کور / راپور / خوست پوهنتون:علمي او څېړنيز سمينار

خوست پوهنتون:علمي او څېړنيز سمينار

دقوس دمياشتې په اوومه نېټه په شيخ زايدپوهنتون کې هغه علمي اوڅيړنيز کنفرانس چې څو ورځې وړاندې چې داستادانو لخوا دبېلابېلو علمي موضوعاتودسيمينارونودوړاندې کولو په تړاو جوړ شوى وو نن يې په وياړدپوهنتون دعبدالصمدخان اڅکزي دغونډو په تالار کې مراسم نيول شوې و .په دې مراسمو کې دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمد رسول باوري ،دولايت مقام استازي بريالي روان ،دپکتيا پوهنتون رئيس پوهاندفراهي ،د شيخ زايد پوهنتون استادانو ،محصلينو اوخبريالانو ګډون کړى و.



مراسم دقاري صاحب وليدلخوا دپاک قران دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل شول ،ورپسې دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمدرسول باوري برخوالو ته دښه راغلاست ترڅنګ دترسره شوي علمي اوڅيړنيز کنفرانس په تړاو خبرې وکړې  اودغه ډول علمي کنفرانسونه يې دپوهنتون دمعياري پرمختګ اوپوهنيزې ودې په ډګرهغه اساسي اقدامات ياد کړل چې په راتلونکې کې به هم ادامه پيدا کړي ،باوري وويل چې  دمحصلينو دعلمي کنفرانس څخه وروسته دوهم علمي اوڅيړنيز کنفرانس دى چې دټولو پوهنځيو استادانو په کې دبېلابېلو موضوعاتوپه تړاو څيړنې ترسره اومقالو په بڼه يې وړاندې کړې ،ښاغلي باوري  دخوست ولايتي ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه چې همېشه ددوى هراړخيزه مادي اومعنوي ملاتړ کړى اوپه تيرکنفرانس کې يې دشيخ زايدپوهنتون بريالي محصلين په کمپيوټرونو سره ونازول نوموړي ډاډ ورکړ چې دپوهنتون اداره ،استادان اومامورين نورې هم خپلې هڅې زياتې کړي ترڅو ورته علمي کنفرانسونه په لاره واچوي .


وروستې دشيخ زيدپوهنتون استادپوهاند ګل سليم شرافت دترسره شوي کنفرانس په ارتباط معلومات وړاندې کړل ده وويل چې په دغه کنفرانس کې  دپوهنتون داستادانو لخوا دبېلابېلو علمي موضوعاتوپه ارتباط ګټورې علمي مقالې وړاندې شوې ،چې په پوهنتون کې يې بل علمي خوځښت پياوړى کړى ،نوموړي دپوهنتون دمشرتابه دهغه هڅو يادونه وکړه چې دپوهنتون دپرمختګ لپاره يې ترسره کوي .


دولايت مقام په استازيتوب بريالي روان خبرې وکړې په پيل کې نوموړي دخوست ولايتي ادارې دمشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي سلامونه ،نيکې هيلې اودترسره شوي کنفرانس مبارکي دمراسمو برخوالوته وړاندې کړه ،بريالي روان وويل چې دخوست پيژندنې دکتاب ترچاپ وروسته په دغه ولايت کې دخوست پيژندنې علمي اوڅيړنيز کنفرانس هغه نوښت دى چې له يوې خوا دځوان نسل دښې روزنې ،پوهنتون دعلمي ودې  اوپرمختګ سره اساسي مرسته کوي اودبلې خوا په دغه ډول نوښتونو سره په ټولنه کې دنورو پوهنيزو خدمتونو،ملت جوړونې ،هېواد جوړونې ،څيړنو او معنوي بنسټونو دپياوړتيا لپاره زمينه برابريږي .


بريالي روان زياتوله چې ولايتي اداره په بشپړه توګه اسلامي اوملي مسووليت سره په خوست کې دپوهنيزپرمختګ اوځوانانو دروزنې لپاره کارکوي  ،داستادانو ،ديني علماوو ،قومي مشرانو اونور علمي بنسټونوپه همکارۍ تلاش دادى چې په علم ،پوهه ،قلم اوعلمي نوښتونو سره په دغه ولايت کې داسې پرمختګونه اومثبت بدلونونه رامنځته کړي چې هم دولسونو لپاره نيکمرغي،هوساينه اوترقي راوړي اوهم دراتلونکو نسلونو لپاره دپرمختګ اونيکمرغۍ لاره هواره کړي.



بريالي روان په خپلو څرګندونو کې داهم وويل چې حکومت په جدي توګه کارکوي ترڅو په هېوادکې ټول علمي اوپوهنيز مرکزونه پياوړي کړي ځکه چې يواځې علمي مرکزونه ،دځوان نسل روزونه اودمانيزو بنسټونو تقويت هېواد له بدمرغيو اوناخوالو څخه ژغورلى شي.


روان په خپلو خبروکې دې ټکې ته هم اشاره وکړه چې ولايتي اداره په پوهنيزو مرکزونو اوبنسټونوکې دسياسي فعاليتونو ،فکري کړکيچونو اوتوپيرونو په کلکه مخالفه ده دپوهنتون له ادارې ،استادانو او کارمندانويې غوښتنه داده چې په هيڅ ډول داسې کړنوکې دخيل نه شي کوم چې دنظام دتګ لاور اوکړنلارو مخالف وي دپوهنتون ټول استادان مسووليت لري چې په ملي فکر،احساس ،وطن دوستۍ اوپاک نيت اوهوډ سره دخپلو ځوانانو دظرفيتونوپه لوړاوي کې کوشش وکړي.


ښاغلي روان دکنفرانس دغوره مقاله وړاندې کوونکو استادانو دستاينې په اړه وويل چې دولايتي ادارې دمشرتابه دځانګړې توجه په اساس به دخوست پيژندنې دعلمي اوڅيړنيز کنفرانس  دغوره مقالوټولګه چاپ کړي اودپوهنتون دادارې په غوښتنه به دفوتو کاپي ماشينونه هم ددوى په واک کې ورکړي .


دپکتياپوهنتون رئيس پوهاند فراهي هم خبرې وکړې ،ده وويل چې دوى  به هم په پکتياپوهنتون کې دا دول عملي کنفرانسونه جوړکړي ،نوموړي دشيخ زايدپوهنتون دادارې دغه نوښت وستايلو اودشيخ زايدپوهنتون له ادارې غوښتنه وکړه ترڅو دپکتياپوهنتون سره خپلې علمي اړيکې پراخه کړي.



دمراسموپه وروستۍ برخه کې هغه استادانو ته چې په ترسره شوي علمي اوڅيړنيزکنفرانس کې يې غوره مقالې وړاندې کړې وې دپوهنتون دادارې لخوا ورته ستاين ليکونه ډالۍ شول ،مراسم په هېواد کې دلازياتوپوهنيزوپرمختګونو لپاره په دعاسره پاى ته ورسيدل.