دوسله وال طالبان :دتليفوني شبکو دفعاليت موده …..

34 | اپریل 24th, 2008


وسله والو طالبانو ديوې اعلامې په خپرولو خبر ورکړ چې په افغانستان کې مېشتي تليفوني شبکې کولاى شي چې دسهار له شپږو بجو بيا دماښام تر اوه نيمو بجو پوري فعاليت وکړي . . وړاندي طالبانو ګرزنده تليفون ته دسهار له اوو بجو دماښام تر پنځو بجوپوري اجازه ورکوله . دوسله والاو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي چې په تليفون کې لراوبر ويپاڼي ته اعلاميه ويله وويل چې دشپې لمخي دطالبانو دتلفاتو کچه ټيټه شوې او اوس هم په ښارونو او لري پرتو سيمو کې دګرزنده تليفوني شبکو کمپنۍ نشي کولاى چې خپل فعاليتونه وکړي . دطالبانو ددغې پريکړي سره سم په اولس کې اندېښنې راپيداشوې او په ډېرو لري پرتو سيمو کې اوس مواصلاتي نظام ګډوډ شوى دى .

Copyright Larawbar 2007-2024