کور / راپور / بې پيلوټه جنگی الوتکه په افغانستان کي آزمويل کيږي

بې پيلوټه جنگی الوتکه په افغانستان کي آزمويل کيږي

دانگلستان هوايي پوځی ځواکونه  غواړي  د يوې  مياشتي په موده کښي ((MQ-9 Reaper))   بې پيلوټه جنگی اولوتکه دافغانستان په سويلي سيمو کښي وآزمويي .
دگارډين ورځپاڼي دراپورله مخي  دغه  الوتکه به په نيواداکښي  دامريکادهوايي قواو له پايگاڅخه دانگليسي ماهرانو لخوا رهبر کيږي .
له دې دابې پيلوټه الوتکي  به  پدغوسيمو کي  دطالبانودتگ راتگ دکشف اوهمدا ډول ددوي پر مرچلو اودپټېدو پرځايونودبريدلپارهاستفاده وشي  .ددې ډول الوتکي څخه استفاده  به  دانگلستان دوسله والوځواکونوپه تاريخ کي يوه نوې پاڼه پرانيزي .




انگليسي افسران پردي ټينگارکوی تر کومه ځايه چي دا بې پيلوټه الوتکه  دتکړه ماهرانو لخوا رهبري  کيږي 
 چې  په جنگي عملياتو کي ددې الوتکي څخه په استفادې سره به دملکی وگړودوژلو خطر ډير کم  سي .
دانگلستان هوايي  پوځ دمگړئ  درې داډول بې  پيلوټه ((MQ-9 Reaper)) الوتکي لري  چي دامريکا څخه يې هر يوه په ((۲۰))  ميليونه دالره رانيولې ده. دټول افغانستان لپاره دغه ډول ((  ۱۲)) الوتکوته اړتيا ليدل کيږي .
دابې پيلوټه الوتکه چي کولاي سي (( ۲۴))ساعته پرواز وکړی په لسو(( Hellfire)) توغنديواودورهبری شوو بمونوسمبال  سوې ده .
په عيني وخت کي   دامريکا لخوا له دې الوتکی نه  استفاده کول په لومړی سرکي دزياتو حقوقی اواخلاقي  بحثونواوتفصيرو سره مخامخ شول .
يوشمير څېړونکي پدې باوردي چې ددې الوتکی په وسيله که څه هم دمډرنو کشفی او داړېکو نيولوپه ډير پرمخ تللي  تخنيکي وسايلوسمبال ده ،  پداسي حال کي چې رهبری کونکی يې په زرهاو کيلومتره ليري دي  له دې امله  به کره نښان نيول ډير مشکل  اويوڅه ستونزمنه خبره وي .
 دبېلگې په توگه تيرکال داکتوبرپه مياشت کي دامريکادڅار گری ادادرې  CIA دپاکستان په شمال کي پر يوه کلي باند دحملې  لپاره دهمدې  بې پيلوټه الوتکي  نه استفاده وکړه .د CIA دمعلوماتو  له مخی هلته په يوه کورکي  دالقاعدې دسازمان يو مشر ايمان الظواهري  پټ شوی و،دهمدې  بې پيلوټه الوتکي دحملې په پايله کي (( ۱۸)) ملکی وگړي ووژل شوه ،اوخپله ايمان الواهري  ژوندۍ ځکه پاته شو چي هلته نه و.
ددغی الوتکي  ديوې بلی حملې په پايله کښې نه  تنهادالقاعدې دسازمان څلورتنه برجسته غړي  له منځه ولاړل بلکي نور څونفره  ملکي کسان  هم پکښي ووژل شوه .