یرغلګر دلته ماتیږي

د لراوبر اداره | اپریل 24th, 2008


هیڅ  د اوسپنی   دیوال   پښتنو ته نه ټینګږی
د پښتون که زور شی یو داستبداد قصر نړیږی


په دی پوه شه غلیمه چی پښتون آزاد منش دی
اسارت نه  قبلوی   سر سجدی    ته نه   ټیټیږی


د افغان او د انګلیس د لمړی جنګ پایلی ګوره
چی  سر ماتی برایډن  ننګرهار پوری   رسیږی


د انګریز د جګړه مارو د شکست راوړی خبر
له ګوډ آسه نیم ژوندی داکترځمکی ته غورځیږی


د نیکونو نه دی   بیا هم  هیڅ تا وانخیست عبرت
په دی شه ځان دی پوه کړه چی ستا سر هم پریکیږی


ځان تر څو د دین فروشو ملایان تر شا پټ ساتی
ملا څه چی د پښتنون له قهره اوسپنه  ویلیږی


بیا دی څه چل جوړ کړی چی خان بولی ګران آشنا
لوی متل د پښتنو دی چی دپلار غلیم نه دوست کیږی


مونږ منت د چا نه اخلو که مو سر له تن هم غوڅ شی
له   عرب   تر سکند ره   ټول  روسان  هم   پوهیږی


مونږه  پریږده   آرام  لاړشه   بیرته  خپل  و طن  ته
دا   وطن   د   توریالو   دی  یر غلګر  دلته   ماتیږی

Copyright Larawbar 2007-2024