کور / تازه خبرونه / كندهاروالي له خبريالانوسره شاه ولي كوټ ته ولاړ

كندهاروالي له خبريالانوسره شاه ولي كوټ ته ولاړ

دكندهاردترټولوګڼ ميشتي والسوالۍ شاه ولي كوټ له اړوكورنيوسره دخوراكې  توكومرسته وسول .


داهغه والسوالې ده چې دځايې خلګوپه ويناچې په سلوكې  يې تر۹۰فيصده زياتې كورني دخوراكې توكوله قهتي سره مخ دي .


تردي وړاندي دغه والسوالې يوه له هغووالسواليوڅخه وه چې دجګ پوړوچارواكوورتګ خوراستونزمن و.


اويابه هم په دغه والسوالې كې همتآورغلي چارواكې له يوې پېښي سره مخ سول .


خوداځل دشاه ولي كوټ والسوالي بېخې خپله بڼه بدله كړې اودوالسوالۍ دودانۍ مخ ته يي خوراپه پراخه پيمانه اوسېدونكې راټول سوې ول .


په دوى كې دټولني دبيلابيلوكته ګوريوخلګ راټول سوي ول اوځيني خويې خوراله لري پرتوسيموڅخه  راغلي و.


دوالسوالۍ دسپين ږيروپه ويناچې  اوس خلګ له يوه پلوه دامنيت له لوري ډاډمن دي اوله بلي خواڅخه دخوراكې توكونشت والي راپه مخه كړي .


دكندهاروالي اسدالله خالدنن دغې والسوالۍ ته ديوې ډلې خبريالانوپه ملتياولاړاودشاه ولي كوټ والسوالۍ له قومي سپين ږيرواودولتي مامورينوسره وكتل  .


ځاي خلګوله والي اسدالله خالدسره په خبروكې  انديښنه وښودل چې زياتې  كورنۍ دلوږي له امله اړي سوي چې خپل ټاټوبي ايله كړي .


ددوى له منځ څخه يې اكثروويل چې كرونده يي هم دموسمي بارانونودنه شتون په وجه لمنځه تللې اودوالسوالۍ په اكثره برخوكې داسي كورنۍ هم سته چې دخوراك هيڅ څه هم  په واك كې نلري .
والي اسدالله خالدپه بيړنۍ توګه له اړوكورنيوسره دمرستي په موخه دسيمي له ځاي سپين ږيروڅخه شپاړس كسيزه هيئت ته دنده وسپارل چې دنړيوال خوراكې پروګرام  په مرسته برابرسوي ۲۷۰ ټنه غنم اودال پراړوكورنيوديوه  عادلانه ويش په ترځ كې وويشي .


والي اسدالله خالدله ځايې خلګوسره په خبر وكې وويل چې دوي هڅه كوي له اړوكورنيوسره دمرستولړي زياته كړي .


دنومه وړي په خبره چې دم ګړي دخوراكې توكودويش لړي دكندهارپه زياترووالسواليوكې روانه ده اوځايې استازوله لوري اړوكسانوته وركول كيږي .


كله چې مونن دشاه ولي كوټ والسوالۍ له اوسېدونكوسره خبري كولې نوزياترويې ويل چې داسي كورنۍ لاهم دوالسوالۍ په كليوكې سته چې په ټولېزه توګه دخوراك  هيڅ څه هم نلري .