کور / تازه خبرونه / په هلمند ولايت کي شپږو تنو ته داعدام سزا واورول سوه

په هلمند ولايت کي شپږو تنو ته داعدام سزا واورول سوه

د هلمند په ولايت كي د لومړي ځل لپاره  شپږو تنو انسان تښتونكو ته دوشنبې په ورځ   د اعدام سزا واورول سوه د هلمند د مرافعه محكمې رئيس قاضي عبدالواحد افغاني وايې چي دغه كسان سيد رسول ،ايات الله ، نعمت الله ، عزيز الله ، حقمل ، او ايات الله نوميږي دوئ مياشتي وړاندي د ناوي په ولسوالۍ كي نيول سوي دي چي د افغانستان د بهرني او كورني امنيت د قانون د شپاړسمي مادي له مخي د اعدام په سزا محكوم سوي  .


د يوه بل خبر له مخي د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼي له لاري د ګرمسېر په ولسوالۍ د ائتلافي ځواكونو سره په ګډه د پوځي عملياتو په پايله كي د اوو تنو طالبانود وژل كېدو خبر وركړى دى .


وسله والوطالبانو هم د سنګين په ولسوالۍ كي د ماين په چاونه كي د لسو برټانوي سرتيرو د وژل كېدو ادعا كړې ده . د برټانويانو وياند ساى من ميلر د پيښې د پخلي تر څنګ وايې چي جزئيات به يې وروسته د رسنيو په واك كي وركړي