کور / هراړخیز / ملي اړتيا – افغانۍ په ګاونډيو هيوادونو کي رواج کړئ

ملي اړتيا – افغانۍ په ګاونډيو هيوادونو کي رواج کړئ

راځئ وروڼو چې ( افغانۍ ) هم لکه کلدارې په لره پښتونخوا ، کويټه ، چمن او ان په کراچۍ او پينډۍ کې د يوه ملي احساس له مخې رواج او وکاروو، لکه دوی چې کلدارې په ننګرهار، کونړ، لغمان ، پکتيا،لوی کندهار او زموږ په نورو ولاياتو کې رايج کړي دي٠
څومره به ښه وي چې د لرو او برو افغانانو په جېبونو کې خپله وياړلې او درنه افغانۍ وي ٠
څومره به خوند کوي چې په لاهور کې په افغانۍ سودا راونيسو٠
څومره به ښه وي چې د خپلې لرې پښتونخوا خپل ټول سکني افغان وروڼه دې ته وهڅوو چې د خپلو سياسي او نتظيمي جنډو تر څنګ د ګران افغانستان وياړلی بيرغ هم هسک او رپاند کړي ٠
څومره ښکلی به ښکاري چې د کابل د بالاحصار بيرغ د پېښور په بالاحصار او د کويټې د ښار په هره کوڅه کې هسک شي٠
هو دا زموږ هغه ارمانونه دي چې زموږ بې واکه او کاواکه حکومتونه او د دنياوالو قدرتونه يې نه شي راپوره کولای ٠
خو که موږ پخپله په يوه غږ او يوه ملي احساس راپورته شوو نو د دنيا هيڅ قدرت او قوت زموږ هسک بيرغ نه شي را نسکورولای٠