بيت الله مسودپه پاکستان کې دجګړې دبندېدو اعلان وکړ

34 | اپریل 23rd, 2008


دپاکستاني وسله والو اورپکو مشر بيتالله مسود وايي چې نور دي وسله وال طالبان په پاکستان کې له تاوتريخ والي څخه لاس واخلي . ده نن په رسمي ډول داوربند اعلان په يوه اعلاميه کې وکړ او هم دارازيې له ټولو طالبانو څخه په کلکه وغوښتل چې داوس لپاره بايد جګړه بنده شي ، نوموړي دجګړې دبندېدو اعلان په داسي حال کې وکړ چې په پاکستان کې پوځي حکومت پاى ته رسېدلى او دجمهوريت دفعاله کېدو هڅي رواني دي . تېره ورځ دپاکستان حکومت دپا کستاني اورپکو ديوې بلي ډلي مشر ملامحمد هم خوشي کړ . دبيت الله مسعود ننى اعلان په سيمه کې بېلا بېلي اندېښنې راټوکولې دي او کارپوهان په دې باور دي چې دبيت الله مسود اورپکي به يوځل بيا دافغانستان لورته مخه کړي ځکه نوموړى لا له وړاندي په افغانستان کې جنګېدلى دى . ډېرى نور په دې باور دي چې پاکستاني سياست وال داښکاره کول غواړي چې په جمهوري نظام کې دوسله والو اورپکو سره جوړجاړى ممکن دى . خو دپاکستاني چارواکو او دبيت الله مسود تر ميانځ دروغي جوړي پر معاهده دامريکا متحده ايالاتو اندېښنه ښودلې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024