کور / طنز / شکر رشوت ورک سو

شکر رشوت ورک سو

طنز
د وزیرانو د سلو زومانو ناوې شورا دخپل نړۍ لید او ولس ته د چوپړ په اساس د بډواخیستونکو د دوباره له پوسته نه څڅولواو په یوه دړدنګ د کارو د خلاصيدو په پار بیا یوخر اوبو ته پوري وهئ او په دې ډول یې خوار ولس له لی په لی ګرځیدو څخه وژغورئ ددې فرمان په اوریدو د پوهو خلکو خولې اسمان ته وختي، هغه فرمان داسې دی :

په هر وزارت کې دي د رشوت دبد او کرغیړن نوم د ورکیدو اودرشوت د مخنیوی لپاره یو دفتر د کمشن کار په نامه جوړ سي او وروسته تر دې دی ټوله قانوني او غیر قانوني کارونه له دې دفتر لخوا تر سره کیږي .

هر وزیر او ریس ، قاضي او ښاروال او …کولای سي دا څوکۍ خپل اعتمادي استازی ته ورکړي ، چې نور له دولته درشوت د نوم ټغر ټول سي .

امید نور خلک د کارمندانو خولې ور خوږی نه کړي ،هغو ته پورته کښته نسي خپل اود هغوایمان وساتي ، زموږ په دین کې رشوت ته بد ویل سوی دی ،موږ هم باید هغه ته بد و وايو، ددې کمیشن کارو دفترونو ورونه دهرچا پر مخ پېنځه ویشت ساعته خلاص دي .

اوس د هر وزارت مخ ته یو لوحه مښتې ده :

کمیشن کار ستاسو هر ناشوني معامله ، غلطې دعواوي،غیر قانوني کارونه په یو دړدنګ درخلاصوي او هر ممکن کار ناممکن کوي، نور مو کارمن د رشوت په خاطر د دتور ګلاب پسې نه استوي ، کار لاس په لستوڼي خلاصیږي. خدای مو راوله.

درمخه به یو قانوني مانوني کار په واسطه ماسطه کیدی اوس نو د کمیشن کار و د بڼکو شکولو ته ځان ټینګ کړئ ،د رشوت جامه هم الیشه سوه اوس د هرکار د امرلپاره ډالري بیه ایښول شوې ده . ځان ورته ټینګ کړه !

کنایې :

[ بڼکې شکول ] څوک ځورول،[ جامه الیشول ]څیره بدلول،[ خوله آسمان ته ختل ] حیران پاته کیدل، [ خوله ورخوږول ] رشوت ورکول ،[د سلو زومانو ناوې] تجربه کار .