کور / هراړخیز / ماينونه ، سوداګري او قربانيان يې

ماينونه ، سوداګري او قربانيان يې

په  وسلو کښې تر ټولو له خطره ډکه وسله په  مځکه کښې ښخ  ما ینونه دي.
 چې په هره میاشت کښې د دوه زره بېگناه خلگو ښځو اوماشومانو د مرگ سبب گر ځي.اوس هم په نړۍ کښې تر لس کروړه زیات ماینونه په مځکه کښې پټ پراته دي.چې د انساني ښکار په طمع دي.په دې کښې درې کروړه ماینونه د خپل گران هیواد افغانستان په دښتو،غرونو،ډاگونو کښې پټ دننه پراته دي.فکر وکړئ د افغانستان د مځکي پر سر د خلگو تر شمېر زیات ماینونه د مځکي په تل کښې پراته دي.


لس کروړه ماینونه اوس هم د نړۍ د وسلو د سوداگرو په لاسوکښې دي او د خرڅولو نارې یې وهي.
یو کروړ ماینونه هر کال نوي جوړېږي.له ۱۹۷۵بیا تر دا اوسه پوري ماینونو لس لکه انسانان له منځه وړي یا د ټول عمر دپاره یې شل کړي دي.په دې کښې درې لکه ما شومان دي.
د یوه ماین د را نیولو بیه له شلو تر درو سوو ډالره پوري وي.څو بیا د یوه ماین خرابولو یا له مځکي درا کښلو بېه له دوو زرو بیا تر درو زرو ډالرو پوري اخیستل کېږي .


کوم ماینونه چې په مځکه کښې په یوه ساعت کښې  ښخېږي.بېرته د هغو ماینونو راکښل سل ساعته وخت غواړي.
غریب او بېوسه هېوادونه که وغواړي.چې خپلي مځکي له ما ینونو څخه پاکي کړي.نو و هغو ته به د ۳۳ اربو ډالرو را وړلو ارزښت وي.چې دا د هغو د وس خبره نه ده.
په نړۍ کښې د ماینونو د پاکي کار هم کېږي.خو چې څومره ماینونه له مځکي و زي.خو سم دستي تر هغو لس واري زیات نور ماینو نه ښخېږي.
یوه بله اندازه وایي چې په نړۍ کښې دهر  پنځو ستو نفرو پر سر یو ماین په مځکه کښې ښخ وي.په دې پنځه سوو نفرو کښې اووه لس ماشومان وي.
 ده اویا   هیوادونو مځکي له ماینو نو ډکي دي.
په هر شل د قیقو کښې یو ماین په نړۍ کښي چا ودي.
لکه څنگه چې اوس د ماینو د پاکولو کار سوکه روان دئ که د غسي سوکه سوکه بیا پر مخ هم  روان وي نو په ټوله نړۍ کي به د ماينونو پاکېدل ۱۱۰۰ کاله وخت ونيسي.


په نړي کښې د لومړۍ او دویمي نړيوالي نښتي ماینونه اوس هم پراته دي.چې تر ټولو زیات په مصر کښې دي.اوپه مصرکښې د نړۍ تر ټولو زیات شمېر ما ینونه ښخ دي.
په انگولا،کمبوډیا،سومالیا،ایتوپیا،سوډان او افغا نستان کښې هر کال په زرگونو بېگناه خلگ او ما شومان د ماینونو له کبله مري.
یا بیا د ټول عمر د پاره شل سي .