کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوی افغان د ټولنې اعلامېه

د لوی افغان د ټولنې اعلامېه

د لوی او بښوونکي خدای په نامه

قدرمنو هېواد والو :
تاسې ټولو ته څرګنده ده چې د کرزي د ادارې په دولس کلن بهير کې افغان ولس په خاصه توګه لر او بر پښتانه دومره وځپل شول چې د تاريخ په اوږدو کې یې څارۍ نه لېدل کېږي او لکه څرنګه چې روښانه ده اوسنۍ په نوم ولسمشر د قدرت د ساتلو په موخه د هر افغان دښمنه ډلې ټپلې او پېژندل شوؤ مفسدو او خاېئنو اشخاصو سره د جوړجارئېو او مصلحتونو په کولو سره لر او بر پښتانه تباه او برباد کړل او اوس د خپلو (انګرېز پنجابي) بادارانو په خوښه او اشاره د افغان ،‌ پاکستان او انګلیس د درې اړخيزو خبرو په پلمه غواړي د ډېورند د کرغېړنې کرخې معضلې ته د انګرېز ځای ناستي او جوړ شوي ګوډاګي (پاکستان) په خوښه د تل لپاره د پای ټکۍ کېږدي او د امیر عبدالرحمن خان په شان کرزۍ هم دې ته اړ کړي چې دا ځل د دې کرغېړنې کرخې په اړه په اصطلاح نوې معاهده د پنجابي سامراج سره تازه کړي ،او د تل لپاره ورته حقوقي او قانوني بڼه ورکړي.
قدرمنو هېوادوالو: پدې وروستېو کې د کرزي اداره هڅې کوي چې د دې کرغېړن هدف لپاره عامه اذهان تنویر کړي ،که تاسې د ولسمشر د دفتر د ویاند مطبوعاتي اعلامیې ته ځير شئ او د ولسمشر کرزي او باراک اوباما د هغې مناظرې بشپړ راپور چې د ولسمشر د مطبوعاتو دفتر خپور کړۍ د نظر څخه تېره کړۍ نو په لمړيو کې به حېران شئ چې ولسمشر او داسې خبرې ؟
دۍ اوس پدې وپوهېده چې افغانان په خاص ډول پښتانه په لر او بر کې د افراطېت او د تش په نامه د ترهګرۍ سره په جګړه کې ډېر وځپل شول تحقير شول ، د خپلو کورنو څخه وشړل شول، پر مال او ناموس یې تېرۍ وشو ، ښوونځي یې وڅوځېدل ، ښوونکي یې وه وژل شول او په خپل کور کې بې کوره او بې اوره شول . په ظاهره کې خو دا مناظره ډېره په زړه پورې او د انګرېز،پنجابي ښکیلاک پر ضدبرېښي ، خو که ورته ځير شئ نو په ډېره ماهرانه توګه یې د ډیورند تپل شوې کرخې ته قانوني او منل شوۍ دریځ غوره کړۍ دی . مثلاّ د کرزي له خوا په اصطلاح« د پاکستان په پښتون مېشتو سيمو کې »کلمات او یا «د پاکستان قبائېلي سېمو کې» یادونه او د ولسمشرۍ د دفتر په مطبوعاتي پاڼه کې یې خپرول دا پخپله څرګندوي چې د کاسې لاندې نيم کاسه ده او خدای مکړه دا مذدورې او مفسدې ادارې د قدرت او حاکمېت پاتې کېدو په موخه غواړي په کور دننه د پښتنو د غوڅ اکثرېت ملاتړ خپل کړي او انګرېز پنجابي سامراج ته هم ډاډ ورکړي چې ما خو هم په خپلو وېناؤو او دولتي مطبوعاتي خپرونو کې ستاسې په غوښتنو د هوکړې او تأېد مهر لګولۍ دی . زما په آند د کرزي مفسدې ادارې خدای مکړه داسې کومه پټه معامله یا دریځ غوره کړۍ دی چې د کومې ډرامې او طوطېئ په ډول د کومې په اصطلا لویې جرګې په رابللو سره به ېؤ بل تارېخي ننګ او شرم وګټي ، او پاېلې به یې په هېڅ ډول لر او بر افغان ملت ته د منلو او قبول وړ نوي ، دا ځکه چې اوبه په ډانګ نه بېلېږي او افغان له پړانګ نه وېرېږي .
له دې کبله د لوی افغان ټولنه د هېواد کړکېچنو حالاتو نه د وتلو ېواځېنۍ لار د خپل پخواني درېځ باندې ټېنګار او يؤ ځل بېا ټولو لر او بر افغانانو باندې د نړۍ په ګوډ ، ګوډ کې غږ کوي چې ؛
د هېواد کړکېچنو او پېچلو حالاتو ته په کتلو سره چې تقریباً څلور لسيزې یې زمونږ د ګران هېواد افغانستان لر او بر ، ځمکه او فضأ په خوار او بې وځله ولس سره تبۍ ګرځولې ، زمونږ ټولې مادي او معنوي شتمنۍ یې له مېنځه وړي او د هر با درده او با احساسه افغان وجدان او ضمیر یې کړولۍ او دردولۍ دی . نو دې ټولو ته په کتلو سره ، دې کرغېړنو حالاتو څخه د وتلو یواځېنۍ لار په لاندې ډول د ملي یووالۍ او‍‍ ملي پاڅون تر نامه لاندې په هېواد کې د ملي سراسري صلحې او دیوه ملي قوي مرکزي دولت د جوړولو لپاره وړاندیځ کوو.
۱ – د هېواد څخه بهر افغانانو څخه جوړه د یوې ګړندۍ ، تدارکاتي جرګې داېرول .

۲ – په بهر کی دا تدارکاتي جرګه به د هېواد د ژغورلو په موخه د یوه کال په اوږدو کې په هېواد کې دننه د
سراسري لویې جرګې لپاره خپلې هڅې پېل او مؤخې وټاکي .

۳ -په هېواد کې دننه ددې سراسري لوې جرګې د پرېکړو په اساس به ددې ملي یووالي او ملي پاڅون بنسټ ،کړنلاره او مؤخې د ملي ګټو پر بنسټ غوره او وټاکل شي .

څرنګه چې افغانستان د ټولو ورونو قومونو ګډ کور او د افغان ولس د فرهنګ ،کلتور او ملي نوامیسو تاریخي میراث دی ، نو ساتنه یې هم په هر افغان فرض او دنده ګڼل کېږي. دې اصل ته په کتلو سره ټولو هغو په هېواد خلکو او خدای مېنو افغان منورینو علمأو، روحانېونو، قومي مشرانو ، سیاسي ګوندونو په مدنی ، کلتوری ، فرهنګي او اجتماعي چارو کې ماهرو مسلکي او تخصصي افغان کار پوهانو باندې غږ کېږي چې خپل منلي استازي پدې شرط چې دا استازي د ښي اوکین اړخو ګوندونو د مشرتابه چې ‌په کورنیو جګړو کې ښکیل وه غړیتوب ونلري او په هېڅ ډول د وینې توېونې ، اختلاس ، اداري ، اخلاقي او پولي فساد باندې په مستقیم یا غېر مستقیم ډول تورن او ښکیل نوي د هېواد څخه بهر دې را بلل شوې مقدماتي او تدارکاتي جرګې لپاره چې نېټه او ځای به یې وروسته اعلان شي غوره او په لاندې پته یې نوملړ مونږ ته راواستوي .
حميد الوتاند alwatand@yahoo.com
ستاسې د ګوتنېونو ، وړانديځونو او نضریاتو په هيله .

په درناوی
دلوی افغان ټولنه شمالي کلیفورنیا
تل د وي لوی افغانستان ژوندۍ د وي لر او بر افغان ملت