طالبان دسولې خبرو ته لیوال دي
59
د افغانی رسنیواوتلوزیون په رپوټونوکي راغلې ،چي طالبان دسولي دخبرو وپیل ته چمتودي اودافغانستان اوسنې ستونزي دمخاخوخبرواوځانګړوناستوپه درشل کي دیوی سیاسي حل لارې دپیداکیدوپه لټه کي دي. دغه مطلب دقطر هیواد په پلازمینه دوحه کي دافغانستان دسولې په اړه دجوړ شوي سيمينار ځيني ګډونوالوپه ډاګه کړيدی.دطالبانواستازي وایی :چي دوي اوس هم په قطر کي میشت دي اوله امريکا سره دسولې دخبرو پيلېدوته لېوال دي.ددغه سيميناريوه ګډونوال اودسياسي چاروڅېړونکي وحيد مژده په یوه تلویزیونې مرکه کي وویل، چي ده دطالبانو له استازوسره کتلي دی ،اوهغوى په دې نظر وو، چې دافغانستان دشخړۍ اوکړکېچ غټه ستونځه بايد ژر تر ژره دخبرواترواودسياسي حل لاري چاري ترڅیړني اوغورلاندی ونیول شي. مژده وایي، پاکستان هڅه کوي چې دقطر خبرې له سره پيل نه شي او په دغه کارکې دافغانستان دولت هم ورسره همغاړی دى. ولي مژده وايي، څو ورځې مخکې دقطر په مرکز دوحه کې د يوه څېړنيز مرکز له خوادافغانستان دسولې د پروسې په اړه يو ورځنې سيمنار جوړ شوى وو.
په دغه سيمنارکې دطالبانوپخواني چارواکي ملاعبدالسلام ضعيف اومولوي وکيل احمد متوکل اوځينو لوېديځي ليکوالواوڅېړونکوهم ګډون کړى وو.هغه وایی چي ،په قطرکې اوس هم دطيب اغا، شېرمحمد عباس ستانکزي اوسهيل شاهين په ګډون دطالبانو استازي موجوددي.
د یادولووړده چي تېرميلادي کال طالبانوومنله چې په قطرکې له امريکايي چارواکوسره خبرو ته حاضر دي، خو په دغه هېوادکې يې د طالبانوددفتر پرانيستل اوله ګوانتاناموزندان څخه يې دزندانيانوخوشې کېدل له مهمو شرطونوڅخه و.
وروسته طالبانواعلان وکړ، چې امريکا دشرايطودپوره کېدو لپاره اقدامات نه کوي،نو ځکه يې دغه خبرې وځنډولې .یو شمېر افغان کتوونکي وايي، اوس چې بارک اوبا د دويم ځل لپاره د امريکا د جمهور رييس په توګه ټاکل شوى، نو ممکن په افغانستان کې دجګړې دختمولو لپاره امريکايي چارواکي هم په قطرکې له طالبانو سره خبرې بېرته پيل کړي.بل لوری طالبان غواړي چي دافغان حکومت پرځای دامریکا سره دسولی دپیل کیدوداړیکوهڅی ګړندی کړي ،داځکه چي طالبان دافغانستان اوسنې حکومت یوقانونې حکومت نه بولي نوځکه دهغوي سره دخبرو میز ته چمتوالي نه ښیي او د ریښتني سولي دواک چاری د افغاني حکومت په لاس کي نه بولي.