کندهار : د کوکنارو د کښت په اړه خبري وسوې

عطاالله محمدي | نوومبر 28th, 2012


کندهار افغانستان- په کندهار کي د ولايتي بيارغوني ټيم PRT له ملکي او نظامي مشرانو سره په دې ولايت کي دکوکنارو د کښت د له منځه وړلو او له دې کښت څخه د بزګرانو د مخنيوي پر هڅو باندي خبري وسوې.
دغه ليدنه چي نن ماپښين د کندهار والي د کار په دفتر کي وسوه، پکښي له بهرنيو مرستندويه ملکي ادارو او نظامي مسؤلينو هم په کلکه وغوښتل سوه چي له خپله اړخه پر وخت او زمان باندي استازي معرفي کړي او په دې برخه کي پوره امادګي ولري.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي د کوکنارو پر ضد کمپاين کي د عامه پوهاوي برخه دي نوره هم پياوړې سي او په ده دغه برخه کي دي له عالمانو څخه استفاده وسي او هغوى دي په تمامه معنى اکمال سي.
هغه زياته کړه چي د محلي ادارې په پرله پسې هڅو او کوښښونو سره اوس له نېکه مرغه چي د خلکو د عامه پوهاوي سطحه لوړه تللې او د خلکو فکرونو ته د حقايقو د رسېدني په هدف زيات کارونه سرته رسېدلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024