کور / تازه خبرونه / کندهار: چاودني ٤ پوليس ژوبل کړل

کندهار: چاودني ٤ پوليس ژوبل کړل

چاودنه د پنځ شنبي په ورځ ماځيګر څه کم پنځه بجي د څلورمي امنتي حوزي اړوند د حضرت جي بابا په سيمه کي رامنځ ته سوي .
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چي چاوديدونکي توکي په يوه باسيکل کي ځاي پرځاي سوي وه چي چاودنه رامنځ ته سوي ولي چاته يي مرګ ژوبله نده اړولي .
له بلي خوا د کندهار د ميرويس روغتون نوکريوال ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط لر او بر ته وويل چي د يادي پيښي څخه يي روغتون ته څلور پوليس ور وړي چي هغه ټپيان دي .
د پيښي په اړه تر دامهاله کومي ډلي څه ندي ويلي