کور / تازه خبرونه / ډیوه نیازی دقاضي ظهرالدین محاکمه غواړی

ډیوه نیازی دقاضي ظهرالدین محاکمه غواړی

په بي بي سي اونوروافغانی رسنیوکي یوخبرخپورشویدی ،چي یوه(٢٠ )کلنه افغانه نجلې دډيوې نیازی په نامه په افغانستان کي دیوی محکمي قاضي ظهورالدين دناوړوغوښتونو ټول مجلس او خبری په پټه ثبت کړى دی اودغه کسيټ بي بي سي راډیوترگوتوکړى دى.
کیسه داسې ده ،چي ډیوه نیازی دخپل میړه څخه دطلاق داخیستلو لپاره محکمي ته ځي، دمحکمي قاضي دظهرالدین په نامه چي د (۶۵)کالو عمر لری دډیوی دطلاق دچارودسرته رسولولپاره دډیوی نیازی څخه دوي غوښتني لری !هغه داچه دډیوی نیازی دطلاق چاری به دقاضی په مرسته هغه وخت ترسره شي چي ډیوه نامه د طلاق نه وروسته سمدستي دقاضی ظهرالدین سره واده وکړی اوکه نه باید ډیوه نیازی شل زره افغانې وقاضی ظهرالدین ته رشوت ورکړی. ډیوه نیازی دقاضی ظهرالدین ټولي خبری په پټه ثبتوی(ریکادوی) او دبي بي سي راډیو ته یی ورکوی. دبي بي سي راډیواوتلویزیون دغه کیسه د خپل چینل له لاری نشر ته سپاری اوخپروی یی .
دولسمشر کرزي وياندايمل فيضي دبي بي سي پښتو وېبپاڼې ته له ترکيې څخه په تيلېفوني اړیکي کې ویلي ،چې ولسمشر د بي بي سي له خوا خپره شوې د ډيوې نیازی ټوله کيسه لوستې ده. او دبی وسي ډیوی نیازی څخه د قاضی د ناوړو ِغوښتونو پلټني به وکړی.
ښاغلي فيضي وويل: “ولسمشرکرزي په دې قضيه کې ژوره دلچسپي وښوده او ويې غوښتل چې په جدي ډول دې دغه پېښه د قانون له لاری تعقيب شي.”
په پټو ١٥ دقيقو ثبت شويوخبروکې قاضي ظهرالدین ١٥ وارې له ډيوې نیازی څخه غواړي چې وادۀ ورسره وکړي چې د طلاق قضيه ورته وگټي اوداخوندي شي.
په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې د ادارې مشر عزيز الدين لودين هم اندیښنه ښودلی ده هغه وایی چې دټولو شواهدو له تر لاسه کولو وروسته به دوى دغه موضوع جدي تعقيب کړي.
ښاغلي لودين وويل دوى به له سترې محکمې سره په گډه يو پلاوى و ټاکي او دا پېښه به وپلټي.
دیادولو وړده ،چي په افغانستان کي ډیری قضیي دولسمشر کرزی لخواه په پیل کی تر جدی غورلاندی ونیول شيٍ ولی بدبختانه د پلټني چاری یي بیا میاشتې اوکلونه ونیسي خو دملامت اوپړ درک او پرک مالوم نشي.