کور / تازه خبرونه / بشیر احمد بلور خاورو ته وسپارل شو

بشیر احمد بلور خاورو ته وسپارل شو

پېښور:د خیبر پښتونخوا د مشر وزير بشير احمد بلور جنازه د پیښور په کرنل شیر خان يا آرمي سټیدیم کی وشوه. او له دغې وروستو خارو ته وسپارل شو.د هغه په جنازه کی د زرګونو عامو وګړو په شمول يو شمير سياستوالو او حکومتي چارواکو ګډون وکړ. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، د پښتونخوا ملې عوامې ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د عوامې نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولې خان تر څنګ د دغه ګوند یو شمیر مشرانو او کارکنانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.د جنازي لپاره سخت امنيتی ګامونه پورته کړل شوې وو.بلور د پيښور په بيري باغ سيمه کي خاورو ته وسپارل شو. نن په ټول پاکستان کې د ویرورځ اعلان شوی، او د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د دریو ورځو د دسند او بلوچستان ايالتي حکومتونو د ٢ ورځود ماتم اعلان کړی.