نیمروز: دانځورګری سیالی ترسره شوه
دنیمروز ولایت زرنج ښار کی دامریکا دمتحده ایالاتو دپرمختیایی پروګرام رمپپ او دزرنج ښاروالی په مرسته سره ددی ولایت په مرکز کی دپنځم او شپږم ، اوم او اتم ټولګیو زده کوونکو ترمنځ دانځورګری سیالي ترسره شوی .
یاده سیالی دښځینه او نارینه زده کوونکو ترمنځ وشوی چی په دواړو ډلو کی یو، یوګروپ زده کوونکی دښه رسامی په کولو سره بریالی اعلان شول او ښاروالی لخوا څخه ورته دبریالیتوب ډالي ورکړل شوی.
دانځورګری دسیالي پرمهال کی دزرنج ښاروال محمدسرور نظری درسنیو سره په خبرو کی وویل چی دیاد پروګرام دجوړولو څخه یی موخه دښاروالی او دښوونځیو دزده کوونکو ترمنځ اړیکی جوړول دی ترځو هرڅوک دخپل ښار دپاک ساتلو او دکثافاتو دټولولو دپاره کاروکړی او دناروغیو څخه ځان وساتو.
ښاغلی نظری همداراز وایی چی اوس دښارزیات شمیر ځوانان دښاروالی سره په بیلابیلو برخو کی همکاری کوی او دوی توانیدلی چی دځوانانو دپاره دنړیوال همکارو موسیسو په خاص ډول درمپپ پاملرنه راړولی او دنوموړی په وینا ډیر ژر به دزرنج په ښآر کی دیوشمیر ښوونځو دزده کوونکو دپاره دکمپیوټر ، انګلیسی ژبی او منیجمنټ کورس خلاص کړی او موخه به یی دځوانانو دظرفیت لوړول او هغه ته دکار زمینه برابرول دي.
بل لوری ته بیادیادو ښوونځیو زده کوونکو دیادی سیالیو دجوړولو په موخه دښآروالی څخه دمننه په ترځ غوښتنه وکړل چی دښوونځو زده کوونکو ته نور ورته پروګرامونه جوړکړی ترځو دښوونځیو زده کوونکی لانور هم وزده کړی ته تشویق شی.
نیمروز ولایت دافغانستان په جنوب کی پروت ولایت دی چی دګاونډی هیواد سره ګډه پوله لری او پکی کله ناکله دناامنیو راپورونه ورکول کیږی.