کور / تازه خبرونه / كندهار: ۱۴ تنه وسله وال مخالفين نيول سوي

كندهار: ۱۴ تنه وسله وال مخالفين نيول سوي

د کندهار د امنيې قومندانۍ پوليسو د تيري يوې اوونۍ په اوږدو کي د بېلا بيلو عملياتو پرمهال ١٤ تنه وسلوال مخالفين نيولي دي.
په دغو عملياتو کي چي د کندهار ښار ترڅنګ په ولسواليو کي سرته رسېدلي دي د وسلوالو طالبانو يو منځ پوړى قومندان هم وژل سوى دى چي مړى يې د پوليسو لاسته ورغلى دى.
د کندهار د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د پنځ شنبي په ورځ د ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته وويل چي د يادو سوو عملياتو په نتيجه کي يې ٢٠ تنه نور مشکوک وسلوال هم نيولي چي ورڅخه پوښتني ګروېږني رواني دي .
د اطرافي په خبره چي د عملياتو پرمهال يي په زياته اندازه وسلي ، مهمات او چاوديدونكي توكي هم نيولي دي .
د نوموړي په خبره چي د ښار او ولسواليو په بيلابيلو برخو کي يې د جنايي جرمنو په تور ٦ تنه چي په وسلوالو غلاوو او قتلونو کي يې لاس درلود نيولي دي.