کور / تازه خبرونه / د وسله والو طالبانو مشر ملانذيرپه چاودنه کې ژوبل سو

د وسله والو طالبانو مشر ملانذيرپه چاودنه کې ژوبل سو

د پاکستان دقبايلي سيمې جنوبي وزيرستان په مرکزواڼه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې شل تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د قبايلي سيمو انتظامي چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په ورځ په واڼه بازار کې دځايي وسله والو طالبانو د قومندان ملانذير موټر ته څېرمه ځانمرګى بريد سوى دى چې په کې شپږ تنه وژل سوي او څوارلس نور ژوبل سوي دي. ځيني ازادو سرچينو ويلي چې په بريد کې ملانذير هم سخت ژوبل سوى دى. خو حکومتي چارواکيو تر اوسه د ملانذير د ټپي په هکله څه نه ويلي. د چاودنې له امله نږدې لس دکانو او ودانيوته هم زيان اووښتى دى.
د يادې ډلې وياند مولانا امير نواز رسنيو ته ويلي، چې د ملانذير حالت د ډاډ وړ دى.
په پېښه کې ژوبل کسان سيمه يز روغتون ته لېږدول سوي دي، چې د روغتون د چارواکيو په وينا د اوو تنو حالت د اندېښنې وړ دى. تر اوسه د پېښي پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.
د پاکستان پوځي سرچينې وايي، چې د وسله والو طالبانو د ملانذير ډلې مشر ملانذير په سيمه کې دځايي طالبانو مشري پر غاړه لرله او له سيمې د ازبک جنګيالو په ايستلو کې يې مهم رول لوبولى وو.
د ملانذير په اړه دا هم ويل کېږي چې نوموړي په افغانستان کې پر ناټو او افغان ځواکونوپه بريدونو کې د لاس لرلو تر څنګ دولتي اهداف يې په نښه کول.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail