کور / تازه خبرونه / پر ډيورنډ کرښه پرتو دوو امنيتي تاڼو يو مهال وسله وال بريدونه شوي

پر ډيورنډ کرښه پرتو دوو امنيتي تاڼو يو مهال وسله وال بريدونه شوي

د خوست ولايت په دوو سرحدي تاڼو يو مهال وسله وال بريدونه شوي، چې له امله يې د ځايي چارواكو په خبره دوه سرتيري ټپيان شوي دي.
د خوست  ګربزو ولسوالۍ اړوند، د باړي او لېژې په دوو سرحدي تاڼو تېره شپه په يوه وخت، بريدونه شوي.
د باړي تاڼې قوماندان المرګل منګل وايي، چې جګړې يونيم ساعت دوام كړى او له دواړو لوريو  سپكې او درنې وسلې پكې كاريدلي دي.
ده دا هم وويل، چې په دې پېښه كې يې دوه سرتيري ټپيان شوي، خو د بريدكوونكو له مرګ ژوبلې مالومات نه لري.