کور / تازه خبرونه / كندهار:محصلېنوله ميرويس رغتون سره دويني مرسته وكړه

كندهار:محصلېنوله ميرويس رغتون سره دويني مرسته وكړه

داړوكسانودژونددژغورلوپه موخه دنړيوال صره صلېب په ملاتړدميرويس روغتون دويني له بانك سره دپوهنتون محصلېنودويني مرسته وكړه .


دكندهارپوهنتون په لس ګونوتنه محصلېن دطب پوهنځي په وړاندي راټول سوي واوغوښتل يي چې دخپل بدن دويني په وركولوسره ديوه اړانسان ژوندله مرګ څخه وژغوري .


ددوى له منځ څخه يې اكثروپه خوړابيړه هڅه كول چې له نوروڅخه ځانونه وړاندي كړي اودويني داخيستونكوطبي كاركونكوسره مخ سي .


دكندهاردميرويس روغتون ډاكتران وايې چې زياتروختونه په ځان وژونكوبريدونوكې ټپيان سوي كسان ويني ته زياته اړتيالري، اودوى بياپه دغسي بيړنيوحالاتوكې اړدي چې دهغوي دژوندي پاتې كيدولپاره دويني له بانك څخه دهخوي داړتياوړوينه  پوره كړي .


په ميرويس روغتون كې دويني دبانك مسئول ډاكتر وايې چې ددي ترخواولادي ناروغان هم زياتي ويني ته اړتيالري اوپه هروڅلورويشتوساعتونوكې دوي داسي زيات ښځينه ناروغان لري چې له ولادت څخه وروسته زياتي ويني ته اړتيالري .


دنومه وړي په خبره چې دوى داړتياپرمهال له روغتون څخه دباندي دويني دراټوله ولوكمپياينونه ترسره كوي اوپه رضاكارانه ډول زيات كسان دي ته  چمتوكيږي چې له خپلوخوږمنوهيوادوالوسره دخپل وجووينه شريكه كړي .


ددي ترخواروغتيايي كارونكي هم وايې چې ديوه سالم انسان لپاره اړينه ده چې په هرودرومياشتوكې له خپل بدن څخه په روغتيايي مركزكې زړه وينه وكاږي .


په وينايي چې راض يي په دي كې دي چې دزړي ويني پرځاي نوې وينه په بدن كې جريان پيداكوي اوداروغ صحت لپاره يوګټوركاردي .


ډاكټران وايې چې په هرودرومياشتوكې دويني وركول كه له يوه پلوه يوستره بشري مرسته ده نوله بلي خواڅخه له طبي نظره هم يوپرځاي كاردي .


له ويني وركولوڅخه وروسته دكندهارپوهنتون محصلېونوپه خپلوخبروكې كې راته وويل چې چمتودي داړوانسانانودژوندي پاتي كېدولپاره دخپل وجودوينه له هغوي سره شريكه كړي .


ددوى په آنددايوه ستره بشري مرسته ده چې په اړينوحالاتوكې ددوى وينه دروغتيايي كاركونكوله لوري ناروغانوته وركول كيږي .


كله چې په خونړيوبريدونكودراپورجوړه ولولپاره دپېښي سيمي ته تللي يونوپه رښتياسره هم زيات كسان دې ته اړوي چې بايدوينه وركړل سي .


څواونۍ وړاندي دكندهارښارپه خواجك باباكې دسوي خونړي ځان وژونكې بريدزياتروټپيانودغسي يوې بشري مرستي ته اړتيالرل .


هغه مهال هم دسولي مركې درضاكارانوپه ګډون دښارزيات اوسيدونكې دې ته چمتوسول چې دويني مرسته وكړي .


تردي وړاندي دكندهارپه باغ پل كې دسوي خونړي بريدله ټپيانوسره په كندهاركې دميشت ۲۰۵ اتل قوال اوردوسرتيروهم دويني مرسته كړې وه .