کور / راپور / د علامه رشاد بابا د اتم تلين د غونډي راپور

د علامه رشاد بابا د اتم تلين د غونډي راپور

په کندهار پوهنتون کي د پښتو ژبي د شپږم ستوري ، تکړه ليکوال او شاعر، څېړونکي ، تاريخ پوه، ادب پوه او ژب پوه فاضل استاد علامه پوهاند عبدالشکور رشاد اتمه کليزه د لاندي اجنډا سره سمه ولمانځل سوه. غونډه نن د شنبې په ورځ د پوهنتون د ښووني او روزني رياست کي د پوهنتون رئېس حضرت مير طوطا خېل، د پوهنتون مرستيال انجنېر عبدالتواب بالاکرزي ، په ژب پوهنه کي د لوى لاس څښتن ښاغلي عبدالرزاق پالوال، د پوهنتون استاد ښاغلي حيات الله رفيقي، د شرعياتو د پوهنځي رئېس ښاغلي اسلامي صاحب ، په سيمه کي منلي استاد حاجي فضل محمد پنهان، د ځوانانو لارښود حاجي نجيب الله هوتکي ، د ولايتي شورا غړي حاجي آغالالي دستګيري ، د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، د احمد شاه بابا د علمي او کلتوري مرکز د منځني ښوونځي مدير ښاغلي رفيع الله خان، قومي مشرانو، سپينږيرو ، او د دې هيواد بېلابېلو مخورو ګډون کړى وو .


په غونډه کي د لندن څخه د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد ثبت سوئ پيغام ظاهرآ د برق د قطع کېدو له امله له خپريدو پاته سو خو په لراوبر کي يې له دې ځايه اوريدلائ سئPlay




غونډه د اجنډا سره سم د قرانکريم په سپېڅلو آياتو پيل سوه .


د علامه رشاد بابا (رح)د اتمي تليني اجنډا! د غونډي شروع د سهار ٩:٣٠ بجې • د قرآن کريم تلاوت • ملي سرود پيغامونه • پرانيستونکې وينا او د کندهار پوهنتون پيغام(د کندهار پوهنتون رئېس دوکتور حضرت مير توتاخېل) • د کندهار ولايت پيغام (د کندهار والي ښاغلى ډاکټر توريالى ويسا) • د سویډن څخه کاندید اکاډيمېسین سیستاني پیغام، • په سويډن کي د دوستۍ فرهنگي ټولني او د افغانانو علمي اوفرهنگي مرکز دمشرتابه د جرگو پيغام، • په بلجیم کي د افغان کلتوري بهیر پیغام، • داکاډيمېسن پوهاندعلامه رشاد د اتم تلين په مناسبت دخوست د والي پيغام، • د کابل د ښووني او روزني پوهنځي پيغام، • په کندهار کي د روهي ادبي بهير پيغام علمي غونډه (د مقالو برخه) • د علامه رشاد بابا (رح) وېډيويي وينا (١٥ دقيقې) • د علامه رشاد بابا (رح)ژوندليک(د پښتو ژبي او ادبياتو د څانګي استاد محب الله ترابي) • د علامه رشاد بابا (رح)سياسي شخصيت ته کتنه(استاد فضل محمد پنهان) • علامه رشاد بابا(رح)، زما له نظره ( د کندهار پوهنتون استاد حيات الله رفيقي صاحب) • د علامه رشاد بابا(رح) څېړنيزه لار ( د ښوونکو د روزني د عالي موسسې استاد، غلام مصطفــْى هيله من) • د کابل سوړ ژمى ( مېرمن کوکو رشاد) • له علامه رشاد بابا (رح) سره زمالومړۍ اوبیاوروستۍ لیدنه ( استاد معصوم هوتک) • زما زندانونه او د رشاد بابا(رح)يادونه ( ډاکټر طارق رشاد) • د علامه رشاد اکاډيمۍ فعاليتونه(څېړندوى شېرشاه رشاد) • يو ژوند، څو يادونه (ډاکټر لطيف بهاند) • د علامه رشاد بابا (رح)تدریسي میتود ته اړتیا ( محمد يار صاحب) • بابا د اجتماعي او فرهنگي تناظر په حواله ….( استاد نجيب الله هوتکي) • د علامه رشاد بابا(رح) په شعر کي تاريخي پېښي (احمد فرزان) • د منني پيغام ( پروفيسر ډاکټر خالد رشاد) • د غونډي وړانديزونه • د علمي غونډي د پاى دعايه • د ماپښين لمونځ او دغرمې ډوډۍ • د قرآن کريم ختم (په عيده ګاه مسجد جامع کي) • آزاده مشاعره (د علامه رشاد بابا(رح)په مقبره کي) • د غونډي پاى د مازديگر څلور نيمي بجې  


په دې غونډه کي د پښتو ژبي د تكړه ليكوال ، څيړونكي ، ادبيوه او ژبپوه استاد علامه عبدالشكور رشاد پ ر ژوند ژوري ګډون والو خبري او څيړنيزي مقالي ولوستې او د هغه نه ستون ( نستوالى ) ئې د هيواد او پښتو ژبي له پاره يوه لويه ضايع وبلله .



 




لومړى په غونډه كي د كندهار پوهنتون رئېس ډاكټر حضرت مير طوطاخېل د لوړو زده كړو د وزير پيغام ولوست ، ورپسې جاوديد فيصل د کندهار والي پيغام ولوست .
په پيغامونو كي د استاد تېر وياړلى ژوند د كندهار له پاره ارزښتناكه وبلله سو او د هغه نه ستون ئې د كندهار او ټولو پښتنو له پاره ستره ضايع وبلل سوه .



 




 ليكوالانو او دپوهنتون استادانو هغه د پښتو ژبي پوه عالم ، ښه شاعر ، دقيق څېړونكى ، ځواكمن ليكوال او يو سياسي او فرهنګي شخصيت ياد  كړ او غوښتنه ئې وكړه چي د استاد په اړه دي ياد غونډي او سيمينارونه  د هيواد په کچهه جوړ سي .




د كندهار پوهنتون استاد او د پوهاند اکاډمېسن علامه عبدالشكور رشاد زوى انجېنر شېرشاه رشاد وايي چي نوموړى ۱۳۰ ادبي اثار لري چي زياته برخه ئي ناچاپه پاته ده او د استاد تر مړيني وروسته علامه رشاد اكاډمي د هغه ۱۷ ناچاپه اثار چاپ كړي دي .




علامه عبدالشكور رشاد د هيواد په پوهانو او علمي شخصيتونو كې شپږم ستورى بلل كېږي او د غونډي ويناوالو د هغه چوپړونه چي دې هيواد تې ( ته ئې ) کړي د لمر سره ورته وبلل. 
علامه پوهاند اكاډميسن عبدالشكور رشاد اته كاله مخكي د ۸۳ كلنو په عمر وفات او په كندهار كې خاورو ته وسپارل سو .
استاد په فارسي، اردو ،  عربي، روسي، انګلېسي او هندي ژبو بشپړ برلاسى وو او ترکي او جاپاني ژبه ئې هم زده وه او هم په بشپړ ډول په پوهېدئ .



غونډي ته د راغليو پيغامونو څو بېلګي په لاندي ډول دي ؛


بمناسبت هشتمین سال درگذشت علامه رشاد مرحوم
از شمار دوچـشم يک تن کم            
و زشــمار خـرد هزاران بيش
        درنو استادانو،گرانو محصلینو، اود دې یاد غونډي درنوحاضرینو زما تاوده  سلامونه او نیکی هیلی ومنی!
دعلمي،ادبي ،ملي اوفرهنگي شخصیتونودرناوی د هري ژوندۍ ټولني اوپه خاص توګه دهری فرهنگي -علمي  ټولني له لومړنیو وظایفو څخه  ګنل کېږي .
بدون تردید مطالعه سرگذشت بزرگرمردان عرصه هاى دانش و فرهنگ و نهضت هاى اجتماعى، درس هاى سودمندى اند که نسل هاى آينده و جوان ما به آن نيازدارند تا از آنها بياموزند و شخصيت خود را تکامل ببخشند.                
يکى از شخصيت هاى بزرگ علمى -فرهنگى کشور ، اکادميسين پوهاند عبدالشکور رشاد ، عالم ، محقق ، نويسنده ، شاعر، تاريخشناس ، زبانشناس، جامعه شناس و سياست شناس افغانستان در قرن بيستم واوايل قرن بيست ويکم بود. اين شخصيت والاى فرهنگى که جوانان ما تا کنون کمتر شناخت درستى از وى دارند واقعاّ مجموعه اى از علوم و دانشهاى مختلف زمان خود بودکه با داشتن حافظه قوى و استعداد فراگيرى در رشته هاى مختلف علوم نبوغ شگفت انگيزى داشت.
استاد رشادبا بزرگترين و نام آورترين شخصيت هاى فرهنگى و علمى منطقه در عرصه هاى علوم اجتماعى همسرى ميکرد و از اين جهت مى ارزد تا هر افغان علم دوست و وطنخواه بنام اين شخصيت بزرگوار علمى- فرهنگى کشور افتخار نمايد.
اکادميسين استاد رشاد ، پس از ٨٣ سال عمر شرافتمندانه وپرباراز معنويت و فرهنگ درتاریخ ١١ قوس ١٣٨٣ش مطابق اول دسمبر ٢٠٠٤ ميلادى از اين جهان چشم پوشيد.
استاد رشاد عمرش را جز در راه تعلیم وتدریس وراهنمایی فرزندان کشور وشاگردان و دانشجویان پوهنتون در جهت دیگری صرف نکرده بود وخوشبختانه پاداش این خدمت گذاری صادقانه خود را  بعد از مرگش از سوی مردم حق شناس وعلمدوست ولایات کابل وقندهار وزابل وهلمند وفراه و دیگر نقاط کشورش بشایستگی باز یافت. جنازه اکادمیسین  رشاد از کابل تا قندهار زادگاهش، ازطرف دوستان وارادتمندان وشاگردانش با همراهی کاروانی از موترهای تیزرفتار،  چنان با شأن وپرشکوه و عزتمندی بدرقه شد که درتاریخ افغانستان نظیر نداشت.
اکنون برفرزندان حق شناس قندهاری است تا ازاین گنجینۀ معنوی پاس داری کنند ودر تجلیل وقدر دانی از این شخصیت والای اکامیک با چاپ آثار باقیمانده چاپ نشده شان دین فرهنگی واخلاقی خود را ادا نمایند.
من برای تقویت کتابخانه منسوب به مرحوم علامه رشاد، از ده عنوان کتابم که اخیراً از طرف دانش کتابفروشی درکابل به نشر رسیده است، از هرکدام دو دو جلد را به این کتابخانه طور مجانی اهدا میکنم، وامیدوارم شیرشاه رشاد فرزند آن مرحوم  مغفورآنها را از اسدالله صافی مالک موسسه نشراتی دانش درکابل تسلیم شود . لست کتب عبارت اند از:
1- رستاخیز قندهار، دری وپشتو،2 جلد،      2- شاه امان الله،محمودطرزی و روحانیت متنفذ،2جلد
3–ظهور افغانستان معاصر واحمدشاه ابدالی2جلد .     4- آیا افغانستان یک نام جعلی است؟، 2 جلد
5- برخی شخصیت های فرهنگی افغانستان، 2جلد.6- اصلاحات ارضی درافغانستان قرن20 ، 2 جلد
7- جشن نوروز ومنزلت آن ، 2 جلد،           8-حماسۀ قیامها یا دوقرن مبارزه برای آزادی، 2 جلد
9- نقش سیستان در تکوین حماسه های ملی، 2 جلد ،         10- مردم شناسی سیستان، 2 جلد           
11-سیمای امیر عبدالرحمن خان درتاج التواریخ،2جلد.12- مالکیت ارضی وشیوه بهره برداری از زمین…2جلد



پای



داکاډيميسن پوهاندعلامه رشاد د اتم تلين په مناسبت دخوست والي پيغام
كتل سوى : 16ځله
نېټه : 16:15:04 – 1391/9/11
موضوعات : خبرونه NEWS,


 
د افغانستــــــان او سيمې وتـلــى او نامتــو عالـــم ،څېړونكى، مؤرخ، ليكوال او شاعر اكاډيميسن پوهاند رشاد د ۱۹۲۱ م كال د نومبر پر ۱۴ ( د ۱۳۰۰ ل كال دلړم د مياشتې پر درويشتمه نېټه ) چې له لويې برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر شوي وو د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګې دې نړۍ ته پرانيستې دعلامه رشاد کورنۍ له علم ،پوهې اوپوهنيز اوښتون سره ستره مينه درلوده اودافغانستان دتاريخ په پاڼو کې ديوې مشهورې او درنې کورنۍ په توګه ځليدلې ده.
فاضل استادزمونږ دهېوادپه تاريخ کې دعلم ،پوهې اوقلم دډګرهغه ځلانده ستورى دى چې معنوي وياړونه ،کارنامې ،علمي خدمتونه بلکې دده دژوند هره شېبه به دولسونوپه سينه اوددې هېواد دتاريخ په پاڼو کې داوسني اوراتلونکي نسل لپاره غوره درسونه او دژورې زده کړو اغيزمنې لارې وي .اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد دخپل استعداد ،درايت ،ليوالتيا ،ځيرکتيا،پرلپسې زيار ،څيړنې ،لوستنې اوشننې په پايله کې په ملي اونړيواله کچه يو عالم اومعلم پيژندل شوى چې په ملي اونړيواله کچه سترو علماوو،فرهنګي ،تاريخي اوسياسي شخصيتونو دده دغوره او وتلي شخصيت په اړه غوره او کره څرګندونې کړې دي.
زما لپاره دخوښۍ اونيکمرغۍ خبره داده چې ځوځلې مې دفاضل استاد سره دنوموړي په کور اوکاري چاپيريال کې ليدنې کتنې کړې په هره ليدنه کې مې دنوموړي له مشورو ،لارښوونو ،څرګندونو او ژورو شننو څخه څرګنددرسونه اوپيغامونه په لاس راوړي ،استادبه همېشه په هره خبره کې دځوان نسل پر روزنې ،دافغانانوپه يووالي ،دملي ګټو په ساتنې ،ملي ارزښتونو په پالنې اوپښتنې کلتور په ودې اوبډاينې باندې ټينګار کولو،هيڅکله يې شکايت نه کولو بلکې تل يې دقوي هوډ ،عملي ګامونودپورته کولو اوغوره پلان جوړونې دريځ درلود،په څيره کې يې خوښي او خوشحالي پرته وه ،په سترګو کې يې دداسې ځيرکتيا ډيوې بلې وې چې رڼا يې ترډيرو ژورو سرچينو او رېښوپورې رسيدله.
زه په خپل ژوندکې په دې ډير وياړم چې دستراوفاضل استاد دژوندانه څيراغ ته ډيروخت رسيدلى يم اودرڼا تروړانګو لاندې مې دده له هرې خبرې څخه دژوند يوه نوې تګ لاره زده کړې ده.
اوس په ملي اونړيواله کچه دافغانستان دتاريخ ددغه ځلانده علمي ستوري اومعنوي پلار اتم تلين لمانځل کيږي اوڅواړخيزه درانه شخصيت ته يې درناوى کيږي ، دا ستر پوهاند او نابغه علامه رشاد بابا د ۱۳۸۳ ل كال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (۱۱مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كي د ماپښين پر دوولس نيمو (۱۲:۳۰) بجود زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد چې دده په مړينې دافغانستان دتاريخ ،جغرافيې ،علم اوفرهنګ په سينه کې يوه لويه تشه رامنځته شوه روح يې دښاد وي.
نو زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،سولې ولايتي کمېټې ،امنيتي ارګانونو ،مدني ټولنو ،کلتوري خوځښتونو بلکې ټولو خوست مېشتو ولسونوپه استازيتوب دمرحوم استاد دهرتلين په لمانځ غونډه کې ځان شريک ګڼم اوپه همدې مناسبت پورته دزړه خبرې تاسې ټولوته وړاندې کوم ،پرټولو غږ کوم چې دستراوفاضل استاد علامه عبدالشکور رشاد دژوندانه دتجربو ،لاسته راوړونو ،تګ لارو ،څيړنو ،معنوي خدمتونو اوبلې ډيوې څخه په خپل هېواد کې دملت جوړونې ،هېوادجوړونې اوفکري رغونې په ډګرکې اساسي ګټه پورته کړئ ترڅو په واقعي توګه افغان ملت سرلوړى او افغانستان اباد شي.
په درناوي
الحاج عبدالجبارنعيمي
خوست والي


د علامه بابا د اتم تلين په مناسبت د ( روهي ادبي بهير) پیغام
په ډېره خوښۍ سره وياړو چې د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي له خوا د افغانستان او سيمي د لوی استاد او عالم علامه اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد بابا اتم تلین لمانځل کېږي.
دا لمانځنه د ځوان علمي- فرهنګي نسل لپاره ځکه د لا زیات اهميت وړ ده، چي روحيه ئې پیاوړې کوي، لا زیات علمي – فرهنګي فعاليت ته ئې هڅوي، د خلکو، و‌طن، ادب او علم پالني ته ئې چمتو کوي او د روښانتيا او ويښتیا پر لاره د يوه مثبت بدلانه لاره او ګودر ورښيي.
علامه بابا د افغانستان په معاصر تاریخ کي د علم او ادب د جهان يوه استثنايي څېره وه، چي د هغه  دڅو اړخيز علمي، فرهنګي، ملي او فکري شخصيت څېړنه د یوه پراخ اکاډميک سېسټم ( رشاد پوهني) تقاضا کوي.
موږ په دې هيله يوو چي، د حکومت په همت، د مشرانو په توجه او د ځوان فرهنګي نسل په همکارۍ، د (رشاد پوهنې) علمي دروازه پرانیستل سي، چي له دې لاري به د وطن هر زلمی د خپل توان په اندازه د علم او ادب رڼا اخلي او د خپل پرمختګ او افتخاراتو لاري به روښانه کوي.
ان شاءالله
درنښت
په کندهار کې د هېواد، نارنج، ميوند، سالنګ، بېنوا او نورو خپلواکو فرهنګي او خپرندویه ټولنو په استازيتوب
روهي ادبي بهير
کندهار ادبي بهیر
کندهار- افغانستان
۱۳۹۱/۹/۱۱



په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني پيغام
امستردام ۲۹ نوامبر ۲۰۱۲


په کندهار پوهنتون کي د علامه رشاد بابا د ژوند او کار په اړه جوړ سوی سېمنار پر نېک پال نيسم، باور لرم چي د علامه بابا د تلين په مناسبت ددغي غونډي منځپانګه به د کندهار پوهنتون، کندهار ولايت او د دې هيواد په ځوان نسل کي د علامه بابا لارويان په نښه کړي، فعال به يې کړي او د لږ وخت په تېريدو به دغه ښار، دغه هيواد او سيمي ته يو وار بيا خلک راځي او زموږ د ژونديو دايرة المعارف څخه به د علم فيض حاصلوي.
دلته يوازي هلمند او ارغنداو نه بهيږي چي خړي مځکي خړوبوي، بلکي په دې سيمه کي د سوونو او زرونو کلونو څخه داسي شخصيتونو سرونه راپورته کړيدي چي نړۍ سلامي ورته کړې ده، خو لکه د خړو مځکو ابادول چي يوه باغوان ته اړتيا لري، په  علمي ، ادبي او هر بل ډګر کي هم د نومياليو روزل د ځينو کسانو ځانګړي پاملرني، هاند او هڅو ته اړتيا لري.
د ښووني او روزني، ادب او څېړني، کلتور او هنري چارو څخه ښه حاصل هغه وخت لاسته راځي چي چارواکي، پوه او مسئول اشخاص پرخپل وخت او ځای ددغو ټولو څانګو پياوړي کولو، څارلو، پاللو او تشويقولو ته پام وکړي. له بده مرغه په دې وروستيو کلونو کي د دغسي هڅو مزه نسته.
موږ په ډير درناوي د کندهار دچارواکو څخه هيله کوم چي د علامه رشاد اکاډمۍ په ګډون په کندهار کي د فعاله کلتوري او ادبي ټولنو د مرکز (روهي ادبي بهير) او اطلاعاتو کلتور رياست د مطبوعاتي چارو د پياوړتيا په موخه د مسلکي کسانو څخه يو کميسون تشکيل کړي او په اقتصادي برخه کي يې ملا وتړي، چي د علامه رشاد اکاډمۍ د فعالېدو تر څنګ ټول ياد سوي علمي، تعليمي او کلتوري مرکزونه په اغېزمنه توګه فعاليت وکړاى سي او په نتيجه کي يې زموږ د راتلونکي نسل له منځه د علامه رشاد بابا (رح) ډېر نور لاريوان او ځای ناستي رامنځته سي.


په درناوي
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشرتابه



د علامه رشاد  بابا داتم تلین په مناسبت د دې  درنې  غونډي  درنو  ګډوانوالو!
سلامونه او ښې چاري:
 ډېر خوښ یو ، چي  د افغانستان  او سیمي  د لوی عالم، لیکوال  او هنرمند علامه  اکاډمېسین پوهاند  عبدالشکور  رشاد بابا  د اتم  تلین  په مناسبت  د کندهار  پوهنتون  د ښووني او روزني  پوهنځی  له خوا  ډېره  مهمه او پر ځای  علمي  غونډه  جوړیږي.
 علامه  رشاد بابا د علمي تبحر تر  څنګ د خپل  څو اړخیز شحصیت  له امله  د افغانستان  د معاصر تاریخ  یوه خورا  جالبه  څیره  وه او موږ  فکر کوو ، چي  د ملتونو په تاریخ  کي دغه  ډول ستر اشخاص ډېره لږ پیدا کیږي او افغان ولس  نیکمرغه دی،  چي  په خپل  اوږده  تاریخ  کي  د علامه  رشاد بابا غوندي  یوه  کمساری  هستي  لري.
 علامه بابا د خپل  ۷۳  کلن  برکتناک  او پر ثمره  ژوندانه په ټول  دوران  کي  د افغاني  فرهنګ  په سرشاره غولي  کي د تحقیق و تخلیق،  پوهي  او تفکر  داسي  مشالونه  ولګول،  چي  تر څو  افغانستان  وي  او افغان  انسان  وي،  نو له دغسي  نه تتیدونکي  او ابدي  رڼا  څخه  د خپلو  زړونو او ذهنونو په  روښانتیا کي  همیشنی  فیض  اخلي  او د دغسي  فیض  فرصیت  موږ ته هغه  وخت لا ښه مسیر کیږي. چي  د خپل  دغه لوی عالم د آثارو  او شخصیت د څیړني  لپاره دغه  ډول  ګټوري  څیړنغونډي  جوړي شي. 
 زموږ  د دغه  لوی استاد د آثارو  او شخصیت  څیړل او سپړل  زموږ  د ځوان  نسل  مسؤلیت او ضرورت   ګڼو و.
   نو ځکه  دا وړاندیزو  کوو چي:  د افغانستان  په  علمي او اکاډمیکو کړیو کي ( رشاد پوهنه)  د یو علمي  مضمون په توګه  سره  دود شي.
په درنښت
پښتون آقا شیرزاد
د پښتو ادبیاتو د ډپارټمیت مشر
کابل  تعلیم و تربیه پوهنتون
۱۳۹۱ – لنیدۍ – ۳


 


په بلجیم کي د افغان کلتوري بهیر
پیغــــــــــــــــــــــام


خدایه څه سول هغه ښکلي، ښکلي خلک  __  په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک
هیڅ خندا مي له  دې خلکو  سره نه سي __ ژړوي  مي  هــــغه  تللي،  تللي خلک


په ژوندیو اولسونو کي په حق رسیدلي لارښونکي ژوند کوي، هغوی نه مري، تر څو دا اولس ژوندی وي هغوی هم ژوند کوي.  په اصل کي دا دواړه ، اولس او لارښود،  د یوه اوبل جوړونکي دي، که لارښود ژوندی وي نو اولس د ژوندیو لارو ته برابروي او چي اولس ژوندی وساتل سي نو لارښود  نه  ځیني مري .
ټولنه د یوه لارښود د زیږولو، پاللو او لویولو لپاره یو راحت بستر غواړي.  تاریخ ثابته کړې ده، چي هري  ټولني د ثبات په دوره کي ښه لارښونکي موندلي دي . موږ افغانانو هم د یوه نسبي ثبات په دوره کي پنځه ستوري درلودل، چي اولس ته ئی د پیړیو، پیړیو خدمت په څو کلنو کي تر سره کړ .
رشاد بابا یادوو ، هغه چي د خپل ژوند ټول وخت ئې د خپل ګران اولس او ګران وطن په خدمت کي تېر کړ .
پوهاند علامه استاد عبدالشکور رشاد د افغان اولس ریښتینی لارښود او سپیڅلی مشر دئ علامه رشاد بابا په خپل ژوند کي دومره اثار او کتابونه تخلیق کړي دي، چي زموږ د نسلونو،  نسلونو د سپړني وړ دي .
بلجیم افغان کلتوري بهیر،  په تاسي  د سبا شهزادګانو نازېږي، چي نن ،  پرون او سبا سره مښولې . 
 که نن تاسي د بابا احترام پر ځای کړ، باوري اوسئ چي سبا به ستاسي احترام د سبا نسل کوي .
بلجیم افغان کلتوري بهیر ، مشرتابه جرګه او ټول بلجیم میشتي افغانان تاسي د دې غونډي ګډونوالو ته د داسي علمي سیمینارونو د جوړولو مبارکي وایي او همدارنګه د زړه له تله درته بری غواړي .


درناوی تاسو ټولو ته
بلجیم افغان کلتوري بهیر
مشرتابه جرګه
بروکسل
24-11-2012
 


سويډن –   دمالمو ښار
د۲۰۱۲ ز کال نومبردمياشتي ۲۹ مه



په سويډن کي د دوستۍ فرهنگي ټولني
اودافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه جرگو پيغام


دمجنون ژوندون به څه وي چي ليلا مري — څه په كاردئ تش كالبد چي زړه دچامري
زړه ډيوه ده دادخټو په قالب كي —  خدا ومه كړه چي به دا ډيوه دچامري
چي مرغه ولاړ سي قفس دماتيدو دئ—-كه به زړه مري تش كوګل دي لاپخوا مري
هيڅ ممكن نه دئ پايښت دهغه پږي —-  زړه چي مري كالبد مجبور دئ خامخا مري
حريت دهر ملت دبدن زړه دئ—– كه دا نه و هم ملت مري هم بقامري
اوسني ليكوال (۳۷۰ ) مخ


دلوي څښتن  په نامه
 
درنو دوستانو، فرهنگيانواوفرهنگپالو !
دارواښاد علامه رشاد داتم تلين  علمی سمينار برخوالو!
اغلو او ښاغلو ! 
دډله ايزو رسنيو په مټ موخبرترلاسه کړ چې سږ کال هم دتيرپه شان دکندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځي، د پښتو ژبي اوادبياتوڅانګه غواړي،چي د علامه رشاد د اتمي تلنيې په مناست،د ليندۍ د مياشتۍ پر ١١ مه نېټه،يو ورځنى سيمينارجوړوی .
دې خبرترموږ  پوري دازيرۍ راورساوه چي په ټول افغانستان کي دکو رنی ناورين سره چي دگاونډوپه لمسون ئي دبل سوی اورلمبې زموږ دکورديلوالونه سوځولی اوله هيو ادنه مودبهرنيوځواکوپه شتون کي داورلمبې اودودونه پورته کيږي ،دادی يوځل بيادکندهارشاه زلمی دخپلوعلمی شخصيتونوپه ياد سمينار ته دعلم اوادب مينه وال رابولي .دارابلنه اوزموږ دهيواد دعلمی شخصيتونواوځوانوعلم پالو راټولېدل په يوه علمی سمينارکي دافغانستان پدې ناولو شرايطو کښي په ځانگړې توگه کندهار،دکندهاردتاريخي ښاردابدی اوتاريخي دښمنانو پر هغوزخمونودافغان ولس دنفرت مالگه پاشي کوم چي دلوي احمدشاه بابااوځوان امان الله خان دوطنپالنې په ملي او اسلامي جگړه کښي ئې پرافغان دښمنه ناولي  بندن  تراوسه پاته دي .
اغلو اوښاغلو!
داپيغام  دسويډن له هغه ښارنه تاسوته درلېږو کوم چي په ټوله نړۍ کښي ئي ، تر ټولو وړاندي دلمړی ځل لپاره  دکډوالۍ په شرايطوکښي په ۲۰۰۵ ز کال دډسمبر دمياشتي پر درېمه نېټه  دمالموپه ښارکي  داروپا، اوامريکا دفرهنگپالوپه گډون  داکاډيميسن علامه رشاددغمگين مرگ او ولسی ماتم لمړی تلين غونډه جوړه کړه،پدفې غونډه کښي نه يوازي داچي ددې وياړلي اوافغان ولس ته وفادار علم  دعلمی زيار اوزحمت په هکله خبرې وسوي بلکې نړيوالوته ددي علمي شخصيت دعلمی هڅوپه هکله معلومات وړاندي سو .
ددي تلين غونډي په جوړېدوسره موږ وکولاي سول په سويډن،ډنمارک،ناروي ،فنلنډ اونورواروپایې هيوادونوکي ددوي ددولتي چارواکواودنړۍ دمختلفوهيوادونه دراغلو پوهانو،ليکوالو،دټولنيزو سازمانواوفرهنگي ټولنو استازو دگډون په مرسته  دافغانستان ددي وتلي اوسپېڅلي عالم دعلمی،فرهنگي اوسياسي زياراودهغه دکړاونونه ډکو کار نامو سره هغوي اشنا کړو .
ددې درنې يادغونډي خبرچې د ۲۰۰۵ ز کال د ډسمبر د مياشتي پردريمه دمالمو په ښارکي ۍوږړه سوېڅوه د۲۰۰۵ زکال دډسمبر دمياشتي پر څلرمه دبينوا ويبپاڼي همکار عبدالله احسان لخواپه بينوا ويبپاڼه کښي خپور سو.چي ددې پيغام په ورستۍ برخه کښي ئې ديادگارپه توگه درلېږ وکه مو لازمه وبلل  دغونډی مشرتابه اوپرمخ وړونکی به ئي په يوه بله بڼه  تر تاسو پوري درورسوی .
دافغانستان دپخوانۍ پلازمېني،کندهار پوهنتون،د ښووني او روزني پوهنځي دپښتو ژبي اوادبياتو څانګه اوټولنيزو سازمانو اوفرهنگی ټولنود مشرتابه استازو،ځوانوغيرتی فرهنگپالوزلمواوددې پرتمينی ياد غونډي برخه والو!
که څه هم داسمينار په هر شکل چي وي دغم اوستر ناورين ياد دۍ،خوموږ ئي اوس پدې بڼه نه لمانځو،ځکه مرگ حق بولو اودرروښانه راتلونکی په هکله فکر کوو.
موږ پدې يادغونډه اوسمينارکي چې دافغانستان دپخوانۍ پلازمېني ،کندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځي، د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه په مټ اوزيار جوړسوي  دلوي څښتن له دربارنه دمرحوم علامه رشاد پاکي روح ته په دعاکولو اوهغه مرحوم ته دفردوس جنت غو ښتلوسره،غواړو په  تاريخي اوجگړه ځپلي هيواد افغانستان کښي زموږ دولس ددې وياړلي علمی څېرې ،علمي ،سياسي اوټولنيز چوپړ ددرناوی  داتم  تلين يادغونډي گډون وال دافغان وياړلي عالم عالامه رشاد روح اودهغه ددرنې کورنۍ پاتي کسانو اوټولو علاقمند انو ته ددعاپه کولوسره  داوعده ورکړوو ،چې دهيواد ددي ستر عالم يادبه هر کال دهمدې ډول تلين غونډواوعلمی سمينارونوپه جوړولوسره ژوندی ساتو .
دپښتو ژبي دوتلي  ليکوال ،مورخ ،شاعر ،اديب اوسياستوال علامه رشاد صاحب داتم تلين غونډي  درنو برخه والو!
اجازه راکړئ  ددې پيغام  په مټ  تاسواوستاسو له لارې د ټول  افغان ولس په ځانگړې توگه دکندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځي،د پښتو ژبي اوادبياتو څانګي ،دتاريخي کندهار دعلم ، فرهنګ او ادب د پالندویانو اومينه والوځوانانودتاريخي کندهار دولتی مشرتابه  اوپدې  پر تمينه غونډه کي راټول شويو درنو اودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپالو ته دځان اودلته په سويډن کې دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز،دوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگواوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه ،اوپرديسوافغانانوتاوده سلامونه اونېکي هيلي تر تاسودقدروړ هيوادوالواوددې درانه علمی سمينار گډونوالوپوري درورسوم  .
زموږ دټولنو مشر تابه جرگې اوټول غړي ستاسو پدغه فرهنگي تلين غونډه اوعلمی سمينازرکي ځانونه شريک بولي .
موږ دسويدن د هيواد له مالمو ښارنه چي اوس په يقين سره دنړۍ په هر گوټ کې هر افغان ددي ښارله نامه سره اشنادي،ستاسوددې درانه علمی سمينار گډونوالو،دټولنيزوسازمانو او ادارومشرتابه اودتاريخي کندهار دفرهنگی ټولنو فرد فردغړو ته ددې درنې يادغونډي اوسمينار دجوړېدوله امله په وطني اوافغاني مينه   دمننې په څرگندولوسره  مبارکم،ي وايو اودلوي خداي له دربارنه ددې يادغونډي دبريالي پاي ته رسيدواوتاسو ته دلازياتو برياوغوښتنه کوي .  
ددې ټکي په نظر کې نیولوسره چې دعلمی شخصیت ،په ځانگړې توگه دمرحوم علامه رشاددکار اوژوند ټولواړخونو راسپړل اوڅېړل دداسي ياد غونډولپاره ستونزمن کاردي .
له دې سره موږ پدې باوريوچي دهمدې يادغونډی اوسمينار په برکت موږاوتاسو وکولاي سونه يوازي داچي دعلامه رشاددعلمي،تحقيقی،تخليقی کاراوزيار نه راپاته اثار وڅېړلواوسپړلو ته ورنږدې سو، زموږ ځوان نسل دهمدا شان يادغونډواوسمينارونوپه برکت دهغه له ملي اوعلمی زيارسره اشناکېږي . 
موږ په دې باورلرو چې پدې درانه روان  علمي ،ادبی  سمينار اوياديادغونډه کي به بياهم  تاسود استاد علامه رشا ددکار او ژوندیوشمېرنوي اړخونه روښانه اوراوسپړۍ .
داخبره ځکه کوو،چې دارواښاد علامه رشادژوندسره له دې چي دپښتو ژبې دپياوړتيااوتاريخي اثاروپه راسپړلوسره تير سوي،خوپه څنگ کي ئې دسياست اوافغان ولس دسياسي اوټولنيز ژونددبرخوليک په هکله هم ژورفکرکاوه،ځکه ئې ويل چي ماله افغانستان سره پر مينه  ايمان راوړی . په عادي  اوعالميانه پوه به يوڅوک ووايي چي يو عال وو،خوهغه دعلميت اوپوهې دډگر نه بېرون يوسياستوال اودنظر خاوندعالم وو. ددې څوبعدی انسان اوعالم ژوندته په کتوسره موږ پدې باوريوچې ددې انسان ژونددعجيبواوغريبو کړاونواو داستانونه ډک تيرسوی په حقيقت کښي دده دژوندهره اونۍ اوهره مياشت علمی اوڅېړنيز تحقيق ته اړتيالري، ترڅودهغه دژونددټولواړخونوپه راسپړلوسره زموږ دهيوادځوان نسل ته ديولارښود په توگه دهغۀ دعلمی ،سياسي اوتحقيقاتی ميراث  وروپېژندل سي اودوې ترېنه په گټه پورته کړي  .
علامه  رشاد دخپل عمر په 83 کلونو اوټول ټا ل څو نيم گړو ورځوپه ګډون 61  کاله دگران هيواد ځوان نسل اودعلمی څېړنومينوال په ملي ،اسلامي او انساني روحيه روزلي .دعلامه رشاد صاحب دپوهی اومعلوماتونه دښوونځۍ اوعالي تحصيلاتوپه صنفونوکښي نه بلکې ،ډيرو کسانوهغه پر لار درولی اوياکورته ورغلي دهغه نه ئې پوښتنې کړي اودهغه له مشورو اومعلوماتونه برخمن سوی دي .همدا دليل دی چي دعلامه رشادمړينه نه يوازي دمعارف اوعالي تحصيلاتو ياد افغانستان دعلومواکاډمی لپاره لويه اونه جبيره کېدونکې ضايع وه بلکي دهغوټولوافغانو زلمو اوځوانو څېړونکولپاره سترناورين اوضايع وه کوم چي ددې لوي استادنه ئې په کور،کلي اوبانډه کښي ،هر وخت اوگرشېبه چي دوي غوښتل پوهنيز معلومات اودخپلو سوالونو جواب ترلاسه کولواميددرلود. 
موږ پدې پوهېږو چې دگران استادعلامه پوهاند رشاد ملي اسلامی او وطنی چوپړ ياد اودرناوی په همدغو نيمگړو يادونو سره نشوکولاي.
 ستر استاد علامه پوهاندرشاد دخپل لنډ ژوندپه اوږ دوکی هغه څه سرته رسولي چی زم وږ دهيواد نورو عالمانواو پوهانودهغه دسرته رسيدو په هکله فکر هم نسوکولاي .
نه هېرېدونکی علامه رشاد ،دځوانۍپه مستو شپو اوورځوکښی سره لدې چي دپښتوژبې دپياوړتيا اوله نوروژبونه پښتوته دتاريخي اوعلمي اسنادواو لاس وندونوپه ژباړلومصروف اوسپړلوبوخت وودخپل هيواددزورېدلي اوس له راتلونکی برخليک نه هم بې غمه نه وو.هغه خپل وخت ديوه عالم په توگه لکه ليون تولستو دا نسان له  روا حقوقوڅخه دملاتړاودفاع  په لارکښي  هر څه پرځان گا للي ول .دټولوفشارونوترڅنگ يې ددې ټولوناخوالوسره  په نه تسليمېدونکې روحيه دعلم اوعرفان،ژبې،تاريخ اوافغان بسياټولنې دجوړېدو لپاره  بېسار هڅې کړي اوکړاونه ئي گاللي دي .
استادعلامه رشاد دخپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زور واكۍ اوبلواكۍ پر ضدشعرونه او ليكني كړي ،ژوندئې دچارواكو سره په مخالفت كي تېر سوى .
ارواښاد عالامه رشادصاحب به تل دا ويل چي ((هيوادپر هرچا ګران دى خوما ايمان پر راوړى، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم .))
ددغه شان ملي اوعلمي څېرواوشخصيتونویاد ژوندی ساتل ،چې دا ډول هوډ لري ،دهغو د ملمی ،ادبی او ټولنيزو اثارو خپرول او ورسره جوخت د هغوي له علمي فیض نه ځانونه اوځوان نسل  برخمن کول زموږ د ټولو فرهنګپالو افغانانو او فرهنگی ټولنو،علمی او اکاډميکومؤسيسو اومدنې ټولنو ملي او انساني وجیبه ده . پدغو زړه  بگنونکو شرايطو کي دغه شان یوه علمی اوهېوادپالونکې هڅه  دزياتي ستاینې اوقدردانۍ  وړده،  رب العزت دې تاسودرنودوستانو،ددې علمی سمينار  جوړونونکواوکوربه ته نورهم توفيق ورکړي چي دداسي علمی سمينارونواوغونډودجوړېدو جوگه سئ .
د وياړلي اوتاريخي کندهار علمی اوفرهنگی شخصيتونو اوپالندويانو!
 دعلامه رشاد صاحب  په مړيني سره دپښتوژبې،تاريخ ،افغاني ادب ،شعر اوملي سياست  يوه لويه برخه ټپه  تياره شول ،چي رڼاکېدل به ئې تر ډيره وخته ستونزمن اوله کړاونوڅخه ډک کار وي .
علامه رشاد يوله هغو علمي اوفرهنگی شخصيتونوڅخه ووکوم چي دقومي،ژبني،مذهبی، سيمه ايزو بي اتفاقیواو اختلافاتو زېږولوسره  سخت  مخالف وو .ځکه خو هغه ديوې  وتلې سياسي څېرې په توگه دتل لپاره دافغان ولس ددرناوي وړ شخصيت په توگه پاته دی  .
دعلامه رشاد تلين غونډی درنو گډون والو!
زموږ يوازنۍ هيله داده چي پدغه علمي سميناراويادغونډه کښي دمرحوم علامه رشاددعلمي،فرهنگي ،ادبی  اوټولنيزو سياسی نه هيرېدونکی اوبې مثاله علمی چوپړ پرارزوني سربېره،ددې لوي شخصيت له چاپه پاته بې شمېره علمی، تاريخي اوادبی اثارودچاپ دلارو چارو وسنجولو په اړوندگټورگامونه  اوچت  اويوه معقوله لار پيدا شي  .هرڅومره چي ژر ددې منلي عالم ناچاپه اثار چاپ اودهيوادوالوپه ځانگړې توگه ځوان نسل او څېړونکوپه واک کښي ورکړه سي،په هغه اندزاه به نه يوازي داچي دپښتوژبې دپياوړتياسره مرسته سوې وي ،بلکې هغه تاريخي لاسوندونه چي استاد خپله موندلي اوياېې له نوروژبو راژباړلې زموږ دهيواددتاريخ پېژندنې سره لويه مرسته وکړي . دابه دټول افغان ولس په ځانگړې توگه دپښتنولپاره دلوي افتخارځاي وي چي ددې خداي بخښلي عالم  ټول ناچاپه  اثاردچاپ بخت  ومومي .   
په سوېډن کښي زموږ فرهنگی  ټولنې ستاسوددې درنې تلين غونډې اوعلمی سمينار له تريبون  څخه  ددې پيغام په مټ  په افغانستان کي دولتی  مشرتابه ،اړونده چارواکواوپه ځرنگړې توگه داسفغانستان علومواکادمی ته وړانديز کووچې :
 دعلامه رشاد ټول ناچاپه اثار اوليکنې ددولتي امکاناتونه په استفادې سره ژر تر ژره چاپ اودافغان  ځوان نسل څېړونکواوعلاقمندانوپه واک کښي ورکړل سي .
زموږ په باورددې اثاروله چاپ نه ددولتی اړونده اداراودافغانستان دعلومواکاډمی سرغړونه به دملت او ملي ارزښتونو سره لويه اوتاريخي جفاوي .
موږ پدې کارکښي ځنډ ددې اثارودله منځه وړلوسره لويه مرسته بولو.اودامرسته  دهيوادد پوهانو له علمي زيار اوزحمت سره ملي خيانت بولو .
ددې علمی سمينار درنو برخوالو،اغلو اوښاغلو !
موږ وياړواوديادولووړ ئي بولو،که ژوند ياری وکړه ،هوډ لروچې ددې وياړلي عالم درحلت  لسم تلين هم دلته دسويډن دمالمو په ښارکښي  پسله لس کالو، لکه لمړۍ تلين په ډيردرنښت ولمانځو،هيله منديوچي دافغان ولس ټول قلموال اوڅېړونکی موږ ته  د۲۰۱۴ کال زکال دډيسمبر تر لمړۍ نېټې پورې خپلې څېړنېزي ليکنې اومقالې راولېږي .
موږ يوځل بيا تاسوددې علمی سمينار جوړونکو اوبرخوالو ته پدي علمی ، ملي اووطنی چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوغوښتنه کوو .
دپښتو ژبي ددغه ستر ليکوال ،اديب ، شاعر،تاريخ پوه،څېړونکی،سياستوال  اولوي عالم  علامه رشاد صاحب پاکي  روح  ته دلوي څښتن له دربارنه دمغفرت اوبښنې غوښتنې  په خاطريوځل بياته ددعالاسونه  پورته کوو.
داکادميسين علامه رشاد ياددي  تل پاتی اوا بدي وي .  ومن الله التوفيق
دافغانانو دعلمی اوفرهنگي مرکز ،ددوستۍ فرهنگی  ټولنې دمشرتابه جرگو او روزگان ملي خپرونې ادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور