زړۀ سواندي
پۀ لار روان ووم
ګڼه مې ؤلېدله
زۀ پښۀ نېولی شومه
زړۀ مې يو ترک ؤخوړو
هم ئې درزا دَ حد نۀ زياته شوله
ما ؤوې يا الله !
تۀ خېر راپېښ کړې
هسې نۀ بيا چا دلته
څۀ دهماکه وي کړي
دَ بېګناؤ خلقو
غوښې جوړ بيا پۀ ونو
کښې بانډه شوي ښکاري
يا ئې پۀ وينو بيا شول
ټول دېوالونه رنګ بنګ
بيا شول دَ ډېرو دَ سر سوري فنا
هم شول واړه يتيمان
دَ چا دَ زړونو ټوکړې
پۀ کښې ټوکړې ټوکړې شول
ډېرو ته اوس به دلته
دَ خپل وجود دَ حصې
حصه مېلاؤ شي کۀ نه
خو
ورنزدی چې شومه
او ؤمې کتل
پاس دَ بجلۍ ستنه کښې
يوه کوتره چرته
وه بانډه شوي
او پړېده ډېر وخت نه
ډېر پښتانۀ ولاړ وو
دنګه وه ډېره دَ بجلۍ دا ستنه
نۀ ورته پاټکي وو
نۀ څۀ بله لار وه
چا درمپايۀ وه ايښودلي ورته
چا سره لاسو کښې وې لښتې اوږدې
خو بيا هم نۀ شو رسېدی ورته څوک
يو وې چې کرېن به ورله راولو نو
بل وې چې بې پېسو نۀ رابه نۀ شي
دريَم اواز ؤکړو
راټولې به کړو
دغه شان لږ ساعت پس
ئې ورله کرېن راؤغوښت
دغه کوتره کړه ازاده خلقو
زما دَ خُلې نۀ چغه ؤوتله
شکر دی ربه چې لا اوس هم شته دی
داسې زړۀ سواندي پښتانۀ دلته کښې