بشيربلور: داى اين پي پخوانى دريځ ريښتينى شو
پيښور
دصوبه سرحد دښاروالۍ وزيربشيراحمدبلور وئيلى دى چې دافغان جنګ په هكله دعوامى نيشنل پارټۍ دديرشو كالو پخوانۍ دريځ نن ريښتينى شو چې دافغانستان جنګ دكفر او اسلام نه وْ بلكې دامريكا او دروس دګټو جنګ وْ،ددغې جنګ تاوان اوس ټول پښتون قام وركوى او په ځانګړى توګه دصوبه سرحد او پيښور خلك ددغې جنګ تاوان وركوى زمونږه وسائلو دخپلو لكونو افغانانو ورونو خويندو دپالنې بوج واخيست.
