کور / نثر / سعید زابلي دکلیوال ماحول نه رنګ اخیستي

سعید زابلي دکلیوال ماحول نه رنګ اخیستي

سعید زابلي دپښتوالفاظونه ملغلري باسي اوله هغه نه په الهام سره دشعر یوه مکمله کلیمه جوړوي .نازک زابلي په تول پوره اوددښکلاتخیل اوتفکر نه ډکه شاعري کوي .مینه ناک زابلي کله کله بلاکوي اودخلکوپه زړونوکی پخواني یادونه راژوندي کوي. لکه چی دلته وایی چی پیغله وي دبنګړوشرنګ نه لري ..لکه غزله چی اهنګ نه لري …
بیاهم دي ښکلې کلیوالې پیغلي …ساده پاده دشونډورنګ نه لري کلیوال دودونه دماشومانو سره لوبي دنوموړي دشاعري یولویه ځان ګیړنه ده .هغه په شعر کی هرڅه ته پام دی دقومونو یوځای والی دنفرت پرځای سوله کول دوطن سره مینه کول دمشرانو څخه دیوالي غوښتنه دزابلی دشاعري یوبله ښیګڼه ده .زابلی بیخي تاند ځوان دی اوپه ډیره کمه موده کی یی دادي دوهم کتاب چی ستوروي ته ناست یم له سیتاره سره نومیږي هم چاپ کړ. سعیدزابلي که هرڅومره په کیلوال ماحول کی لوی شوی خو ښاري نزاکتونه یی مراعت کړي دی .اودهرچاسره په خپله طبعه خبري اوبحث کوي .
زه زابلي دډيري مودي راهسی پیژنم اوان چی دوه تردریوکلنو پوري زه اودی یوځای سره اوسیدلي یو دهغه کړه اوړه ماته معلوم اوتشخیص کړي مي دی .زابلي شوخ اوټوکي ځوان دی ځیني وختونه په نه څه خفه کیږي خوپه زړه صاف دی اوکینه نه لري چی دایی مهم فطرت دي .سعید زابلي دخبروډیرښایسته انداز لري خوپر سټیج یی شعر په خپله لهجه ویل زړونوته تسکین ورکوي. .ماته یی په شاعري کي غزل خوند راکوي که څه هم هغه ازاد یاسپین شعر هم لیکي خو اهیکوګاني نظمونه اولنډي کیسی یی دلیکوالي یوبرخه تشکیلوي .زابلي ماشوم وو ځوان شو اودادي اوس ۵ اولادونه لري چی اومید دی اولادونه به یی هم دپلار په څیر دپښتو ژبي دبډایني لپاره مټي راونغاړي زابلي ډیر ښایسته خصوصیات لري لکه خپله چی په شعر کی وایی. کینه یی نه زده سپین زړګی دسعید..
دکلیوال مالت زلمی دسعید…دزړه خبره چی ساتلی نشی..منم چی دغه یوکمی دسعید.دزابلي نوي شاعري دپخوانۍ شاعري سره جلا ده نه پوهیږم چی دکلیوالوسیمو یادونه ولي دومره زیاته کوي .هغه اوس هم خپل کلیوال ماحول یادوي اوپه هرشعر کی یی صفت کوي اوبله خبرداده چی په طبعي لحاظ هم دکلیوالي ماحول اوښاریاتو ترمینځ توپیر شوی دي.چی ډاکتران کلیوالي ماحول دښاریاتوپه نثبت دروحیاتوپه تازه کولو کي غوره بولي چی یوعلت به یی همدا وی ځکه زابلي هم تریوي مودي پوري په طبابت کی پاته شوی دی .
زابلي ماشوم وچی په خپله سیمه یعني شملزی کی یی زده کړي کولي اوورسته دښونځيواوښونکودنشتوالي له امله ګاونډی هیواد پاکستان ته لاړي اوتریوي لنډي مودي ورسته بیرته خپل وطن افغانستان ته راستون شو اوپه جلال اباد ښار کی یی لوړي زده کړي شروع کړي اوتریوي مودي ورسته دکورنیوجنجالونوپه خاطریی له لوست سره مخه ښه وکړه هغه لوړتحصیلات نه کړه ترسره خو خپله ځیرکتیا یی پرکار واچول اوځیني وختونه به یی په شخصي ډول زده کړي کولي .زه ښاغلي زابلي ته دنوي کتاب له امله مبارکی وایم اوپه زابل کی دځوان اونوښتګر ملګري نبي تلاشی نه زرځله مننه کول چی زموږ دیوه تګره شاعر دکتاب مالي لګښت پرغاړه واخستي .ستوروته ناست یم له سیتاره نومي کتاب په ۱۲۱ مخنو کی ددانش خپرندویه ټولني لخوا په ښایسته پښتي چی دعبدالغفورلیوال لیکنه پري شوی راوتلي دی.