کور / کیسه / پنسل پاک

پنسل پاک

واده نه وروسته پاكونكى له ځان سره ساتئ
(حكايت)
محيب رحمتي

د يوه ځوان واده كيږي
هغه خپل پلار ته ځي چي د دې ژوند د بركت لپاره ورته دعا وكړي، كله چي خپل
پلار ته ورځي پلار يې كاغذ او قلم ترې غواړي
هلك وايي : ولي پلاره ؟ اوس خو له ما سره كاغذ او قلم نسته
پلار ورته وايي : ته ولاړ سه يو كاغذ، قلم او پاكونكى راوړه
هلك په ډېري حيرانۍ سره ځي غوښتل سوي شيان راوړي او له پلار سره كېني
پلار : وليكه
هلك : څه وليكم ؟
– څه چي دي زړه غواړي وې ليكه
هلك يوه جمله ليكي
پلار ورته وايي : ړنګه يې كړه
هلك يې ړنګوي
پلار : وليكه
زوى : خداى لپاره ته څه غواړې ؟
پلار ورته وايي : وليكه
هلك بيا يو څه ليكي
پلار ورته وايي : ړنګ يې كړه
هلك يې ړنګوي
پلار بيا ورته وايي : وليكه
هلك ورته وايي : د خداى لپاره راته ووايه دا ټول څه دي ؟
پلار ورته وايي : وليكه
هلك ليكي
پلار ورته وايي ړنګ يې كړه هلك يې ړنګوي
بيا پلار د هغه خوا ته ګوري هغه ته ګزار وركوي ورته وايي :
– زويه د واده نه وروسته د پنسل پاك ضرورت وي، كه په واده ژوند كي له تا
سره پنسل پاك نه وي چي ته پرې د خپلي مېرمني تېروتني او كوتاهياني ړنګي
او معافي كړې، او همداسي كه ستا مېرمني سره پنسل پاك نه وي چي هغه پرې
ستا غلطياني او نا خوښونكې خبري ړنګي كړي، كه دا ټول درسره نه وي نو ته
به د خپل ژوند وركي په څو ورځو كي توري كړې.