کور / تازه خبرونه / د لرافغانستان د نن ورځي وروستي خبرونه

د لرافغانستان د نن ورځي وروستي خبرونه

دلر افغانستان خبرونه




دسوات ديونين کونسل دکبل دسيمى دناظم پرموټر دناڅرګندو وسله والو کسانو دډزوله امله دناظم په ګډون دوه وګړى مړه او يوتن سخت ټپى شويدى ديوباورى خبرترمخه ديونين کونسل دکبل دسيمى ناظم محمدحسين ايډوکيټ په موټر باندى ناڅرګندو وسله والو کسانو ناڅاپى ډزى وکړى چې ددغو بيرحمانه اوناترسو ډزوپه پايله کښې په موټرکښې سپور محمدحسين ايډوکيټ اودشخصى ادارى کارکوونکى اسحاق سملاسى په حق ورسيدل او يوبل وګړى سخت ژوبل شو ټپى سمدستى سمه ايزوروغتون ته ورسول شول دباورى راپورترمخه دسوات سيمه ايزناظم جمال ناصر خان اودمټه ناظم او مرستيال ناظم څخه وروسته دوهم ځل لپاره په دغه ناظم ډزى وشوى اود خونړى پيښى ښکارشويدى.


 





دسرحدايالت ستر وزير رحيم دادخان ويلى دى چې دصوبه سرحد ا يالتى کابينه به نوره هم پراخه شى اوپنځه نوى وزيران به پکى ځاى کړل شي دصوبه سرحد ايالتى ستروزيررحيم داد خان داټکى پرون په پېښور کښې له خبرى رسنيو سره په خبروکښې څرګندکړ چې دصوبائى کابينى دپراخوالى په اړوندپريکړه شويده چې دنوموړى پريکړى په رڼا کښې به پنځه نوى وزيران مقرر او وټاکل شي چې له هغى وروسته به دايالتى کابينى دوزيرانو شميره پوره ٢٦ تنو ته ورسيږى دايالتى کابينى په نويووزيراتو کښې درى دعوامى نيشنل ګونديو به دپيپلزګوند شيرپاؤ دډلى اوبل کس به داسبملۍ يوآزاد غړى ګډون ولري رحيم دادخان زياته کړه چې په ايالتى کابينه کښې د(ن)ليګ له ګډون څخه تودهرکلى کوى دمولانا صوفى محمد دجيل څخه دخلاصيدو په اړه ستروزيروويل چې له جيل څخه دمولاناصوفى محمد خلاصون دتښتول شوى سفير طارق عزيزالدين په بدله کښې ندى شوى ده زياته کړه چې مولانا صوفى محمد دسيمى دامن ا و روغى جوړى په رامنڅته کيدو اوټينګښت کښې دخپول هڅو او مرستو کولو ژمنه کړيده ده په پاى کښې وويل چې په سويلى وزيرستان کښې به همدغه شان د=روغى جوړى درامنځته کيدو سره لوظنامه وشى.

 





دپنجاب څوارلس کسيزه کابينې دوفادارى لوړه وکړه دپنجاب( ګورنر) له نوې منتخب کابينې څخه سوګند واخست دسوګند ا خيستنى په دستوره کښې دمسلم ليګ (ن) غړوله مټو څخه تورې څيرې تاوکړې وې دراپورونو ترمخه ترسوګند اخيستنې مخه او وروسته سياسي کارکونکو دولس مشر مشرف په ضد سخت شعارونه ورکړل.

 





دصوبه سرحد دحج اومذهبى امورو ايالتى وزير نمروزخان ويلى دي چې وکيلان په ټولنه کښې مهم ارزښت لري په هېواد کښې دقانون اوآئين دسرلوړى لپاره دوکيلانو کردار ارزښتناکه دى دسه شنبى په ورځ دضلع مانسهرې دوکيلانو له اتحاديې له غړوڅخه دسوګنداخيستنې دستورى ته په وينا کښې ايالتى وزير وويل چې دوکيلانو دغورځنګ په پايله کښې به په هېواد کښې دقانون واکمنى او جمهوريت غښتلى شي نوموړي زياته کړيده چې دهېواد په تاريخ کښې په لړمړني ځل دوکيلانو له غورځنګ سره دولس ملاتړ مل دى که چرته وکيلان خپل غورځنګ ته په سمه لاردوام ورکړي نوپايلى به يې ارزښتناکه وي.

 





په وزيرستان ايجنسۍ کښې داوړو دکمبوۍ بجران يوځل بيا سرراپورته کړيدى او د٨٠ کيلو اوړو ديوى توړى قيمت پوره څلورزره کالداروته اوچت شويدى خواوړه له دغومره لوړى بيى سره سره بياهم نه ترلاسه کيږي داوړو دنه ترلاسه کيدو پخاطر قبائيلى عوام له خورا کلکوستونزو سره مخامخ شويدى درارسيدلو اطلاعاتو ترمخه ځينوبيوزلو قبائيلى اوسيدونکو دغرونو دبوټو په خوړلوپيل کړيدى سيمه ايز قبائيلى مشرملک عبدالقدير خان اونورو قبايئلى مشرانو دهېواد له لومړى وزير يوسف رضاګيلانى څخه ټينګه غوښتنه کړى ده چې نوموړى په فاټا کښې هستوګنو عوامى قبائيلو اوپه تيره بيا دسويلى وزيرستان دايجنسۍ په اړوندوسيمو محسود، کاڼى ګرم، بدر، لدها اونورو علاقو کښې داوړو دکمبوت او کاختۍ دغميزى دختمولو پخاطر چټک اوعملى ګامونه پورته کړي.

 





 دصوبه سرحد ستروزير رحيم دادخان دکالعدم تحريک نظام شريعت محمدى سره شوې لوظنامه ارزښتناکه بللو سره ويلي دي که چرته نور وسلوال هم له وسلو څخه لاس په سر شي نو حکومت به ورسره خبرې اترې وکړي په پېښور کښې له خبريالانو سره دخبرواترو په ترڅ کښې ايالتى وزير زياته کړه چې حکومت، ا پوزيشن اوعلماء ټول په هېواد کښې امن غواړي اودتېري ورځې لوظنامه ددغى يوه کړۍ ده په لوظنامه کښې  دتشدد دمخه په ګډه نيولو ژمنه شويده ايالتى وزيرد خپلو خبرو په دوام سره ويلي دي چې صوفى محمد پرته دڅه عدالتي حکم څخه  بندى وو چې يوغير مناسب کاردى په سوات کښې دامنيت دټينګښت لپاره يوه لويه جرګه جوړه وو ايالتى وزير زياته کړيده چې پاک پوځ دحکومت برخه ده په هيواد کښې به د١٩٧٣ دآئين ترمخه اسلامى نظام رامنځته کړل شي ايالتى وزير په ډاګه ويلي دي چې دبهرنيانو سره به خبرې اترې ونکړو.

 





دانګلستان دباندنيو چارو وزير ډيويډ ملى بينډ دپاکستان خلکو ته ويلى چې دپاکستان د نوى اوګډحکومت له جوړيدو څخه مننه اوستاينه وکړي چې دارواښادى ميرمن بى نظيربوټو دوژنى وروسته ئي په ډيروستونزومنو شرايطو کښې په جمهورى لاره قدرت ا و واک يومنتڅب حکومت ته وليږداوه دانګلستان دبهرنيو چارو وزير ډيويډ ملى بينډ په پاکستان کښې دخپلى دوه ورځنى کتنى په پاى کښې دملک له پخوانى لومړى وزير ميامحمد نوازشريف او آصف على زردارى سره يوځاى د ميلمستيا پرمهال ليده کاته ترسره کړل دبريتانيا دبهرنيو چارو وزير وويل چې دى خبرى په ماخورا غټ اثر کړيدى چې دواړو مشرانو په ګډه سره دجمهوريت دپرمختګ په اړه خبرى اترى وکړي ملى بينډ زياته کړه چې له دى خبرى څخه انکار نه شى کيداى چې دپاکستان ګډ حکومت له خورا زياتو مشکلاتو سره مخامخ دى ده په ډاګه وويل چې د دى خبرى کره نښى نښانى شته دى چې القاعده دپاکستان او افغانستان دپولو په دواړو غاړو کښې شتون لرى برتانيه دپاکستان له حکومت څخه دبنسټپالو سره دګډوخبرواترو په وسيله دامن او روغى جوړى له هڅو څخه په ټينګه ملاتړ کوي ډيويډ ملى بينډ داهم وويل چې دتفاهم اوروغى جوړى مطلب داندى چې ترهګروته دناوړه عملونو دسرته رسولو فرصت ورکړو دبى بى سى خبريال جيم رائيتر وويل چې دبهرنيو چارو وزير ډيويډ ملى بينډ ده ته ويلى ؤ چې په بريتانياکښې دترهګرو جوړيدونکى ٧٠ فيصده پروژو اوکړنو سرله پاکستان څخه راپورته کيږي.

 





 دکويټه په ښار سرياب رو ډباندې دبلوچستان پوهنتون (پروائيس چانسلر) پروفيسر صفدر کياني دوسلوالو لخوا په ډزو ووشتل شو او په حق ورسيدى دراپورونو ترمخه دبلوڅ ياغيانو تنظيم بى، ايل ،اې (بلوچستان ،نيشنل، آرمى) يې دوژلو مسئوليت په غاړه اخيتۍ دي.

 





 داروپايي ټولنى دبهرينو اړيکو مسر هاويرسولانا ويلى چې دى له طالبانو سره دتفاهم اوسوله ايزو خبرواترو ننګه او ملاتړ کوي خو له القاعده سره به خبرى ونه شى داروپائي يونين دباندينو اړيکو دکميتى رئيس هاوير سولانا په اسلام آباد کښې دپاکستان دبهرينو چارو وزير شاه محمود قريشى سره يوى ګډى خبرى غونډى ته خبرى کولى ده وويل چې دپولى دواړه غاړوته دډاډمنى سولى اوامنيت دټينګولو مسئوليت دپاکستان او افغانستان دواړو په غاړه دي دناټو پوځونه پدى کى هيڅ کاراوغرض نه لرى ده په پاکستان کښې له طالبانو سره دسوله ايزوخبرواترو ملاتړ وکړ او وي ويل چې خبرى دى له هغه چاسره وشى چې سوله او امن غواړى په خبرى غونډه کښې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشى ويلى چې په قبائيلى سيمو کښې به دامن اوامنيت دساتنى پخاطر هلته پوځ موجود وى دصوفى محمد دجيل څخه دخلاصون مسئله دسودابازۍ پايله نده بلکى دامن او روغى جوړى دټينګولو پخاطرنوموړى له بنده خوشى شويدى.