کور / کره کتنه / قهرماني کاکړ ته مبارکي او دسولي واقعيتونه او وړانديزونه

قهرماني کاکړ ته مبارکي او دسولي واقعيتونه او وړانديزونه

قهرماني خور کاکړ ته د سولي د سمبول د جايزي د برياليتوب مبارکي او ټولو هيوادوالو ته دسولي په هکله اړوند واقعيتونه او وړانديزونه :

له ټولو خبرو لمړي درني قهرماني خور کاکړ ته ددي بي ساري بريالتوب مبارکي وايو او دسولي په دې سپيڅلي لار کي ددې خور د لا ډيرو برياليتوبونو د لاسته راوړلو هيله مند يو تر څو دا قهرمانه خور ثابته کړي چي د افغانستان داوسنۍ کشالې په هوارولو کي د وطن ميندي او خويندي بې تفاوته او غير فعاله نه دي او دخپلو ورونو سره په هر سنګر کي همږغه،هم نظره ، هم سنګره او قرباني ورکوي .

موږ د قهرماني خور د دې جايزې د لاسته راوړلو له وياړني مخکي هم په خپلو تبصرو کي ددې خور له اسلامي او پښتني دريزه په ډيره کلکه ملاتړ کړي دي ، رايه مو ورکړې ده . مګر موږدا خور نه پيژندله او اوس يي( هم د سولي د پسرلي راوستلو د پاره ) کماحقه نه پيژنو او نه ددې د سولي د منځته راوړلو د هلو څلو او پرله پسي هڅوڅخه پوره معلومات لرو . دا پوښتنه به حتمي د ځينو ورونو سره سمدلاسه را ولاړه شي چي په پټو سترګو مو ورله ملاتړ څرنګه وکړو؟ ، پوښتنه کونکي هم په حقه ګڼو ، او ځانونه هم ملامته ګڼو چي موږ ولي په پټو سترګو چاته رايي ورکړه ؟ که اوس مو غلطي کړي وي په راتلونکي کي خو د دا ډول کارونو، او يا د نامعلومه ا شخاصو پوره څيړنه او پلټنه وکړي شي او يا دغلطو رايو ورکولومخه ونيول شي ، تر څو زموږ رايي ، اهلو کسانو ته ورکول شي که نه، هم مو خپله رايه بي اهميته او بي کيفيته کړه ، هم مو دا لار دنورو نااهلو د ناروا ټاکلو د پاره پرانيستله او هم مو هغه مسوليتونه او کړني ، ناکاره، نيمګړي او عيبجني کړي او د کار نتيجه کي به د ټولي ټولني په حقوقو پښي کيښودل شي .

مګر دا چي کمپياين پيل شوي وو ، مونږ د نورو دمقايسې له مخي کا کړ خور ته رايه په دې خاطر ورکړه چي ( په اسلامي حجاب کي وه او د ځينو ايزمي عناصرو له خوا دا محترمه خور د تاييد وړ نه وه ) نو موږ مقايسوي تاييد کړه ، او داچه کمپايين مخي ته تللي وو زمونږ د پاره ناوخته وو چي ددې خور د سولي دمسوليتونو په هکله پلټنه اوپوره څېړنه وکړو . کله کله داسي هم کيږي چي رسني تبليغات هم د نومول شوي کس په ټاکنه کي اغيزمند شي او اهل کسان د تبليغاتي وسايلو د نه درلودلو له امله شاته پاتي شي . خو داچي دې خور د رايوو شمير له زرو کسانو پورته شوي وو دا به هم زموږ د رايي ورکولو د پاره نسبي دليل جوړ شوی وي .

اوس چي دا خور ټاکل شوي ده ، کيدي شي دا به شه ټاکنه وه موږ به ددې په تاکنه کي کومه سهوه ،ګناه او اشتباه نه وي کړي مګراوس خو ځينو پوښتنو ته ځواب وويل شي چي کومه او د چا سره سوله ؟ دي خور د کومي سولينيزي ټولني سره غړيتوب درلود ، دکارونو تفصيل او نتيجي يي څه وي ؟ تر اوسه څه لاسته راوړني لري او څه وړانديزونه او پلانونه د راتلونکي د پاره لري ؟ څوک دې ته د سولي جايزه ورکوي ؟ د سولي جايزه ولي ددې ټولي سولينيزي ټولني ته ( که شتون لري ) ورنکړي شوه ؟ که سولنيزه ټولنه شتون نه لري نو دي خور په ځانله څرنګه د سولي د پاره کارکوو او څرنګه ددې جوګه شوه چي د سولي د جايزې د اخستلو وړ وګرځي ؟ د سولي د پاره څه طرحه لري؟ که هغه طرحه هم په لر او بر او يا نورو رسنيو کي نشر او خپره شي بده به نه وي ، او که خپره شوي وي موږ ته يې د لينک ادرس راکړئ چي ويې څيړو .
دې خور ته د سولي په کومه مرحله کي دا جايزه ورکړئ کيږي د سولي کارونه خو ډير شاته پاتي دي ، وايي نعمت ناخوړلي شکر ويستل د عادت او انساني فطرت خلاف خبره ده ،( لکه اوباما سره همدا کار وشو) مګر اوباما داسي نه معلوميږي چي دی د سولي د جايزي وړ وي او لا کيدی شي د سولي په مخالف قطب کي قرار ولري نو بيا به له اوباما د ورکړي شوي جايزې د بيرته واپس کيدوغوښتنه کيږي ؟ کومه چي به ډيره بې منطقه اونه کيدونکې وي او که لا اوباما د بشري حقوقو د پښو لاندي کولو او او درنښت نه لرلو له امله د نړيوالي د جزايي محکمي د جزا ورکولو مستحق شي نو بيا به ددي سولي جايزي ورکول او د سولي او د بشري حقوقو د نه درنښت له امله د جزا ورکول ( نړيوال جنګي مجرمينو ته ) به يو د بل سره متناقض عمل وي . نو دې خور ته له وخته مخکي جايزه ورکول به د اوباما د جايزي سره ورته والي ولري چي له وخته مخکي ورکړي شوه .

په هرصورت زما او د نورو هيوادوالو په ذهن کي دې ته ورته ډيري پوښتني شتون لري ، که تاسي ددې ډول پوښتنو مرکه د دغه ټاکل شوي خور سره وکړئ او هغه دا ډول ټولي پوښتني ځواب کړي او موږ ته زموږ د دې د ټاکلو پوره ډاډ حاصل شي دا زماوړانديز دي .

د راتلونکي د پاره مي( لر او بر) او يا نورو پاڼواو رسنيو ته دا هيله او وړانديز دی چي د داسي شخصيتونو د پيژندني او ملاتړ نه مخکي ددوی پوره پيژندنه او ټولي کړني هيوادوالو ته په ډاګه اوپه ګوتو شي نو موږ به دهغه په ټاکلو کي هم د خالق او هم دمخلوق رضا او خوشالي ساتلې وي .په دې کار کي دا ځل ماته د لراوبر څه نيمګړتيا ښکاره شوه ، زه باور لرم چي د دوهم ځل دپاره به د لر او بر د پيژندني په مرسته موږ له اول ځله ښه ټاکنه کړې وي چي هغي کي به د ټاکل شوي شخص اهليت ،تقوي او اخلاص په نظر کي نيول شوی وي . او دهيواد په دې اړخ کي به مو د فساد او درغلي مخه نيولي وي.