کور / هراړخیز / دموکریتوس

دموکریتوس

لیکوال: محمود فاضلى
ژباړه: مسعود عمر

دموکریتوس د هگسیستراتوس زوی دی او د هغه د زېږېدو ځای د آیدرا ښار و. که څه هم د هغه د زېږېدو کال په سمه توګه نه دی معلوم؛ اما کولای شو د هغه د زېږېدو نېټه له میلاد څخه کابو ۴۶۰ کاله مخکي وګڼو. ځینو کسانو هم د هغه د زېږېدو نېټه، اتیایم المپیاد ګڼلی دی. ویل کېږي، هغه ډېر اوږد عمر او د مړینې په وخت کې یې ۱۰۹ کاله عمر درلود ، په دې ترتیب سره، مړینه یې کابو ۳۸۰ کاله مخکې له میلاد څخه اټکل کېږي. د ده د ژوند او پېښو په هکله، خورا ډېر رپوټونه په لاس کې دي، چې لږه برخه یې سمه او پاتې نور یې افسانې او له ځانه جوړ شوي دي او تاریخي اصالت نه لري. اما هغه څه، چې کولای شو له دې درکه ومنو دا دی، چې هغه په ځوانۍ کې له لوکیپوس سره اړیکه درلوده او له هغه څخه یې ډېر شیان زده کړي دي.
ددې فیلسوف په ژوندانه کې مهمې پېښې، دده ډېر سفرونه دي، چې ده، د هغه وخت هېوادونو کې د پوهې د موندنې او د تجربو او ښوونې د تر لاسه کولو لپاره یې ترسره کړې وې.
ده په ځوانۍ کې، خپل پلار میراث خپلو ورونو ته ور وباښه او خپله برخه یې، چې له ټولو څخه لږه وه، په نغدو پیسو تر لاسه کړ او پر هغه یې خپل سفرونه پیل کړل. ویل کېږي، دی لومړی مصر ته ولاړ او ورپسې بابل او په پایله کې فارس ته ولاړ. د هغه د سفرونو له ډلې څخه هندوستان ته د هغه تګ دی او د هغه هېواد له «فیلسوفان» سره ناسته پاسته وه.

دموکریتوس تر پنځو کلنو سیر (ګرځندوی) وروسته په پایله کې بېرته خپل ټاټوبي ته را وګرځېد او په هغه ځای کې یې د عمر پاتې برخه پر کار، لیکلو او نورو ته د ښوونې په ورکولو، تېر کړ.

هغه کیسې، چې ګواکې، ده د کار په پای کې او یا دا چې د ناتوانۍ او زوړوالي له امله یې، لاس پر ځان وژنې پورې کړی دی، د باور وړ نه دی او په همدې دول دا افسانې، چې ده د نړۍ پر هر شي خندل او ټول شیان یې د لوبې شیان بلل او د خندان ‏فیلسوف لقب یې تر لاسه کړی و.
دموکریتوس له شهرت څخه په تېښته کې و؛ اما د خبرتیا، پوهې او لوړ علمي او عقلي پوهې له پلوه له شک پرته د ښاریانو د درناوي او له احترام څخه برخمن و. دموکریتوس ډېر پوه او پوهاند و او د پوهې په بېلابېلو برخو او څانګو کې یې د جامعیت او لوړوالي له نظره، هغه کولای شوای په لرغونې پېر کې له ارسطو سره پرتله کړو، که څه هم ارسطو له هغه څخه په خپلو لیکونو کې په نیکۍ سره یادونه کړې ده او «د پیدایښت او تباهۍ» په هکله رساله کې په دې ګروهه دی: « دغه سړی (دموکریتوس) داسې بریښي، چې د هر شي په هکله یې فکر کړی دی.» د ارسطو په مدرسه او زده کوونکو کې، د دموکریتوس لیکنې لکه د نورو پخوانیو فیلسوفانو په څېر زښته ډېر موندل کېدې. ارسطو د دموکریتوس له عقایدو او لیکنو سره په بشپړه توګه آشنا و او د دموکریتوس عقایدو په هکله زموز پوهه د ارسطو دکتابونو له امله ده. دغه بشپړ او ځلانده شخصیت له ناآرامې او هڅانده اند، په ټولو ځاینو او په هره برخه کې د حقیقت په لټه کې و او تل به یې پوهه خوښونکي او څېړونکي، د انساني فکر تاریخ کې حیرانتیا او ستاینې ته اړ کړل او حتی یې خپل فلسفي مخالفین یې دې ته اړ کړل، چې له هغه څخه ستاینه او تمجید وکړي.

د یوناني فیلسوفانو او پوهانو په منځ کې دموکرایتوس ډېر زیار وېستونکی متفکر او د ډېرو لیکونو څښتن و، چې دغه کړنه د بېلابېلو علومو او څانګو په هکله د هغه د جامعیت او د حیرانتیا نښه ګڼل کېږي.

ډېری د هغه ډېر کار کول له ارسطو سره پرتله کوي؛ اما دغه پوښتنه تل مطرحه شوې ده، چې ولې د دموکریتوس له لیکونو څخه شی نه دي پاتې؟ آیا دغه کړنه یوه تصادفي موضوع ده یا دهغه ناسم چانس. او شاید هم، جګړې، ویجاوړونې، اور لګېدنې، بېلابېلې او پرله پسې غلاوې، چې د پېړیو په اوږدو کې په کوچني آسیا او په همدې دول د هغه په هېواد (یونان) کې رامنځته شوي دي او یا دا چې راتلونکو فیلسوفان او پخوانيو متفکرانو د هغه د آثارو په ساتنې کې پاتې راغلي او بې غوري یې کړه. اما په هغه شي کې چې شک نشته، دا دی چې، انساني عامل اغېزه او له کتلور او پخواني پوهې څخه د هغه انګېرنه، یا په بله وینا، د احساساتو، دیني او ټولنیزو عقایدو اغېزه، د پخوانیو د آثارو په ساتنه کې یا په یاده ویستو کې هڅه کړې او یا حتی د هغوی د له منځه وړلو لپاره یې ګام پورته کړی دی.

دی په عملي توګه په ټولو علومو او انساني زده کړو کې د نظر خاوند و، او پرله پسې رسالې یې لیکلي دي، چې یو یې هم له لاسوهنې څخه جوړ نه دي وتلي. د هغه د لیکنو ټولګه ۵۲ ته رسېږي، چې په پنځو برخو «اخلاقیات، فیزیک یا طبیعت په هکله مبحث، ریاضیات، موسیقۍ او فني موضوعات» کې وې. د هغه تر ټولو ستر کتاب «کوچنۍ نړۍوال نظام» دی، چې ده، په دې اثر کې د نړۍ د پیدایښت او هستي په هکله خپل عقاید او اصول وړاندې کړی دی.

د حیرانتیا ځای دا دی چې، د افلاطون کتابونه د راتلونکیو لپاره پاتې شول؛ اما د دموکرتیوس لیکنې ورکې شوې، ددې چارې یو لامل کېدای شي دا وي، چې د مسحیت له نفوذ څخه وروسته، کلیسا او ملاتړ یې د افلاطون او په همدې ډول د ارسطو په کتابونو کې یې، د خپل ایمان او عقیدې، عقلي ایمان توجیې لپاره یې، پياوړي پخواني، فکري، فلسفي او بنسټونه وموندل.

په دې ترتیب سره، کشیشان چې د هغه پېر پوهان وو، د جګړې، غلاو، اور لګولو پر مهال یې دا لیکنې یا په یوې ډاډ وړ ځای کې پټې کړې دي او یا یې هم له ځانه سر وړي دي او د هغه په ساتلو او خوندي کولو کې هڅه کوي. اما ددې لپاره چې نورو کتابونو ته یې زړه نه ښه کاوه، د بېلابېلو تاریخي وختونو او پېښو په لړ کې، د ډېریو پخوانیو فیلسوفانو او پوهانو لیکنې له منځه ولاړې، اما د افلاطون او ارسطو کتابونه چې کلیسا یې ساتل اړین بلل او د ریاضیاتو، طبي، او هندسې په هکله کتابونه چې د ورځنيو چارو لپاره اړین و، وساتل شول او راتلونکو وختونو ته پاتې شول.

دمو کریتوس لپاره تر ټولو ښه خیر، د انسانانو فردي او ټولنیزه نیکبختۍ ده او د هر چا د نیکبختۍ سر

چینه په هغه کې پټه ده. دا سرچینه د هغه په روح کې دی. د هغه له روښانه نظریو څخه د انسانانو ټولنیز او سیاسي ژوندانه او د هغه پر وړاندې یې د مسوولیتونو مسله ده. ټولنیز کارونه باید تر هر شي مهم وګڼل شي او په هغه کې ګډون وشي. باید له هغه شي څخه په دفاع کې چې د ټولو خیر او صلاح په هغه کې دی، هڅه وشي. هغه هېواد، چې په سمه توګه اداره شي، داسې خزانه ده، چې هر شی پکې شتون لري او که چېرې له لاسه ووځي ټول شیان د لاس له غولي تللي دي او د حکومت او دولت تر ټولو ښه ډول، د دموکراسۍ حکومت چلول دي.