افغاني پولیسي امریکايي پولیسه ووژله

جان محمد مهربان | دسمبر 24th, 2012


دافغانستان د کورنیو چارو په وزارت کښي نن سهار د جدي پر څلرمه او دډیسمبر څلرویشتمه، یوې داخلي ښځينه پولیسي پریوې امریکاي سلاکاري پولیسي باندي ډزي وکړې اوځای پرځای یې ووژل. دپیښي دماهیت په اړه کافي معلومامت رسنیو ته نه دي ورکول سوي خو ویل کیږي چي برید کوونکې نیوله سوې ده.
د نوموړي وزارت چارواکي وایي چي دامهال دپيښي په اړه ددوی پلټني ادامه لري. چارواکي زیاتوي چي دغه امریکایي مېرمن دخوړولو ځای ته روانه ول چي افغاني پولیسي ورباندي د تومانچې ډزي وکړې.
بل خوا په افغانستان کښي مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، چي وژل سوی یو امریکایي ملکي قراردادي دﺉ.
د روان ۲۰۱۲ کال له پیله پر بهرنیو پوځيانو د افغان سرتېرو بریدونه ډېر سوي؛ چي د افغان امنیتي چارواکو اندېښنې یې ډېرې کړي دي. دیادوني وړ ده چي دا لومړی ځل دﺉ، چې یوه افغان پولیسه پر یوه بهرني پوځي سلاکار ډزي کوي.
دروان کال دفبرورۍ پر ۲۵مه د افغانستان دکورنیو چارو په وزارت کښي یوه کس پر بهرنیو ځواکونو د ټوپک خوله ور واړوله او دوه لوړ ررتبه امریکايي پوځي سلاکاران یې ووژل.

Copyright Larawbar 2007-2024