پښتو تر پښو لاندي شول
د تاريخ په اوږدو كښي هيوادونه د گڼ شمير قومونو – مليتونو – دودونو او ژبو د يو ځاي كيدو څخه جوړ شويدي ٠ د هر هيواد بڼسټ په هغه لومړيو كښي هغه قوم او مليت ايښي دي كوم چه په هغه ځاي كښي دنورو قومونو په پرتله ډيركي ول٠ په كوم ځاي كښي د مځكي پر مخ چه ژوند به يي كاوه همهغه محدوده خاوره يي د استوگنځي به په نوم ونومول٠ چه دا نوم د پيړيو پيړيو را پدي خوا د هغه هيواد اودهمهغه ملت د لرغوني تاريخ او ملي هويت څرگندوي دي ٠ همدا راز ملي ژبه په هيواد كښي د همهغه ډيركي قوم او مليت څخه ټاکل کيږي ٠ همدا وجه ده چه ملي سرود او ملي ترمينالوژي په نارمل شكل د وطن د ملي ژبي څخه جوړيږي چه نور ميشت قومونه يي هم په وړين تندي خپل وياړ بولي ٠
زموږ هيواد افغانستان لكه دنړي نورهيوادونه د گڼ شميرو قومونو – مليتونو – دودونو او ژبو څخه جوړشويدي او ملي ژبه يي پښتو د نړي د نورو هيوادونو په شان د ډيركي مليت په بنا ټاكل شويده په همدي اساس ټول ملي او سركاري ځايونه او ملي سرود په پښتو ژبه او استوگن يي افغانان نومول شويدي.دا ټكي په وار وار دافغان او بهرنيو ژب پوهانو او هم د لرغون پيژندونكو په څيړونو او ليكنو كښي ثابت شويدي چه د نړي په كتابتونونوكښي دا اثارشتون لری. په افغانستان كي پراته ټول ميشت قومونه چه هر يو يي افغان دي په گده له ډيري اوږدي پخواڅخه په خوشالي د خپل خواږه ژوندانه شپي او ورځي سبا كړيدي او دهر يرغلگر په ايستلو او شړلو كي ټوله يو ځاي اوږه په اوږه توره په لاس ډگر ته راوتلي دي ٠
نن ورځ بهرنيان ددي هيواد د هويت پيژندنه په افغانستان ، افغان او پښتو ملي ژبه كوي ٠ ملي ژبه په هيوادكښي ملي سرود او ملي ترمينالوژي جوړوي او دهيوادټول ملي شتمني، ملي سرود، حكومتي وداني، پاركونه، لوي لاري، وزارتونه، سړكونه، استوگنځايونه، بانكنوتونه، علمي ډگري، عسكري رتبي او داسي نور……………….د قانون له مخي په ملي ژبه نومول كيږي٠
د خپگان او د تاسف ځاي دادي چه نن ورځ دمذهب ، قوم او ژبي ترسيوري لاندي دښمني ته لمن وهل كيږي حال دا چه پدي وطن او هيواد كي چه د كلونو كلونو را پدي خوا د قومونو او مليتونو تر مينځ هيڅ ستونزه موجود نه وه او په شريكه هر افغان د وطن په گوټ گوټ كښي د ملي مصطلحاتو څخه چه په ملي ژبه يعني په پښتو ژبه ټولني ته وړاندي شويدي تر همدا گړيه د استفادي وړ دي.
ولي يو تعدادتالي څټي افغانان چه خپل په اصلي افغاني اصالت او اصيل هويت خبر ندي د نورو په لمسون او د پيسو په زور د پښتو او پښتنو ددښمني لپاره گمارل شويدي چه د بادار لپاره يي ددښمني هڅي دومره گړندي كړيدي چه ساري يي په تاريخ كي هم نه ليدل كيږي. دا رنگه افغان دښمنه خلگ لمر په دوو گوتو پټوي او له گيډې څخه دا شانته ليکني کوئ چه د هغه د يو وراسته لړمون په شان بد بوي ځي او بيا يي د فاشيستي ويبپاڼو څه خپروي ٠ كله د پټي خزاني كتاب جعلي بولي (اريانا) كله ملالي بي هويته گڼي او كله هم د افغان نوم و يوه قوم او مليت ته منسوبوي (اريانا نت) حال دا چه افغان د يوه قوم نوم ندی ، دا دهغه كس د وياړني نوم دي چه ځان دافغانستان اوسيدونكي او تابع شميري ٠هغه كه پښتون وي كه تاجك ،هندو، هزاره، تركمن او كه بلوڅ وي دا هر يو افغان دي٠ دا سپيڅلي نوم د افغانستانيانو او خراسانيانو لپاره ندي اوس په ښكاره به درته ووايم چه درياب د سپي په خوله نه مرداريږي٠ ستا او ستا د بادارانو په تخريب او دښمني به هيڅكله افغان افغانستاني او افغانستان به خراسان نشي او دا ارمان به گور ته وړي٠
دا تالي څټي نه افغانان دي نه هم په افغاني اصالت او اصيل هويت خبردي د نورو په لمسون او د پيسو لپاره د پښتو او پښتنو د دښمني لپاره گمارل شويدي او دا هڅي دومره گړندي كړيدي لكه ماشومان چه د كوڅي سپي په ځغستا كړي.
نن ورځ چه هر يو فاشست واك تر لاسه كړي په همهغه اداره اورگان او وزارت كښي لومړي فعاليت يي دادي چه د هغه ځاي پښتو نوم ودري ته واړوي . ددوي دهمدي فعاليت ان په بهر كښي د افغانستان د سفارتونو سر دري هم تري په امان پاتي ندي .
دا لا څه کوې بله نوي لوبه يي پيل كړيده . ليڅي ېي را نغښتي دي چه د سړكونو او استوگنځيو څخه د واټ او ميني توري ليري كړي ځكه چه د پښتونستان واټ او خوشال ميني او نورو داسي ځايونو د هيواد دملي ژبي مطابق دوي لره د منلو وړ ندي او نه يي هم باداران د ليدلو تاب او توان لري . او نه هم د كوچيانو شتون د هيواد د اصلي وگړو په څير زغملاي شي . او نه هم و پښتون محصل ته كومه پاملرنه كيږي كه څه هم تر نورو پوه وي . د تلويزون په څپو كي به داسي گوډه او ړنده پښتو در ته ووايي چه له خپله به دي زړه تور شي او يا هم به د خپلي گيډي دارنگه نوي لغتونه جوړ كړي چه په هيڅ قاموس كښي به پيدا نشي .
مركي او دگردي ميز جوړول په پښتو ژبه د تلويزون پالسي نده. او حتي يو تعداد ورځپڼي خو اصلا پښتو نه پيژني چه څرنگه ليكل كيږي . زه فكر كوم چه پدي وجه پښتو په ورځپاڼو كښي نه كاروي چه په پښتو ليك كښي د ايراني اصطلاحاتو لپاره ځاي نشته دا لنده لښته يي يوازي په دري ژبو افغانانو پسي را اخستي ده څو د ملي ژبي ملي ترمينالوژي په بشپړه توگه دهغوي له مغزونو نه چور كړي او د خپل وطن – دود او تاريخ سره يي بيگانه كړي . ولي ډاډه اوسي چه د ايران وارداتي اصطلاحات پر اصيلو افغانانو باندي هيڅ اثر نلري هغوي به هيڅكله پوهنتون ته دانشگاه و نه وايي .
دا ټولي ستونزي هغه وخت را ولاړي شوي چه پښتنو چارواكو او واكمنانو پښتو او پښتنو ته شا كړل . كه چيرته دا ښاغلو پښتنو ته څه نا څه پاملرنه كړيواي بيا به پښتون محصل هم د نورو په شان د سټيج پر مخ د ولسمشرڅخه ډيپلوم تر لاسه كړيواي . د تلويزون پر مخ كله چه د وينا او مركي ځاي شي همدا پښتون چارواكي په دري ژبه لگيا وي او خپله مورني خوږه پښتو تر پښو لاندي كوي . كه چيرته سوال تري وشي چه د خپل حكومت او واكمني په دوران كي دي لا اقل يو ځل په پښتو كوم مكتوب ليكلي دي ؟ ايا د كوم مكتوب پر حاشيه دي په پښتو احكام ليكلي دي ؟ هرو مرو ځواب به يي منفي وي . اوس حق لرم چه په ښکارۀ چي
غي ووهم چه پښتو تر پښو لاندي شول او په حكومت كي غمخور نلري . يو يا دوه كسان چه هر څومره زړه سوانده شي هغه يوازي دي او له دي امره مستثنا دي . په يوه گل نه پسرلي كيږي .
ولي د همدي تلويزونونو څخه ليدل كيږي چه د پارلمان او كابيني دري ژبي واكمنان ټوله ويناوي او مركي په مورني دري ژبه دي كه څه هم په مركه كي سوال په پښتو تري وشي . او د خداي لپاره يوه خبره به د پښتو پر ژبه رانوړي .
دا بيچاره گان پړ ندي ځكه چه دوي ايراني پلوي دي يا ستميان دي او يا يي د عقايدو او اغيزو لاندي دي . د همداسي خلگو څخه هيڅكله گيله نه كوو ځكه تگلاره يي معلومه ده.
گيله له خپلو كيږي . گيله له هغه كيږي چه په خټه سپيڅلي پښتون وي او پښتو يي تر پښو لاندي كړيوي او نه هم د پښتنو خواخوږي كوي . زما په ان داسي واكمنان د چوكي د ساتلو لپاره محافظه كاره شويدي او يا دومره ماړه شويدي چه غونډي ټولنيزي او دودزي چاري يي تري هيري كړيدي او په نورو سوچونو كي ډوب دي. پخوانيو خلگو څه ښه ويلي ول چه موړ نس فاړسي وايي .
اوس د چا له لاسه و چا ته وژاړم . او څوك به د دي نوي پروژي او په څه ډول مخنيوي وكړي چه په پراخ مالي لگښت د اسلام قلعي له بندر څخه د گمركي محصول نه پرته په قاچاقي ډول د افغانستان ښارونو ته ورسيدل .دا د ايران د اصطلاحاتو پروژه ده چه د ډيرو مزدورانو په استخدام سره په سيمه كښي د پښتو او پښتنو د وړانولو چاري پلي كوي . په درنښت