کور / هراړخیز / تر ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي عسکرو قانوني شتون

تر ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي عسکرو قانوني شتون

د امریکا اداره د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو
وروسته بیا هم په دغه هيواد کې د لسو زرو پوځيانو د پاتې کېدو هوډ لري.

امریکايي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي جیګپوړو چارواکو له قوله ویلي
چې دغه پلان په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د مشر جنرال جان
الن په سپارښتنو او غوښتنو سره عمل کيدونکی دي، چې وايي لږترلږه شپږ تر پنځلسو
زرو پورې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

سرچینې ویلي چې دغه ځواکونه به په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، له
ترهګرۍ سره د مبارزې او په دغه هېواد کې د امنیت د خوندیتوب دندې په غاړه
ولري.

اوسمهال په افغانستان کې نژدې شپږ اویا زره امریکايي عسکر شته، چې سربیره په
دې اووه دیرش زره نور نړیوال ځواکونه هم موجود دي.

د روانې نومبر میاشتې په پنځلسمه نیټه واشنګټن او کابل د لاسلیکیدونکي افغان-
امریکا امنیتي تړون پر سر خبرې پیل کړې.

که څه هم امریکا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې دایمي اډې جوړول نه
غواړي، خو لاهم دغه اندېښنه له نژدې ټولو افغانانو او افغان حکومت سره شته، چې
د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو اصلي دنده به څه وي.

کابل له واشنګټن څخه غواړي، چې د تړون له مخې باید امریکا پر افغانستان کې د
هر راز تجاوز مخه ونیسي.

وال سټریټ ژورنال ویلي، چې کرزي له امریکا سره په افغانستان کې د امریکايي
عکسرو د پاتې کېدو خبره منلې ده، خو په دې شرط چې جرم کوونکي بهرني پوځيان په
افغاني محاکمو کې محاکمه شي، خو واشنګټن لا له وړاندې د کرزي دغه شرط رد کړی
و، او له بغداد سره یې هم پر دغه ډول شرطونو تقریباً خپل اړیکي څه ناڅه خړ پړ
کړل.

امریکا په عراق او افغانستان کې د هر ډول مجرمو پوځيانو محاکمه په ظاهري توګه
په امریکا کې ترسره کړه، خو له حقیقت څخه هېڅوک هم خبر نه دي، چې شاهد مجرم
کسان به اوس هم سرې سترګې ګرځي.

*اهداف*

له هغه راهیسې چې امریکا له افغانستان څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې له دغه هېواد څخه
د خپلو پوځيانو د ایستلو اعلان وکړ، امریکا له دې اعلان څخه څو هدفونه لري:

*لومړی*: امریکا په دې ژمنې له نړیوالې ټولنې څخه چې په افغانستان کې بې له
کومې ټاکلې مودې شتون لري، ځان خلاص کړ او د وتلو نېټه یې وټاکله.

*دویم*: امریکا په دې ژمنې طالبانو ته ډاډ ورکړ او د هغوی د روحیې او مورال د
لوړوالي په خاطر چې طالبان په دې پوه شي چې لږ وخت دی، اومریکا په تېښته ده او
خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي او له جګړې ستړي شي او طالبان په خپلو حملو کې
زیاتوالی او توندوالی راولي، تر څو طالبان دا ویاړ په خپل نوم کړي چې
ګنيامریکا له افغانستانه طالبانو په زوره د
ېته اړ کړه چې افغانستان ترک کړي او همداسې لوبه ګرمه روانه هم ده .

*دریم*: امریکا په افغانستان کې د خپلو تمځایونو د کار بشپړتیا ته تر ۲۰۱۴ کال
پورې وخت ورکولو ضرورت وو ځکه چې ډېرې سترې سترې اډې یې د هېواد په مختلفو
سیمو کې شروع کړي چې کیدای شي تر ۲۰۱۴ کال پوري ددې قابل شي چې دوی
ترېاستفاده وکړي.

*څلورم*: امریکا غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې یو داسې دولت رامنځ ته کړي چې
له امریکا
سره د اوږدې مودې د قانوني پاتي کېدو لاسلیک په ډېرو کمو او د نشت برابر
شرایطو لاسلیک کړي.‎‎‎‎‎

رابه شو خپلې موضوع ته، امریکا په دغه اعلان ټول افغانان او دولت په دواړو
پښو شل کړل او افغانانو ته یوځل بیا دا وېره ورپیدا کړه چې هېواد یې یو ځل بیا
د کورنۍ جګړې په دریاب ورګډېږي له دې سره په دولت کې د درغلیو او بډو اخیستلو
او داسې نورو غیر قانوني کړنو بازار ګرم شو، هر سړی په دې فکر شو چې ځان جوړ
کړه هېواد نه جوړیږي او دولت په ړنګېدو دی .
‎‎‎‎‎‎عام ولس له دې اعلان سره خپله پانګونه په افغانستان کې په راټولېدو کړه
او له نورو پانګونو څخه یې لاس واخیست او خپله سرمایه یې په نغدي ډول له هېواده
بهر کړه او هلته یې سرمایه ګوذاري وکړه او بعضې يې په نغدي ډول د نړۍ په
مختلفو هیوادونو کې په بانکونو کی جمع کړي ده.

له نن نه تقریباً څه کم یو کال مخکې افغان دولت په خپله اغلان وکړ چې هره ورځ
د کابل د هوایي ډګر څخه په نغدي ډول په بکسونو کې ( ۱۲) میلیونه ډالر له ځانه
سره دوبۍ یا متحده عرب امارت ته وړل کیږي . ‎

*وېره*

داسې وړاندوینې شته، چې ګني له راتلونکي ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۴ کال پورې به په
افغانستان کې وضعیت هومره خراب شي چې هرڅوک به له هېواده د وتلو هڅه وکړي، په
دغه وخت کې به امریکا په ډراماتیک ډول د پوځيانو او پوځي توکو د ایستلو په تکل
کې وي.

خو ګڼ افغانان لاهم په دې اندېښمن دي، چې ایا امریکا افغانستان ته د څه شي
لپاره راغله، که هدف یې د ترهګرۍ ختمول وو، ترهګري خو لاپسې ډېره شوه، همدا ده
چې اوس اکثره افغانان په هېواد کې د ناټو او امریکایانو د پاتې کېدو پلوي کوي،
همدا به وي، چې امریکایان به پاتې کېدو ته پلمه پیدا کړي، چې دا دی افغانان
زموږ وتل نه غواړي.

په دې سره به امریکا د قانوني پاتې کېدو پلمه ومومي، او هرڅومره چې امریکا
وغواړي، هومره کلونه به افغانستان کې پاتې شي، چې په دې تړاو به امنیتي تړون
هم لاسلیک کړي.

په افغانستان کې له امریکايي شتون سره چې څومره امنیت خرابېرږي، هومره به د
امریکا غیرمستقیم لاس پکې وي، همدا سبب دی چې اوس هم د امنیت په خرابېدو کې
لاس لري.

اټکل دا دی چې امریکا به د وسله والو طالبانو په شمول د وسله والو د حمایت ډلې
او روزونکي له منځه یوسي او تر ۲۰۱۵ او ۱۶ کلونو پورې به هدفي وژنې پیل کړي،
چې تر ډېره به د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اېس آی) لاس وي.

د پاکستان استخباراتي شبکه به هم د خیر په غونډۍ کښېنني، بلکې د آی اېس آی هغه
افغان اجنټان چې د افغانستان په ناامنه کولو کې د پروژې مخته بیوونکو وو،
نړیوالو ته به ظاهراً داسې وښيي چې ګني د طالبانو ټولې ځالې یې ویجاړې او ټول
مشران یې ووژل.

لنډا دا چې له ۲۰۱۶ کال به په پوره معنا وو سره د سولې کال وي یعنې امریکا به
په افغانستان کې قانوني شتون ولري.