کرني وزارت:په كندهار کي په لكونو جريبه مځكه غصب سوې

عطاالله محمدي | نوومبر 25th, 2012


د كرهڼي او مالداري وزير محمد اصف رحيمي وايي چي دا مهال يي په کندهار کي د کرني وزارت شاخوا درې لکه جريبه مځکه د غاصبينو له لوري غصب سوې .
نوموړي د مځکو په غصب کي بيلا بيل اشخاص پړ وبلل ولي په ښکاره يي د چا نوم او موقف په ډاګه نه کړ،
هغه هيله وښوده چي اړوند لوړ پوري چارواكي به ددي كار مخنيو كوي .
د ښاغلي رحيمي په خبره چي د ولسمشر د ٤٥ ګڼه فرمان له مخي دا مهال يو کمېسون جوړ سوى چي د مځکو د تثبيت وروسته به يي په اړه لازم اجراات کيږي ،
د كرني وزير محمد اصف رحيمي د کندهاريانو د هغو اندېښنو په جواب کي چي ګني وزارتونه د کندهار سره د مور او ميرې چلند کوي وويل چي وزارت يي تر ټولو ولايتونو ډير کار په کندهار کي کړي او په راتلوونكي كي به هم ورته پاملرنه زياته كړي .
د كرني او مالداري وزير پرداسي مهال په كندهار كي په زرګونو جريبه ځمكو د غصب خبر وركوي چي تر دي مخكي په څو څو ځله محلي چارواكو د غصب سوو ځمكو د خلاصون ژمني كړي خو تر اوسه يي عملي ګام ندي پورته كړي .
د كندهار مخكني ښاروال غلام حيدر حميدي چي د غاصبينو په وړاندي جدي وو هغه وخت ووژل سوو كله چي يي ځمكي د غاصبينو څخه خلاصولي .

Copyright Larawbar 2007-2024