هلمند : يوشمېر اداري مسئولين نوي سوي

عطاالله محمدي | نوومبر 27th, 2012


په هلمند كې د چارود لاښه ترسره كيدوپه موخه د ځينوادارومسؤلين نوي ټاكل شوي دي
داچې په تيروڅوكلونوكې په هلمند كې په بيلابيلوبرخوكې پرمختگونه رامنځ ته شوي اودا پرمختگونه د اړوندودولتي ادارود مسؤلينود هڅوپايله ده چې په دې وروستيوكې د لاپرمختگونود رامنځ ته كولولپاره د ځينوادارولپاره نوي مسؤلين ټاكل شوي چې مسعود بختورد ولايت مقام د مرستيال په توگه د سه شنبې په ورځ پخپله دنده پيل وكړهمدا رازپه نوموړې ورځ د هلمند راديوتلويزيون نوى آمرحيات الله داوري ددې ادارې مسؤلينوته وروپيژندل شواوهمدا رنگه په دې وروستيوكې د گرشك ولسوالى پخوانى ولسوال محمدسليم رودي د باغران د ولسوال اوغيرت وزيري د گرشك د ولسوال په توگه ټاكل شوي اوخپلې دندې يې پيل كړې دي.
په دولتي اداروكې ادلون بدلون په دې مانا دى چې روان پرمختگونه اولاس ته راوړنې نورې هم پياوړې شي اوشته شتونزوته د پاى ټكى كيښودل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024