې پاسنی نیم بدن یې لوڅ و، تبر یې په لاس کې او په لرګیو ماتولو اخته و، موږ ته یې د سر په ښورولو ښه راغلاست ووایه.


کوټې ته ننوتلو څوک په کې نه وو، د بخارۍ په ابدان کې اوبه جوش وې، د چای کړلو وسایل هم موجود وو، چای مو وکړ، ډېر خوندور و، له ملګرو نه یوه وویل «ددې سیمې خلک له یوې چینې نه اوبه راوړي چې اوبه یې ډېرې خوندورې دي» البته زمونږ ستړیا هم ددې سبب شوه چې چای ښه مزه وکړي.


کله مو چې چای وڅښه، روسی سرتېری کوټې ته راننوت، په لاس کې یې یو وړوکی لرګی و، د بخارۍ په ابدان کې یې ور دننه کړ او له جوش ابو یې خپل کمیس راووېست!!!


دا سرتېری هماغه نصرت الله و چې د مجاهدینو په لاس له اسیرېدو وروسته یې د یو مجاهد په توګه د روسانو په وړاندې په جهاد کې برخه واخیسته. ده به د قران عظیم الشان آیتونه په روسي تورو لیکل او بیا به یې حفظ کول. دده په وینا پخوانی نوم مې ایګور و.


ترهغه وخته چې انجنیر سلیم ژوندی و دده وضعیت ښه و، تل به یو ځای ورسره ګرځېده. په زړه پورې خو دا وه چې دغه سرتېري په شنو سترګو او روښانه طلایي رنګه وېښتانو کې له انجنیر سلیم سره ډېر ورته والی درلود. کله چې انجنیر سلیم شهد شو، نصرت الله له اقتصادي ستونزو سره مخ شو، تر دې چې د حزب یوې بلې جبهې ته یې پناه یوړه.


د افغانستان په شمال کې حزب اسلامي پیاوړې جبهې لرلې چې له قوماندانانو سره به یې اسیر شوي روسي سرتېري هم وو. نصرت الله هم د شمالي سالنګ په خنجان کې د صوفي پاینده محمد جبهې ته ولاړ، په دې جبهه کې دوه نور روسي سرتېري هم اوسېدل، دوی هم مسلمان شوي وو او مجاهدینو پرې د هدایت الله او رحمت الله نومونه اېښي وو.


نصرت الله له دغو دوو نورو اسیرو روسي سرتېرو سره چې ازاد شوي وو یو ځای شو، او صوفي پاینده محمد له نصرت الله سره هم د دوو نورو روسي سرتېرو په شان ښه رویه کوله. د نجیب د رژیم له سقوط نه وروسته صوفي له نصرت الله سره مالي مرسته وکړه څو واده وکړي، چې د نصرت الله لوی مصیبت هم له همدې ځایه پيل شو.


په همدې وخت کې نصرت الله دا فرصت وموند چې خپل وطن «اوکراین» ته سفر وکړي، په دې سفر کې خبر شو چې پلار یې مړ شوی دی او مور یې له بل چا سره واده کړی، دې ستونزو هم د نصرت الله په روحیه بد اغېز وکړ، بېرته افغانستان ته راستون شو، داخلي جنګونه ددې سبب شول چې صوفي پاینده محمد له سیمې بېځایه شي او دغه دری روسي سرتېري له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، خو شمال ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ددغو روسي سرتېرو حالت د پخوا په پرتله ښه شو.


طالبانو د دغو دریو روسي سرتېرو د ورځنیو مصارفو لپاره د پلخمري د جامع جومات ترڅنګ هر یوه ته دوه دوه دوکانونه ورکړل ترڅو کرایې یې دوی واخلي، د اوسېدو لپاره یې د شفا چینې ته مخامخ ځمکه ورکړه او د کور جوړولو مرسته یې ورسره وکړه.


خو دا دوره د لږ وخت لپاره وه، د طالبانو اسلامي امارت سقوط وکړ، اندرابیان په پلخمري واکمن شول، د دغو دریو روسي سرتېرو کورونه یې غصب کړل، دوی نه پوهېدل چېرې ولاړ شي، هغه دوکانونه چې د دوی د ورځني عايداتو سرچینه وه، د جومات د برنډې په پراخولو کې له منځه ولاړل، د عايداتو دا یواځینۍ منبع یې هم له لاسه ووته.


نصرت الله له یوه پلوه له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شو، له بلې خوا یې مېرمن له ده سره بده رویه پیل کړه. نصرت الله ته په کم وخت کې معلومه شوه چې مېرمن یې له یو بل چا سره نا مشروع اړیکې لري. د هرې ورځې کورنیو شخړو او ناخوالو دی تر سخت فشار لاندې راووست، تر دې چې په مخدره توکو اخته شو، په چرس څکولو کې به یې افرط کاوه، په ورو ورو یې روغتيايې وضعيت د خرابۍ په لور روان و او بالاخره د وینې لوړ فشار یې ددې سبب شو چې فلج شي.


ښځې یې د هغه کس په مرسته چې نا مشروع اړیکې یې ورسره لرلې نصرت الله مسموم کړ، دا قضیه د بغلان ولایت د څارنوالۍ لخوا تر بحث لاندې ونیول شوه، خو څرنګه چې د مقتول د کورنۍ څوک نه وو چې دا قضیه په دقیق ډول پرمخ بوځي، و نه څېړل شوه.


د افغانستان د جهاد پټ اړخونه ډېرې ناویلې خبرې لري، چې د هغو جملې نه د دغو دریو کسانو ژوند کولی شي د افغانستان د جهاد په اړه د یو فلم لپاره زړه راښکونکې سناریو جوړه کړي.


د ژباړن تبصره: د روسانو دا غوښتنه راته عجیبه ښکاره شوه، چې ایا پر افغنستان باندې د دوي وحشي یرغل، ظلمونه، یو نیم میلیون بې ګنا افغانان شهیدانول، تردې دری یا څلور برابره زخمیان، معیوبین، کونډې، یتیمان، پر کلیو، کورونو او جوماتونو بمبارۍ، په بلدوزرنو د زرګونو بې ګنا افغانانو ژوندي تر خاورو لاندې کول او تري تم کول، د افغانستان پر مسلمان ولس کې د پوچې کمونستي مفکورې خورول، او دې کثیفې مفکورې ته د زور او زرو په پواسطه د افغان مسلمان ولس زامنو رابلل، او پر افغان ولس کې خپل بړېڅي پیدا کول، ددې منحوسې جګړې تر ننه پورې اوږدېدل، دا او په دې کچه نورې بدبختۍ د دېموکراسۍ د مردود قانون په تله کې هېڅ وزن نه لري؟!! او لا هم ددې غیرتمنې خاورې له ابر قدرت ماتوونکي مظلوم ولس نه د خپلو ورکو شویو سرتېرو غوښتنه کوي؟!! په داسې حال کې چې په دغه جګړه کې افغان ولس پر پورتینو تباهیو سربېره په زرګونو کورنۍ لا هم د خپلو تري تم شوو خپلوانو شپه او ورځ لارې څاري!!!


یوه ملګري مې ویل، زمونږ دوستان دي د هغوی د کور يو غړی هم د تېر جهاد پر وخت ژوندی تري تم شوی، اوس چې نږدې ۳۰ کاله پرې تېرېږي، خو بيا هم هغوی ورته سترګې په لار دي، زه يې دا يوه خبره د ليکلو لپاره کافي ګڼم کومه چي د ورک شوي کس د مېرمنې د خولې خبره ده «اوس هم کله چې د شپې ناوخته دروازه وټکېږي، زه راپاڅم او په زړه کې مې خدای ته تمه وي چې ګوندې همغه راغلی وي!!!»