زابل: پر كډوالو د مرستو لړي پيل سوه

عطاالله محمدي | نوومبر 27th, 2012


په مرکز کلات کي پر سلګونو اړو او بې ځايه سويو کورنيو باندي دګډوالو او راستنيدنکو چارو رياست له لوري د خوراکي او ژمني توکو دويشلو لړۍ پيل سوه .
ددې ولايت مرستيال والي محمد جان رسوليار ددې مرستو دويشلو پرمهال وويل چې دغه خوراکي او ژمني توکي ددو مرستنديو موسيسو (WFP) او (UNHCR) موسيسو له لوري د مهاجرينو رياست ته په واک کي ورکړل سوي وه چې ددوى له لوري پر (۸۴۰) هغو اړو اوبې ځايه سويو کورنيو باندي يي د ويشلو پروسه پيل سوه چې د بيلابيلو ولسواليو څخه مرکز کلات ته را کډه سوي دي .
رسوليار زياتوي چې په دغو توکو کي ۳ بوجي غنم ،۲ بوشکي غوړي، ترپالونه کمپلي ،دال نخود او مالګه شامله ده چې هري کورنۍ ته ورکړل سول .
ديادوني وړده چې په مرکز کلات کي په داسي حال کي پردغو اړو او بې ځايه سويو کورنيو باندي دخوراکي او ژمني توکو دويشلو لړۍ پيليږي چې دامهال سلګونه کورنۍ دولسواليو څخه مرکز کلات ته را کډه سوي چې دګڼو ستونزو سره مخ دي.

Copyright Larawbar 2007-2024