کور / تازه خبرونه / هالنډ او جرمني ترکيې ته د دافع هوا ځانګړې پوځونه استوي

هالنډ او جرمني ترکيې ته د دافع هوا ځانګړې پوځونه استوي

د هالنډ دفاع وزارت د دافع هوا د څانګي اړوند ۳۶۰ پوځيان او د پتري يوټ ( دافع هوا) پرمختللي وسلې ترکيې ته ليږي چي د سوريې سره پر پوله د سوريې لخوا پر ترکيه د ممکنه بريد دفاع وکړي .
د ناټو د ماموريت په چوکاټ به د هالنډيانو سره يو ځای تر ۴۰۰ جرمني پوځيان هم د ترکيې پولي ته ځي چي د سوريې لخوا دترکيې د مځکنۍ بشپړتيا او ترکي ولس څخه دفاع وکړي .
د هالنډ ددفاع وزارت نن غرمه اعلان وکړ چي دخپلو پوځيانو او وسایطو د لېږدو لګښت پخپله کوي خو په ترکيه کي د پوځي ماموريت پر مهال به د ترکيې هيواد د پوځيانو د خوراک څښاک او ټرانسپورټ لګښتونه ورکوي .
د دافع هوا پټري يوټ د توغنديو پرمختللی سيسټم دی چي د کمپيوټري اسانتياو په لرلو سره تر ۱۶۰ کيلومټره پوري هوايي بريدګر سيسټمونه په نښه کولای او له منځه وړلای سي.
ددغه پرمختللي وسلې هره توغندۍ دوه نيم مليونه ډالره بيه لري ، دغه پوځي کنډکونه په داسي حال کي د سوريې پولي ته ليږل کيږي چي د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پر امنيت شورا او ناټو ږغ کړی دی چي ډير ژر د سوريې د کړکېچ د سياسي حل لاري چاري وسنجوي.