کور / ترخې خبري / د ښځو د مدافعانو په نوم سیاسي دلالان

د ښځو د مدافعانو په نوم سیاسي دلالان

په کاپیسا کې ۳۰ کلنه انیسه د ۱۰ ټولګی متعلمه تیره شنبه مړه شوه، دقیق معلومات ښيي چې د هغې د قتل انګیزه نه سیاسي وه، نه امنتیي او نه بله، بلکې د سیمې د ولګردانو ترمنځ جګړه کې یوه مرمۍ په انیسه سیخه شوې او وروسته په روغتون کې ساه ورکوي، اول خو نوموړې د معارف په محیط کې په شهادت نه ده رسیدلې، چې له مکتب څخه د کور په لور یا له کور څخه د مکتب په لور وژل شوې وي، بلکې د خپل ورور له کور څخه وزي او د پولیو واکسین په موخه یې بکس په غاړه کې اچولې چې دا پیښه رامنځته کیږي. په هر صورت، د معصوم انسان قتل تور جنایت دی او په هیڅ صورت توجیه کیدی نه شي.

له پیښې وروسته د کورنیو چارو وزارت بې خبره ویاند چې خبرې کوي ته به وایی چې ښځې یو بل ته ګیلې کوي، په لوی لاس دا موضوع طالب ته منسوبوي، ماته یو ملګري کیسه کوله چې دا مې څووم ځل دی د کاپیسا له والي سره تماس نیسم هغه وایي چې زموږ د امنیتي ارګانونو د تحقیق نتایج دادي چې د قتل انګیزه فامیلي تاوتریخوالی او نور موضوعات دي نه سیاسي او امنیتي، تر اوسه یې هغه طالب هم مسوولیت نه دی منلی چې تر صدیقي سل ځل تیز دی او چې کوم کار کوی په نیمه ثانیه کې رسنۍ خبروي، چې دا کار د دوی کسانو کړی. زه ډاډه یم چې صدیقي هیڅ ثبوت نه لري چې دا کار طالب کړی خو بس هماغه د سپږې د لکچر کیسه ده، که له اسمانه ټکه راپریوزي هم وایی طالب دی، صدیقي خدای خبر چې له طالبه څه ببو جوړ کړی دی.

هدف مې دادی چې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې طالب ښه پوره نفوذ او واکمن دی او همالته یې ښه په خرپ جګړه روانه کړی، چې اوس هم ددغه منحوسې جګړې قرباني او توره بیه پښتون ماشوم او پښتون ولس ورکوي، د صدیقي په شان بې خرده کسان چې داسې نامسوولانه څرګندونې کوي، نتیجه یې بیا هم دا وي چې باید ددې بې ظرفیته څرګندونو په مقابل کې د پښتنو بچيو یو څو مکتبونو ته قلفونه واچول شي، دا به ډیره بده وي چې د کاپیسا د ماشوم د وژلو له لاسه چې یوه پسته انګیزه یې وي، په لوی لاس د کندهار یا جنوب ماشوم د ځینو نامسوولانه څرګندونو په مقابل کې له زده کړو محروم کړو. ماته د معارف یو چارواکي کیسه کوله چې په پخوا کلونو کې ځکه ډیر ښوونځي په جنوب کې طالبانو تړلي وو، چې د هغه وخت د معارف چارواکو (قانوني او ټیم یې ) له معارف څخه سو استفادې او خپل شمالي سیاستونه پلي کول، په لوی لاس یې په طالبانو پسې د معارف په نصاب کې پوچ او بد رد ویل او له ځینو کاغذي خاینانو یې کاغذي اتلان تراشل او جوړول هماغه وو چې معارف یې ورځ تر بلې سیاسي کیده، او درنه بیه یې د پښتون ولس معصومو بچیانو ورکوله، چې هره ورځ به یې مکتب سوزیده، ماشوم په شهادت رسیده او مکتب ته به اور ورته کیده، د معارف د مسوولینو دا دنده ده چې ماشوم باسواده او افغانستان له شته بدبختیو وژغوري، د معارف دنده سیاست کول نه دي، چې ملاعمر تروریست دی او …. اتل. که د معارف مسوولین معارف له سیاست ونه باسي زه مطمین یم چې بیا به یې هم پښتون بچي بیه ورکوي.

په هر صورت د کورنیو چارو له محترم وزیر څخه هیله ده چې خپل ویاند یې مسوولانه خبرې وکړي دا څه دده شخصي وزارت نه دی چې داسې څرګندونې کوي د معارف دا معصوم او نوی راټوکیدلی نظام په لوی لاس د خپلې بې کفایتۍ له کبله د سیاست او جنګ ډګر ته راکاږي. د انیسي په مړینه او انګیزه خو مو یې پاس خبرې وکړې،

له دې پیښې وروسته نو د سیاسي فاحشیو تږي په کمین کې ناست وو او موضوع بابیزه کوي، چې ګواکې د معارف وزیر ولې په ملاله یوسفزۍ ټول نهه نیم میلیونه اطفال دعا کولو ته اړ ایستل او په انیسه چوپه خوله دی. په معارف وزارت کې مې یو دوست راته ویل چې دا فوزیه خیل او نور چې د خپلو شخصي ګټو بازار یې نن لږ څه له سقوط سره مخ دی، اوس غواړي د معارف له دې معصوم نوم څخه له ځانه د معارف جعلي اتلان وتراشي، هغه ویل چې معارف وزارت له دې اړخه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې غړی هیواد دی باید د ملالۍ په وړاندې جنایت یې غندلی وای. ولسمشر هغه مهال پوهنې وزارت ته لارښوونه کړې وه چې دا جنایت د معارف د نظام له لارې وغندي، که سړی په سر کې عقل ولري د ملالۍ موضوع یوه نړیواله موضوع وه او افغانستان د نړیوالې ټولنې د یو فعال غړي په توګه باید دا کار کړی وای او خپل دلجویي یې له ملالۍ سره کړې وای( پرته له نورو ملحوظاتو) خو ځینې بې خرده بیا سیاسي لوبه ترې جوړوي چې د پوهنې وزیر خو د پاکستاني ماشومانو په نسبت د افغانستان ماشومانو ژوند ته ارزښت نه ورکوي، که له دې ښاغلو او سیاسي سوداګرو وپوښتل شي چې اوباما خو د امریکا له ګټو څخه پاکستاني ګټو ته نه دی ژمن چې په ملاله برید یې وغندو؟؟؟ بانکي مون هم دا شان. هدف دلته واضح دی چې نړۍ ته باید دا پیغام رسول شوی وای چې که نن ملاله د تاوتریخوالي او ترور ښکار ده خو افغان ماشومان هره ورځ له دې بدې ورځې سره مخ دي او باید د افغان دولت حمایت وشي او ترور په نړیواله کچه وغندل شی، او د پوهنې وزارت هغه اقدام ډیر په ځای او د نړیوالې همسويۍ لپاره په زړه پورې وو، البته په ملاله برید غندل د افغان ماشومانو د وینو د بې ارزښتۍ په مانا نه دی. له دې وروسته په نوم د ښځو د حقوقو تجارتي مدافع وکیلانو (فوزیه، عفیفه اویو څو بې نومه نورې….) راټولې شوې ګیله یې دا وه چې ولې د پوهنې وزیر د ملالۍ په شان انیسه هم ونه لمانځله. دوستانو او سیاسی تجارانو معلومات مو کمزوري دي، که درنه وپوښتو چې د انیسې له پلار سره مو کوم تسلیت او همدردي شریکه کړه کنه؟ خو والله که مو یې له پلار سره په تلیفون هم تسلیت ویلی وي. که درنه وپوښتو چې د پلار نوم مو یې زده دی کنه چې انیسه د چا لور وه، په پوره تاسف سره چې سیاسي معامله ګر او درواغجن یاست او خبره درنه هیره ده.

د خدای لپاره زارۍ درته کوو چې خپلې سیاسي فحاشۍ د معارف له دې معصوم نظام سره مه کوی او لاړ شی بل څه پیدا کړی په افغانستان کې د لوبو ډیر څه شته چې ستاسو بازار ګرم کړي، خو معارف نور مه بدناموئ. د انیسې غږ خو به طلوع یا بل معامله ګر پورته کړي، او په درواغو ډندورې به واچوي- خو هغه زما بې نومه ماشومان او شهیدان به څوک وژاړي، چې هره ورځ وژل کیږي نه یې طلوع غږ پورته کوي، نه د کابل په لوکسو خونو کې ناستې د سیاست د ډګرونو فاحشې او سیاسې سوداګرې – یو ملګري مې په معارف کې کار کوي او راته ویل یې چې داسې ورځ نه ده چې په پښتني سیمو کې به یو طفل د معارف په شهادت نه رسول کیږي- هغه د مثال په توګه ویل: که طلوع رښتیا بې طرفه کار کوي یا دا په نوم سوداګریزه د ښځو ټولنې سم کار کوي نو د انیسې له مرګ وروسته په کندهار او زابل او مشرقي کې ۶تنه اطفال په شهادت رسول شوي چې هم معصوم دي او هم د جنګونو قرباني او باید یاد یې د تاریخ پاڼو ته وسپارل شي، خو د هغوی پاڼه هم نه چا یاده کړه او نه یې یادوي، نه به یې یاده کړې خو چې د فامیلي او جنسي معامله ګریو په ټس کې انیسه مړه شوه نو طلوع او مرادیان داسې چیغې پورته کړې – ددې قام دې خدای مل شي چې یو لور ته یې طالب وژني، بل ته امریکا بل لور ته یې بې نومه شهیدان دي چې څوک یې غږ هم نه اوري، حتی د صدیقي په شان انسانان هم دومره بې ظرفیتي کولی شي چې غیرې مستقمې داسې خبرې وکړي چې یوه ورځ نه یوه بې خرده دښمن احساساتي کړي او په عکس العمل کې یې مکاتب یا وتړي یا یې ورته وسوزوي. ځکه پخوا دا معلومه شوې چې قانوني له معارف سره خپل سیاست کولو او په نصاب کې یې اتلان لمانځل له قهره پړسیدلي طالب په مقابل کې د جنوب معصوم اطفال له زده کړو بې برخې کول او مکاتب یې ورته تړل او سوزول او دوی یې له تلو منع کول، اوس یې ښه وار چیرته کوي او غږ یې چیرته وزي!!!!!