کور / د ډيورنډ کرښه / له آمو تر اباسينه د افغانانو سوله ايز پاڅون

له آمو تر اباسينه د افغانانو سوله ايز پاڅون

Larawbar.com Holland

Larawbar.com Holland

پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي
د ۲۰۱۲ کال دنومبر ۳۰ هالنډ

بسم الله الرحمن الرحیم

طرحه :
له آموڅخه تر اباسینه پورې د ټولو افغانانو سوله ییز پاڅون د ویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي د پاره تر ټولو اغیزمنه او عملي لار ده

د دې دپاره چې نوموړی سرلیک په ښه ډول روښانه او څرنګوالی یې د پوهیدو او د لوستونکو د پاملرنې وړ وګرځي له ځان څخه یوڅوپوښتنې کوو او بیا ځواب ورکوو . لومړی ـ دپاڅون ضرورت څه دی او ولې د بلې لارې څخه کار نه اخستل کیږي ؟ دویم ـ څرنګه پاڅون او مخکې له پاڅون څخه څه باید وشي ؟ دریم ـ پاڅون باید کومې دندې سرته ورسوي اوڅه پایلې ترې لاسته راشي ؟ په دې ټولو پوښتنو به په ترتیب سره رڼا واچول شي ترڅو لوستونکو ته روښانه کړو چې له دې سرلیک څخه زموږ موخه څه ده ؟

لومړي ـ د پاڅون ضرورت څه دی او ولې د بلې لارې څخه کار نه اخستل کیږي ؟

ځواب : باید په دې اصل عقیده ولرو چې له اموڅخه تر اباسینه پورې دا خاوره خدای پاک ( ج ) افغانانوته ورکړې ده ، په زرګونو کلونه یې په دې خاوره ژوند کړی دی اودبهرنیو تیري کوونکو په وړاندي یې ترې په سر اومال دفاع کړیده اوبې شانه سترې ځاني ، مادي اومعنوي قربانۍ یې ورکړې دي . نوځکه د افغانستان خلک ددې هیواد اصلي وارثین او مالکان دي . افغان ملي مشرانو اوحکومتونو هم تل دافغانستان دخلکو په ملاتړ دیرغلګروپه وړاندې دخپل هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع اوساتنه کړیده . ډیر وخت داسې و ،چې حکومتونه لاسپوڅي او دیرغلګرو استعماري سیاست ته یې غاړه ایښې ده ، خو خلکودخپلوملي مشرانو په لارښوونه د استعماري ځواکونو پرضد پاڅون کړی دی او استعمارچیانو ته یې ماتې ورکړې او خپله خپلواکي یې لاسته راوړې ده . په هغه وخت کې چې حکومتونه د انګریزانو په وړاندې د مقاومت وس او وړتیا نه درلوده ، همدا خلک و ، چې د انګریزي استعمار پرضد یې پاڅون وکړ او انګریزان یې دې پایلې ته ورسول چې پرافغانانو نیغ په نیغه حکومت کول ناشونی کار دی ،نو ځکه له افغانستان څخه ووتل او د دې هيواد په کورنیو چاروکې په ښکاره ډول د لاس وهلو څخه ډډه وکړه . حتی که دافغانستان دخلکو سرتاسري پاڅون نه وای ،امان الله خان یواځې په حکومتي ځواکونو د اوسني افغانستان خپلواکي هم لاسته نه شوه راوړای . په وروستیو وختونو کې خو استعماري هیوادونه خپله واکمني پرمستعمرو باندې د لاسپوڅو حکومتونو په واسطه چلوي . همدارنګه شورویانو غوښتل چې د خپل لاسپوڅي حکومت له لارې پر افغان ملت خپله واکمني ټینګه کړي ، خو د خلکو سراسري پاڅون روسان مجبورکړل زموږ له هیواد څخه ووځي . په تیره بیا په وروسته پاتې هیوادونو کې ، چې استعماري ځواکونه دخپلو استعماري سیاستونو د پلي کولو دپاره له هرډول توطیې څخه کار اخلي تر څو داشخاصود تطمیع ، ډار ، بې تفاوتۍ او سازش له امله داستعمار په وړاندې مخالفت او مقاومت کمزوری کړي ، نویواځې دخلکو سراسري پاڅون دی ،چې داستعمار لمن ورټولولی شي .

دا د افغانستان خلک دي ، چې په تیرکې یې د خپل هیواد دخپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کړیده ، اوس یې هم باید وکړي او لاسته یې راوړي او په راتلونکې کې هم یواځې خلک کولای شي دهر ډول تیري ، لاسوهنې او توطیو په وړاندې ودریږي او د خپل هیواد ملي نوامیسو ساتنه وکړي . له اموڅخه تراباسینه پورې دافغانستان د خلکوپه سراسري پاڅون سره به نه یواځې ویشل شوی افغانستان بیرته یوشي ، بلکې دایواځینۍ لار ده چې د استعمار ټولې پخوانۍ ، اوسنۍ او راتلونکې توطیې شنډې شي . د بهرنیوهیوادونواستخباراتي شبکو سره تړلو فاسدو په شخصي ګټو مینو، متعصبو اوملي یووالي ضد چارواکو او کړیو مخه ونیول شي . داستعماري توطیو زیږنده دمخدره موادو مافیا لاسونه لنډ شي او د افغانانو پر ضد له بهر څخه راوړل شوو تروریستي شبکو جرړې وچې شي او یوه رښتینې اسلامي او افغاني سوله ایزه او سوکاله ټولنه رامنځته شي . استعماري توطیو افغانستان له هر ډول بدمرغیو څخه ډک کړی دی . په میلیو نونو ځوانان مو د دې پرځای چې دخپل هیواد په ابادیدو کې برخه واخلي ، د استعماري توطیې د کرغیړنې مافیا په واسطه په مخدره موادو معتاد شوي او دا شمیر په ډیره بیړه لوړیږي . هڅه کیږي ، چې په ډول ډول لارو په ځوان نسل کې د وطنپالنې او خپلو خلکو دود اودستور سره دمینې احساس کمزوری اومخه ونیول شي ، ترڅو دپردیو فرهنګ ته د ودې شرایط منځته راوړي او اصیل افغاني فرهنګ او هویت په وړاندې د افغانستان د خلکو د دښمنانو توطیې په عمل کې پلې شي . په لنډ ډول له امو څخه تر اباسینه پورې د ټولو افغانانو سراسري سوله ییز پاڅون به نه یواځې د برتانیې او پاکستان ټولې استعماري توطیې شنډې کړي ، بلکې د یوستر ځواکمن خپلواک افغانستان په منځته راتلوبه د ټولو افغانانو رښتینی استازی حکومت منځته راځي او دټولو فسادونو جرړې به له بیخه ویستل کیږي .

دا بایدهم روښانه شي چې یواځې له امو څخه تر اباسینه پورې دټولو افغانانو په سراسري پاڅون ولې ټینګار کیږي ، دنورو لارو چارو څخه ولې کارنه اخستل کیږي ؟ لومړی باید دا اصل ومنوچې انګریزانو زموږ دهیواد یوه برخه په زور نیولې ده ، په دعوه یې نه ده ګټلې . انګریزي استعمارچیانو لومړی غوښتل چې ټول افغانستان لاندې کړي ، خوکله یې چې په ۱۸۴۲ کال کې د افغانانو سره په جګړه کې سخته ماتې وخوړه ، نود ټول افغانستان پر ځای یې ځینې برخې لاندې ویستې اود دې دپاره چې دا برخې غصب کړي ، په ۱۸۷۹ کال کې یې په زور او یو اړخیز ډول د«ګندمک» د معاهدې په نوم خپله توطیه په افغانانو وتپله چې هیڅکله دافغانانو دمنلو وړ نه ده ګرځیدلې . همدارنګه د ډیورند دکرښې تپل د افغانانو پرضد د انګریزانو بله توطیه وه چې په زور او شیطان ډوله چالونو د مؤقت وخت په نوم په ۱۸۹۳ کال کې پر افغان لوري وتپل شوه . چې له کبله یې افغانستان په ټوټو وویشل شو ، ستره برخه یې غصب شوه او د استعماري توطیو د دوام له کبله په یووروسته پاتې بې وزله هیواد واړول شو. دانګریزي استعمارچیانو له دغوتوطیوڅخه وروسته ټول افغان ولس له اموڅخه تر اباسینه پورې په یو وروسته پاتې ، محروم او له هرډول علمي ـ تخنیکي ښیګڼو څخه لیرې ساتل شوي ملت اوښتی دی . تل له بهر څخه دتیریواولاسوهنو سره مخامخ وي او که پخپله د خپلوبچوپه مټ ځانته د سوکالۍ اوپرمختګ سوله ایز شرایط اولاسته راوړنې منځته راوړي ،هغه هم د استعماري ځواکونود یرغلونو په واسطه ،چې په ډول ډول پلمو او مختلفو وختونو کې یې سرته رسوي ، دخاورو سره خاورې کیږي . دا ځکه چې دا افغان ټوټې ټوټې ملت نه شي کولای دبهرنیو یرغلګرو او دښمنانو په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي . افغان واحد ملت دانګریزي استعمار په زور ټوټې ټوټې شوی او د پنجابي استعمار په زور لا اوس هم ټوټې ټوټې پروت دی ، چې یواځې زور کولای شي د انګریزي او پنجابي استعمارچیانو دا توطیه شنډه کړي اودا ټوټې ټوټې ویشل شوی ملت بیرته یوشي . دا زور به دخلکو زور وي ، چې له اموڅخه تراباسینه پورې د ټولو افغانانو په سراسري پاڅون کې به غبرګون مومي .

دویم ـ څرنګه پاڅون او مخکې له پاڅون څخه څه باید وشي ؟

ځواب : دا پاڅون به دستونزو او ناخوالو په وړاندې دخلکو « خودجوشه » ،له قار نه ډک اونامنظم پاڅون نه وي . داپاڅون به دانګریزي اوپنجابي ډیرو کرغیړنواستعماري توطیوڅخه د ژغورلواوویشل شوي ملت د بیرته یووالي پاڅون وي . دا پاڅون به سوله ییزوي او سیاسي موخې به لري ،چې ټول افغانان به په یواواز وایي چې استعماره نور دې نه منو! د استعمار ګوډاګیانو نور مو نه منو! له امو څخه تر اباسینه پورې افغان واحد ملت خپلې ټولې چارې بې له هرډول بهرنیو لاسوهنو څخه په خپلواک ډول پخپله سرته رسوي! نړیواله ټولنه باید د افغانانو حقونو او غوښتنو ته درناوی وکړي ! موږ دخپلومشرانو دارمانونو سره سم سوله غواړو او له جګړوڅخه کرکه لرو ! موږ باندې پراختیا غوښتونکې استعماري جګړې مه تپۍ! موږ پرچا تیری نه کوو او ځمکې یې نه لاندې کوو ! پرموږ دې څوک تیری نه کوي او ځمکې مو دې نه لاندې کوي ! دا او داسې نور هغه غوښتنې او شعارونه دي چې دافغانانو سراسري پاڅون به یې د تحقق دپاره سرته رسیږي . غوښتنې هغه وخت مثبتې پایلې لرلی شي،چې د خلکو ځواک تر شاولري . همدارنګه پاڅون بایدتر کنترول لاندې او غوښتنې یې څرګندې او مشخصې وي . خلک باید پوه وي چې د څه د پاره راپاڅیدلي دي او د چاپه وړاندې راپاڅیدلي دي . په پاڅون کې خپلسر توب او ګډوډي د پاڅون د ناکامۍ او بدنامۍ سبب کیږي او له ګټې څخه یې تاوان ډیر وي . نوځکه هر څوک چې په پاڅون کې برخه اخلي باید دپاڅون دموخو سره مخالف نه وي . همدا سبب دی ،چې مخکې له پاڅون څخه باید دپاڅون موخې خلکو ته روښانه شي او دپلویانو او مخالفینو پیژندګلوي په سمه توګه وشي . د پاڅون دموخو په هکله دخلکو د ذهنیتونو روښانول د پاڅون د بنسټیزو دندو څخه شمیرل کیږي ، نوځکه د پاڅون دموخو په هکله د افغانستان د ټولو خلکو ( له اموڅخه تر اباسینه پورې ) ذهنیتونه روښانول د پاڅون د لومړنیو او بنسټیزو دندو څخه شمارل کیږي .

دا ستره دنده به هغه ملي وطنپال دیني عالمان ، روحانیون ، قومي مشران او روښانفکران سرته رسوي ،چې د استعمار په واسطه د ویشل شوي افغانستان بیرته یووالی له اوسنۍ غمیزې څخه د ژغورلو یواځینۍ لار ګڼي، او په دې لارکې له هیڅ ډول سرښندنو اوستونزوسره د مخامخ کیدلو څخه ډار نه کوي . په همدې ډول د ویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي پلویان ، بې تفاوته کسان او مخالفان باید وپیژندل شي . پلویان باید خپلمنځي اړیکي ټینګ کړي او دراتلونکوکارونو د سرته رسیدو دپاره سیمه ایزې غونډې جوړې او د بې تفاوته کسانو او مخالفانو سره توضیحي کار سرته ورسیږي . دخپلې خپلواکۍ او د افغانستان د بیایووالي دضرورت په اړوند په خلکو کې کاروشي او دې موخې ته د رسیدو دپاره د ټولو افغانانو په سوله ایز پاڅون کې په برخې اخستو باندې ټینګاروشي . هغه کسان چې د افغانستان دبیرته یووالي سره له مخالفت څخه لاس نه اخلي او دافغانانو دملي پاڅون په وړاندې ودریږي باید په خلکوکې رسواشي ،ترڅو افغان ولس یې په خبرو ونه غولیږي او د دوﺉ د توطیو ښکارنه شي .

کله چې د پاڅون د پلویانو له خوا په ولس کې تریوې کچې کار سرته رسیږي ، نوبیا به دکارونو دلاښه نظم او پرمختګ دپاره د پاڅون د فعالینو په واسطه له اموڅخه تر اباسینه پورې د ټولو افغانانو په استازیتوب یوه لویه غونډه جوړیږي . چې په غونډه کې به د پاڅون موخې ، څرنګوالی او مشرولي ټاکل کیږي . دا به په رښتیا سره د ټولو افغانانو استازې غونډه وي او نه یواځې به همدا اوس له اموڅخه تر اباسینه پورې میشت د ټولو افغانانو استازي د یوټاکلي مکانیزم سره سم برخه اخلي ،بلکې ټول افغانان به، چې دنړۍ په هر ځای کې اوسیږي او د پاڅون پلویان وي ، د دغه مکانیزم سره سم برخه اخستلای شي . د لوې غونډې استازي به دټول افغانستان دبیرته یووالي او ازادي بښونکي غورځنګ په سیمه ایزو غونډو کې دبرخه والو د خوښې سره سم ټاکل کیږي .

دریم ـ پاڅون باید کومې دندې سرته ورسوي او له هغه څخه کومې پایلې لاسته راشي ؟

ځواب : د پاڅون ستره دنده داده چې له امو څخه تر اباسینه پورې پر ټول افغانستان د استعمار واکمني پای ته ورسوي او ویشل شوی افغانستان بیرته یوهیواد شي . ټول بهرنیان په هر نوم او پلمه چې افغانستان ته راغلي دي اودافغانستان سوله اوثبات یې په خطر کې اچولی دی ، له افغانستان څخه ووځي اوله امو څخه تر اباسینه پورې زموږ له هیواد څخه یې لاسونه لنډشي . دبهرنیو هیوادونو ، په تیره بیا د ګاونډیانو لاسوهنې او د قوم ، ژبې او مذهب په نوم دافغانانو جنګول پای ته ورسیږي . دافغانانو سرتاسري پاڅون بله ستره دنده داده چې افغانان په رښتیني ډول د خپلې سیاسي ، اقتصادي او نظامي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړ تیا او اصیل ملي هویت خاوندان شي . د هرډول بهرنیو لاسوهنو پرته افغانان خپل سیاسي ، اقتصادي ، دفاعي ، ټولنیز او فرهنګي نظام پخپله دخپلوملي زیرمود په کاراچولوپر بنسټ جوړ اوپرمختګ اوپراختیا دپاره یې کار وکړي . د پاڅون تر ټولو لویه او د افغانانو د غوښتلوسره سمه پایله به دا وي چې په رښتیا سره د سیمې دهیوادونو سره یوسیال افغانستان منځ ته راشي . داسې افغانستان چې له خپل ځان څخه دفاع وکړای شي . له بهر څخه دهر ډول لاسوهنې ،تیري او دیکتې مخه ونیسي ، پرې نه ږدي چې استعماري ځواکونه ترې دمخدره موادو دکاروبار مرکز اوترهګریزوفعالیتونو ځاله جوړه کړي . دپاڅون په نتیجه کې دافغانستان دخلکو دغوښتنو سره سم منځته راغلی دولت، د خپل هيواد ټولې انساني ،مادي او معنوي زیرمې دافغاني ټولنې د سوکالۍاو پرمختګ دپاره په کار واچوي. د نړۍ د نورو هیوادونو سره دمتقابلو ګټو ، درناوي اویوبل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ دوستانه ـ دپلوماتیک اړیکي ټینګ کړي . افغانستان باید د نړیوالې ټولنې د یو روغ ، ګټور او په خپلو پښو ولاړ غړي په څیر اوسي ، نه دا چې په خپلودومره زیاتو شتوکې یې تل نورو ته دمرستې غوښتلود پاره لاسونه غزولي وي ، پخپله هم دکړکیچ اوبې ثباتۍ سره مخامخ وي او سیمې اونړۍ ته هم ډول ډول ستونزې ورپه برخه کړي .

نوځکه ددې د پاره چې یو سیال په خپلو پښو ولاړ، له اوسنیو ستونزو څخه خلاص ، سیمې او نړۍ سولې او ثبات د پاره ګټور افغانستان ولرو، باید د استعمار ټولې توطیې ، د ډیورنډ د استعماري کرښې دتوطیې په ګډون ، شنډې شي او له امو څخه تر اباسینه پورې افغان واحدملت بیرته یوشي . یواځې هغه کسان به له اموڅخه تر اباسینه پورې د افغانانو دیووالي په هکله بې تفاوته وي ، چې سیاسي ټولنیز شعور یې نیمګړی وي او له اوسنیو ستونزو څخه د ژغورلو لار ترې ورکه وي . خوهغه کسان چې له اموڅخه تر اباسینه پورې داستعمار په واسطه د ټوټې شوي افغان واحد ملت دبیرته یووالي سره مخالفت کوي ، هرومروبه دافغانستان دخلکو له دښمنانو اویاد دوﺉ د اجنټانو څخه وي ، چې دخپلواستعماري او شخصي ګټوپه خاطر نه غواړي افغانان له اوسنیو ستونزوڅخه وژغورل شي اوهیواد یې په نړۍ کې دسیالو هیوادونو په لیکه کې ودریږي .

ګرانو هیوادوالو!

مادخپلې نیمګړې پوهې اوتجربې پر بنسټ له ستونزو څخه د ټولو افغانانو( له اموڅخه تر اباسینه پورې ) د ژغورلو دانیمګړې طرحه خپلو ګرانو هیوادوالو ، په تیره بیا،ملي وطنپالو روڼ اندو ته وړاندې کړه . هیله ده چې نور دوستان به له اوسنیو ستونزو څخه دافغانانو د ژغورلو په اړوند خپل ګټور وړاندیزونه اوطرحې هیواد والو ته وړاندې کړي . تر څو تر ټولو غوره وړاندیز اویا طرحه باندې راټول شواو له اوسنۍ غمیزې څخه د خپل ستر هیواد د ژغورلو دپاره په ګډه خپل دې ارمان ته د رسیدو یو مکانیزم منځته راوړو.

ومن الله التوفیق