افغانستان له پولنډ سره د همکاريو تړون لاسليک کړ

عطاالله محمدي | دسمبر 15th, 2012


د افغانستان او پولنډ تر منځ د سياسي، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي همکاريو د هوکړه‌ليک سند لاسليک سو.
د پولنډ هېواد د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغی او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره يې دغه سند لاسليک کړ.
د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، پولنډ هېواد د افغانستان له همکارو هېوادونو څخه وباله او ويې ويل، چي پولنډ په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره ډيره همکاري کړي ده.
د پولنډ د بهرنيو چارو وزير راتس ورسکي وويل، چي هېواد يي له شلو کالو راهيسي له افغانستان سره همکاري لري او په افغانستان کي يي ډير پرمختګونه درلودلي دي.
ده وويل، چې د دغه سند لاسليکول به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي رسمي کړي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په لاسليک سوي تړون کي ذکر سوو مادو ته ژمن دي.
نوموړي زياته کړه، چې افغانستان ته 2600 پولنډي سرتېري راغلي او دا مهال شاوخوا 1800 پولنډي سرتېري په غزني ولايت او په بګرام هوايي ډګر کي فعاليت کوي.
د ده په وينا، له افغانستانه د پولنډي ځواکونو وتل هم د امنيتي مسووليتونو د ليږد د بهير په چوکاټ کې ترسره کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024